د شرابو څښلو حد اتيا درې دی لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :«من شرب الخمر فاجلدوه..»(أخرجه أصحاب السنن إلا الترمذي).

همدارنګه ټول هغه مشروبات چې نشه ولري ولو که هر قسم کمياوي ترکيب ولري او په هر کوم نوم ياد شي د شرابو حکم لري حد ورباندې جاري کيږي لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم:«كل مسكر خمر، وكل خمر حرام»(رواه أحمد ومسلم وأصحاب السنن إلا ابن ماجه).

که شراب لږ وي که ډير حد ورباندې جاري کيږي لقوله عليه الصلاة والسلام: «ما أسكر كثيره فقليله حرام»

د شرابو د حد شرطونه :

د شرابو د حد د وجوب لپاره لاندې شرطونه دي :

۱- دا چې شراب څښونکی به عاقل وي په ليوني باندې حد نشته .

۲- دا چې بالغ به وي په نابالغ باندې حد نشته .

۳- دا چې مسلمان به وي په کافر باندې د شرابو د څښلو حد نشته .

۴- دا چې اختيارمن به وي په زور او جبر چا نه وي ورباندې څښلي .

۵- دا چې دی په پوه وي چې شراب دي که ورباندې پوه نه وي حد ورباندې نشته .

۶- دا چې د اضطرار حالت نه وي .

۷- دا چې دی په دې پوه وي چې شراب حرام دي ، مګر د ځنو فقهاؤ نظر دا دی چې جهل نشي قبلېدای ځکه چې دا عمل په مسلمانانو خپريږي .

د شرابو د حد د ثبوت شرطونه :

د شرابو د حد د ثبوت لپاره دوه نارينه ، عادل شاهدان او يا خپله د شرابي اقرار شرط بلل کيږي .

د شراب حلال ګڼلو واله کافر دی :

ځکه شراب په قرآن او اجماع د امت حرام دي حلال ګڼونکی يې کافر دی ځکه ددې په حرمت کې قراني نص راغلی دی :[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] ( ۹۰سورة المائدة).

ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی(دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددې چه نجات ومومئ .

په پورته آیت شريف کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده :

اول : دې څيزونو ته رجس (ګنده ګي ) وفرمائل شوه چه ددې نه بايد هر سالم عقل خپله اجتناب وکړي .

دوهم : دا کار د شيطان عمل دی .

دريم: داچې دشرابو او جواري حرمت دبت پرستۍ سره جمع کړشو .

د شرابو بيع او تجارت حرام دی :

د شرابو خرڅول ، رانيول او بل ته سوغات کول حرام دي ، قال النبي عليه الصلاة والسلام: «يا أهل المدينة، إن الله تبارك وتعالى قد أنزل تحريم الخمر، فمن كتب هذه الآية، وعنده شيء منها، فلا يشربها، ولا يبيعها(فقه الاسلامي وادله ).

نبی صلی الله عليه وسلم فرمايي : ای د مدېنې خلکو ! يقيناً الله تعالی د شرابو حرمت نازل کړ ( لکه په پورته آیت کې ) ، د چا سره څه شراب پاتې وي هغه مه څښئ او همدارنګه د هغه تجارت مه کوئ .

د شرابو په لعنت او ګناه کې لس کسان شامل دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ (ابوداود او سلسلة صحيحة ۲۳۸) .

يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابخور ، ساقي ( کوم چې د څښلو د پاره شراب برابروي ) ، د شرابو خرچونکی او اخيسونکی، د شرابو جوړونکی او د شرابو نقل کوونکی او حمل کوونکی .

شراب د غليظه نجاست حکم لري :

شراب نجس دي د احنافو په نزد نجاست غليظه بلل کيږي ،که شراب په جامه باندې تويي شي د درهم څخه زيات وي لمونځ نه ورسره صحي کيږي .

د چرسو او ترياکو يا کوکونارو حکم :

بنګ يا چرس او ترياک حرام دي ځکه د انسان بدن ته سخت ضرر دی ، په اسلام کې ځان او بل ته ضرر حرام دي مګر حد ورباندې نشته ځکه په دې کې مستي او نشه نشته او په دې باندې تعزير دی ځکه چې ضرر پکې دی ، ام سلمة رضی الله عنها وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټولو نشه کوونکو ، سست او ضعيف کوونکو څخه منع فرمايلې ده .
يحرم كل ما يزيل العقل من غير الأشربة المائعة كالبنج والحشيشة والأفيون، لما فيها من ضرر محقق، ولا ضرر ولا ضرار في الإسلام، ولكن لا حد فيها؛ لأنها ليست فيها لذة ولاطرب، ولا يدعو قليلها إلى كثيرها، وإنما فيها التعزير لضررها، ولما رواه أبو داود عن أم سلمة رضي الله عنها قالت: «نهى رسول الله صلّى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتِّر» (الفقه الاسلامي وادله- الموسوعة الفقهية ) .
ژباړه او خپرونه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email