اول د قتل عمد سزا :

د قتل عمد سزا ګناه ، قصاص او د قاتل محرومېدل له ميراث څخه مګر دا چې د مقتول ورثه يې وبښي ،لقوله سبحانه وتعالی :[يا أيها الذين آمنوا كتب عليكم القصاص في القتلى] (البقرة:۱۷۸).

ژباړه : ای مؤمنانو ! فرض کړی شوی دی پر تاسې باندې قصاص (برابروالی) په وژليو شويو کې ( که قتل عمد وي ) .

د قصاص په جاري کولو سره د متقول سره بامثل عمل کيږي ، د دوښمنۍ او کينې مخه نيول کيږي او د ټولنې د خلکو د پاره عبرت ګرځي بل کس د چا وژلو ته زړه نه ښه کوي ، د بل وژل د ځان وژل ګڼې او په دې سره د ټولنې حیات او ژوند خوندي کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی :[ولكم في القصاص حياة يا أولي الألباب] (البقرة:۱۷۹).

ژباړه : او تاسې لره دی په قصاص کې ژوندون ای خاوندانو د عقلونو ( لپاره ددې چې تاسې ځان وساتئ له نا حقه وينو تويولو څخه ) .

قصاص له نورو حدودنو سره دا فرق لري چې په نورو حدودو کې لکه : د شرابو حد ، د غلا حد … عفوه ، صلح او ابراء جايز نه دي مګر په قصاص کې بښنه او صلح دواړه جايز دي .

العفو (بښنه او معافي ) :

په قصاص کې عفوه د فقهاؤ په اتفاق جايزه ده او تر قصاص څخه بښنه غوره ده ، لقوله سبحانه وتعالی :[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاء إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ذَلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ فَمَنِ اعْتَدَى بَعْدَ ذَلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ] (البقرة:۱۷۸) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! فرض کړی شوی دی پر تاسې باندې قصاص (برابروالی) په وژليو شويو کې ( که قتل عمد وي ) ، اصيل په اصيل باندې او مريي په مريي باندې او ښځه په ښځه باندې (قصاصيږي ) ، نو که کوم قاتل ته د هغه عقيدوي ورور د (مقتول د وژنې ) له لورې بښنه وشي نو د وژل شوي ورثه دې په غوره ډول ديت وغواړي او قاتل هم بايد په خورا غوره ډول ورکړي دا کارونه ستاسو د رب له لورې آسانتيا او مهرباني ده او چا چې له عفوې وروسته تيری وکړ نو هغه ته دردناک عذاب دی .

او همدارنګه فرمايي :[والجروحَ قصاص، فمن تصدَّق به فهو كفارة له] (المائدة:۴۵).

ژباړه : په ټپونو باندې قصاص دی پس که چا بښنه وکړه هغه لره به کفاره وي (د ګناهونو د بښنې ) .

او سنتو کې قول د انس رضی الله عنه چې وايي : «ما رفع إلى رسول الله صلّى الله عليه وسلم أمر فيه القصاص إلا أمر فيه بالعفو» (رواه أحمد وأصحاب السنن) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته به چې د قتل مسئله وړاندې شوه په هغه کې به امر په قصاص کولو او که هغه نه شو په عفوه به يې امر کولو .

عن أبي شريح الخزاعي قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من أصيب بدم أو خبل والخبل الجرح فهو بالخيار بين إحدى ثلاث فإن أراد الرابعة فخذوا على يديه أن يقتل أو يعفو أو يأخذ الدية فمن فعل شيئا من ذلك فعاد فإن له نار جهنم خالدا مخلدا فيها أبدا (ابن ماجه ) .

ژباړه : د ابی شريح الخزاعي نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : هر څوک چې د قتل يا زخم په مصيبت اخته شي هغه د دريو شيانو په انتخاب کې اختيار لې که غواړي د دغو څخه غير څلورمه لاره غوره کړي هغه تر لاس ونيسئ او منع يې کړئ ، يا به قصاص شرعي قبلوي ، يا به مقتول ته عفوه کوي او يا به ديت اخلي که يو له دغو غوره کړي او بيا هم تجاوز وکړي نو هغه به د تل لپاره په دوزخ کې وي .

د عفوې معنی د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد دا ده چې قصاص بلا عوضه مجاني پرېږدي مګر که د قصاص څخه د ديت په عوض کې تير شي هغه ته صلح وايي عفوه نه بلل کيږي .

ومعنى العفو عند الحنفية والمالكية: هو إسقاط القصاص مجاناً. أما التنازل عن القصاص مقابل الدية فهو صلح، لا عفو(فقه الاسلامي و ادله – البدائع: ۲۴۷/۷).

د عفوي او بښنې شرطونه :

د عفوې د صحت لپاره په لاندې ډول دوه شرطونه دي :

۱- دا چې عفوه کوونکی به عاقل او بالغ وي د ماشوم او ليوني عفوه نه صحي کيږي .

۲- د عفوې حق هغه چا ته دی چې د حق څښتن وي او دا د حق څښتنان د مقتول ورثه بلل کيږي که نارينه وي يا ښځې بل کس ته ددې حق نشته .

الصلح ( روغه جوړه ) :

د قصاص په باره کې صلح (روغه جوړه) کول په اتفاق د فقهاؤ جايز دي دا چې د مقتول ورثه د قصاص په عوض کې په ديت باندې راضي شي ، هغه که پوره ديت وي يا تر ديت کم وي نغد وي يا پور (الدر المختار ۵/۳۸۲) .

د قصاص د وجوب شرطونه :

۱- دا چې قاتل به عاقل او بالغ وي نا بالغ او ليوني باندې قصاص نشته .

همدارنګه قاتل به بې هوشه نه وي مګر که سکران او بې هوشي د شرابو له وجې وي په هغه باندې قصاص دی ، شراب حرام او د شرابو نيشه عذر نشي کيدای .

۲- دا چې قاتل به قصداً قتل کړی وي که په خطا سره وي هغه نه قصاص کيږي .

۳- دا چې په قتل کې د قاتل قصد مطلق وي شبهه به پکې نه وي لکه د وهلو تکرار چې ګمان نه کيږي په هغه مړ شي مګر هغه مړ شي يا د تأديب او تهذيب قصد لري .

۴- دا چې قاتل به مختار وي مجبور شوی به نه وي دا قول د امام ابوحنيفه دی مګر د جمهورو فقهاؤ په نزد په هغه باندې قصاص دی .

د مقتول شرطونه :

۱- دا چې هغه به معصوم الدم وي زاني ، باغي ، حربي ، مرتد او زنديق به نه وي .

۲- دا چې د قرابت څه رشته به نه وي لکه : پلار ، جد ، نيا ، مور او نور ، ځکه په هغوی احتراماً قصاص نشته .

۳- دا چې مقتول به د مال په ناحقه اخيستلو ، عزت او ناموس باندې د تيری کولو په وجه نه وي وژل شوی .

آيا په قصاص سره د قتل ګناه بښل کيږي ؟

د امام ابوحنيفه په نزد په مقتل باندې آخروي عذاب او ګناه شته ، د قصاص مقصد په ټولنه کې د قتل مخ نيوی دی لقوله سبحانه وتعالی : [ولكم في القصاص حياة] مګر د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې په قصاص او عفوه کولو سره د مقتول ګناه بښل کيږي ځکه په حديث شريف کې راغلي : «الحدود كفارات لأهلها»، يعنې : حدود کفاره ګرځې د هغو کسانو چې حد ورباندې جاري شوی وي .

الموسوعة الفقهية – فقه الاسلامي وادله ))

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email