که سړی د ښځی لاس مات کړی قصاص نشته ولی نشته ؟ او دیت شته ولی شته؟

انجینر عبدالولی غفوری

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لاسونو قصداً پرې کولو يا فلج او له کاره لوېدو سره قصاص دی او که په خطا سره وي مکمل ديت (سل اوښان ) دی .

د يوه لاس قصداً پرې کولو سره قصاص او په خطا سره د يو لاس يا يوې پښې پرې کولو سره نيم ديت دی .

لقوله عليه السلام : «وفي الرِّجل خمسون» ، «وفي اليد خمسون» (الحاکم ).

مګر که لاس فلج او له کاره ولوېږي د پرې شوي حکم لري .

لأَنَّ إِتْلافَ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِذْهَابِ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ ، وَإِذْهَابُ مَنْفَعَةِ الْجِنْسِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ ، فَإِتْلافُ كُلِّ عُضْوٍ مِنْ هَذِهِ الأَعْضَاءِ كَإِتْلافِ النَّفْسِ (الموسوعة الفقهية – الجناية ) .

مګر که لاس فلج شوی نه وي بلکي هدوکی يې مات يا درز کړی وي قصاص او ټاکلی ديت ورباندې نشته د عادل حاکم يا عادل شخص لخوا به يې ديت ټاکل کيږي .

په دليل د دغه حديث :[لا قصاص في عظم ] ( په هدوکې کې قصاص نشته ) .

(موسوعة الفقهية – بدائع الصنائع ۷/۳۰۸ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email