لومړۍ برخه

قال الله تعالي: { وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَى وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالجَنبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ}النساء: ٣٦

و قال تعالی: { وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْناً }العنكبوت: ٨

و قال تعالی: { وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاَهُمَا فَلاَ تَقُل لَّهُمَا أُفٍّ وَلاَ تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلاً كَرِيماً{23} وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً{24}الإسراء: ٢٣ – ٢٤

ژباړه: الله جل جلاله فرمایي: او د الله جل جلاله عبادت وکړي او د هغه سره څوک شریک مه نیسي او د پلار او مور، خپلوانو، یتیمانو، مساکینو، خپلوانو ګاونډیانو، او بیګانه ګاونډیانو، د څنګ ملګري، مسافر، او هغه چې ستاسې لاسونه د هغوي مالکان شوي نیکي وکړي.

او انسان ته مو امر وکړ تر څو له مور پلار سره نیکه رویه وکړي.

او فرمایي: او حکم وکړ رب ستا چې بغیر د الله جل جلاله د چا عبادت مه کوي او د مور پلار سره نیکي وکړي، که یو له دوي یا دواړه ستا سره د زړبودي ته ورسیږي، پس دوي ته د اف کلمه هم مه وایه او دوي مه ترټه او دوي ته نیکي خبرې وکړه، او دوي ته د مهربانۍ له وجهې د تواضع وزرې وغوړوه، او ووایه اې ربه زما په دوي باندې رحم وکړه بخښنه ورته وکړه لکه څرنګه چې په وړکتوب کې یې زما پالنه کړې ده.

عن أبي عبد الرحمن عبد اللَّه بن مسعود رضي اللَّه عنه قال: سأَلتُ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: أَيُّ الْعملِ أَحبُّ إلى اللَّهِ تَعالى ؟ قال: « الصَّلاةُ على وقْتِهَا »قُلْت: ثُمَّ أَي؟ قال: «بِرُّ الْوَالِديْنِ » قلت: ثُمَّ أَي؟ قال: «الجِهَادُ في سبِيِل اللَّهِ » متفقٌ عليه.

له ابو عبدالرحمن بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت شوي چې ویي ویل: له نبي صلي الله علیه وسلم نه مې پوښتنه وکړه: کوم عمل الله جل جلاله ته ډیر محبوب دي؟

ویي فرمایل: په خپل وخت لمونځ کول.

ومې ویل بیا کوم عمل؟

ویي فرمایل: د مور او پلار سره نیکي کول.

ومي ویل بیا کوم؟

ویي فرمایل: د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کول.

له پورته ذکر شویو ایتونو او حدیث شریف نه معلومه شوه چې الله جل جلاله ته له خپل عبادت وروسته د مور او پلار سره نیکي کول د لوي فضیلت عمل دي، الله جل جلاله د مونږ ټولو ته د دې توفیق راکړي چې د خپلو والدینو مشرانو سره نیکي وکړو.

دوهمه برخه

عن ابي هریرة رضي اللَّه عنه قال: جَاءَ رَجُلٌ إلى رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقال: يا رسول اللَّه مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بحُسنِ صَحَابَتي؟ قال: « أُمُّك »قال: ثُمَّ من؟ قال: « أُمُّكَ »قال: ثُمَّ مَن؟ قال: « أُمُّكَ »قال: ثُمَّ مَن؟ قال: « أَبُوكَ » متفقٌ عليه.

وفي رواية : يا رسول اللَّه مَنْ أَحَقُّ الناس بِحُسْن الصُّحْبة؟ قال: « أُمُّكَ ثُمَّ أُمُّك، ثُمَّ أُمُّك، ثمَّ أَباك، ثُمَّ أَدْنَاكَ أَدْنَاكَ » .

له حضرت ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

یو سړي د نبي صلي الله علیه وسلم حضور ته راغي ویي ویل: یا رسول الله صلي الله علیه وسلم! څوک ډیر حقدار دي چې نیکي ورسره وکړم؟

نبي علیه السلام وفرمایل: ستا مور.

بیا یي وفرمایل: بیا څوک؟

نبي علیه السلام وفرمایل: ستا مور.

بیا یي وفرمایل: بیا څوک؟

نبي علیه السلام وفرمایل: ستا مور.

بیا یي وفرمایل بیا څوک؟

نبي علیه السلام وفرمایل: ستا پلار.

له دې حدیث شریف نه معلومیږي چې په والدینو کې د مور حق زیات دي، یو خو ښځه مظلومه وي او بل دا چې ډیرې سختي د بچي په سترولو کې مور تیروي.

وعن عبد اللَّه بن عمرو بن العاص رضي اللَّه عنهما قال: أَقْبلَ رجُلٌ إِلى نَبِيِّ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، فقال: أُبايِعُكَ على الهِجرةِ وَالجِهَادِ أَبتَغِي الأَجرَ مِنَ اللَّه تعالى . قال: « فهَلْ مِنْ والدِيْكَ أَحدٌ حَي؟ » قال: نعمْ بل كِلاهُما قال:« فَتَبْتَغِي الأَجْرَ مِنَ اللَّه تعالى؟» قال: نعم. قال:« فَارْجعْ إِلى والدِيْك، فَأَحْسِنْ صُحْبتَهُما. متفقٌ عليه.

وهذا لَفْظُ مسلم.

 وفي روايةٍ لهُما: جاءَ رجلٌ فاسْتَأْذَنُه في الجِهَادِ فقال: « أَحيٌّ والِداك؟ قال: نَعَم، قال: « ففِيهِما فَجاهِدْ » .

له حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دي ويي ویل:

یو سړي نبي علیه السلام ته راغي ویي ویل: ستاسې سره د جهاد اوهجرت بیعت کوم او اجر یواځې له الله جل جلاله څخه غواړم، نبي علیه السلام وفرمایل: ایا یو له والدینو د ژوندي دي؟ ویي ویل هو بلکه داوړه ژوندي دي.

بیا یي وفرمایل: ایا اجر له الله جل جلاله څخه غواړې؟

ویي ویل: هو.

ویي فرمایل: مور او پلار ته دې ور وګرځه او نیکي ورسره وکړه.

په بل روایت کې له دوي دواړو راځي چې یو سړي راغي او له نبي علیه السلام څخه یي د جهاد اجازه وغوښته، نبي علیه السلام وفرمایل: ایا مور او پلار د ژوندي دي؟

ویي ویل: هو

ویي فرمایل: د هغوي په خدمت کې جهاد کوه.

له دې حدیث شریف څخه د مور او پلار سره د نیکي کولو فضیلت معلومیږي چې څومره فضیلت لري دا په هغه صورت کې چې جهاد فرض کفایي وي د مور او پلار خدمت اولي دي او د دوي اجازه جهاد ته په تللو کې شرط ده، او که چیرته جهاد فرض عین ګرځي بیا دا حال نه پاتې کیږي بیا جهاد اولي او د والدینو اجازه شرط نه ده.

نور بیا…

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email