قتل او د قتل ډولونه

جنايات

الجنايت : الجنايات د الجناية جمع ده او جنايت په لغت کې داسې جرم او ګناه ته وايي چې په هغه کې بل کس ته ضرر وي د فقه په اصطلاح کې جنايت هغه دی چې يو څوک د بل شخص په نفس يا د بدن په غړيو تيری وکړي . له نفس څخه مقصد قتل او وژل دي که هم قتل خطا هم وي او له غړيو څخه مقصد د لاس ، پښې ، غوږ ، پزې او سترګې او نورو پرې کول او عيبي کول دي .

قتل ، د قتل ډولونه ، قصاص او ديت

قتل په لغت کې وژلو ته وايي او په اصطلاح کې د داسې کس نا حقه وژل چې شريعت يې وژل حرام کړي وي .

د انسان ناحقه وژل ستر جرم د هلاکوونکو ګناهونو څخه دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ومن يقتلْ مؤمناً متعمداً، فجزاؤه جهنم خالداً فيها، غضب الله عليه، ولعنه، وأعد له عذاباً عظيماً] (النساء:۹۳).

ژباړه : او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره نو جزا د ده دوزخ دی چې تل به وي دی په (دوزخ) کې او غضب کړی الله په ده باندې او لرې کړی دی الله دا (قاتل ) له خپل رحمت څخه او تيار کړی دی ده عذاب ډير لوی .

اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق (المسلم ) .

ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم چې الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره .

په حديث شريف کې راځي : الله (جل جلا له ) ته د مسلمان له وژلو څخه د ځمکې ړنګيدل او ورانېدل آسانه دي .

كما قال صلى الله عليه وسلم : ( زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ ). [ رواه الترمذي (1395) والنسائي (3987)  اوابن ماجه (2619) ] .

د قتل ډولونه :

د احنافو په نزد قتل په پنځه ډوله دی : عمد، وشبه عمد، وخطأ، وما جرى مجرى الخطأ، والقتل بالتسبب.

(فتح القدير: ۲۴۴/۸ وما بعدها، البدائع: ۲۳۳/۷، الدر المختار: ۳۷۵/۵).

مګر د امام شافعي او امام احمد په نزد په دری ډوله دی : عمد ، شبه عمد او خطاء .

اول ، قتل عمد :

قتل عمد يا قصدي وژل هغه دی چې وژونکی د قتل آله او سلاح استعمال کړي لکه : توره ، ټوپک ، چاقو ، لوی لرګۍ او اوسپنه او قصداً چا ته اور اچول او داسې نور او يا هغه ته په دې مقصد سزا ورکول چې مړ شي او داسې نور ځکه د وژلو د آلې او اسبابو کارول د قصداً معنی لري .

دوهم ، قتل شبه عمد :

هغه قتل دی چې مقتول ظاهراً د قتل قصد نه لري او د قتل آله ونه کاروي لکه: د يوې سړي وهل په همسا ، کوچني لرګي ، څاپيړه او لاس او غيره سره سړی مړ شي يا د زخم او درد له امله څه وخت پس مړ شي نو دا قتل شبه عمد بلل کيږي قصاص نشته ديت مغلظه دی .

دريم ، قتل خطاء :

قتل خطاء هغه قتل دی چې د مقتول نه وژل مقصد وي او نه هم وهل چې په دوه ډوله دی :

۱- د فاعل په قصد او ګمان کې خطاء : دا چې يو کس په ښکار کې ګمان کوي چې هغه حیوان دی خو هغه انسان وي يا څوک ګمان کوي چې هغه حربي دی خو هغه مسلمان وي .

۲- يوازې په فعل کې خطاء : د يو چا هدف د ښکار ويشتل وي خو په غلطۍ سره انسان ولګيږي .

څلورم ، ما أجری مجری الخطأ:

هغه قتل دی چې په عذر شرعي باندي مشتمل وي لکه يو کس ويده وي په خوب کې بل کس لاندې کړي او هغه مړ شي .

پنځم ، القتل بالتسبب :

په سبب سره قتل داسې قتل وايي : چې یو کس په عامه لاره کې يا د بل په ملک کې کوهي وکني په هغه کې څوک ولويږي او مړ شي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً