د فقهاؤ په اتفاق د غلا د حد د ثبوت لپاره دوه شرطونه دي : اقرار او شهادت .

د اقرار شرطونه :

غل به بالغ او عاقل او په اقرار کې اختيار لرونکی وي کچېرې په زور او وهلو سره اقرار وکړي اقرار اعتبار نه لري مګر د ځنو متأخرينو احنافو قول دا دی چې د غلا په اقرار کې اکراه پکار ده ځکه چې غل په خپل عمل اقرار نه کوي (الموسوعة الفقهية ) ، اقرار به په خبرو سره وي په اشاره سره اقرار نه صحي کيږي .

د امام ابوحنيفه په نزد د غلا د ثبوت لپاره يو ځل اقرار صحي دی مګر د امام يوسف ، امام احمد په نزد دوه ځله به اقرار کوي (الفقه الاسلامي وادله ) .

د شهادت شرطونه :

۱- دا چې دوه کسه نارينه ، مسلمان ، بالغ ، عاقل ، آزاد او مختار به وي .

۲- دا چې شاهدان به عادل وي د فاسقانو شهادت نه قبليږي .

۳- داچې شهادت به متصل وي شهادت په شهادت نه قبليږي .

د ردولو سوګند :

د جمهورو مذاهبو رايه دا ده چې : د غلا حد د رد په قسم نه قايميږي ، که يو کس پر بل د غلا ادعا وکړي په هغه باندې قطع کول واجب دي که مدعي عليه انکار وکړي نو مدعی منه به د برائت د اثبات لپاره قسم اخلي که نه بيا به قسم مدعي ته ورکول کيږي که قسم وکړي چې مدعي عليه غلا کړي د څه چې ادعا کوي ، د مسروق مال ثابت شو په دغه مردود قسم سره او حد نشته ځکه حد په شهادت او اقرار سره ثابتيږي .

يرى جمهور الفقهاء من الحنفيّة والمالكيّة والحنابلة أنّ حدّ السّرقة لا يقام باليمين المردودة، فإن ادّعى شخص على آخر سرقةً يجب فيها القطع، فأنكر المدّعى عليه السّرقة، فطلب المدّعي منه أن يحلف لإثبات براءته، فنكل عن اليمين، ردّت اليمين على المدّعي، فإن حلف أنّ المدّعى عليه سرق ما ادّعاه، ثبت المال المسروق بهذه اليمين المردودة، ولا يقام الحدّ إلاّ بالإقرار أو بالبيّنة( موسوعة الفقهية ) .

القرائن ( غلا نښې نښانې ) :

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې د غلا حد په اقرار او شهادت سره ثبوت کيږي او د ځنو فقهاؤ قول دا دی چې کچېرې د شرعي سياست له مخکې غلا شوی مال په قرائنو او ښکاره دلائلو ثابت شي نو دا قرائن هم د شهادت او اقرار حکم لري (الموسوعة الفقهية ۲۴/۳۳۵ ) .

د غله د لاس قطع کول :

د غلا حد د لاس پرې کول دي لقوله سبحانه وتعالی :

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (38)

( د نارينه غله او غلې ښځې نه لاسونه کټ کړئ د پاره د جزا د هغه عمل چې دوی کړی دی (دا جزا ) عبرت او تنبه ده د الله له جانبه او الله ډير قوي او ښه حکمت واله دی )

د جمهورو فقهاؤ په نزد د غله ښي لاس به په بند کې قطع کيږي .

مكان القطع: قال جمهور العلماء: مكان القطع في اليد هو من الكوع أو مفصل الزند (الرسغ)، لما روي أنه عليه السلام قطع يد السارق من مفصل الزند ( دوکتور وهبة الزحيلي – فقه الاسلامي ) .

د غلا د حد صفت :

د غلا د حد حق يوازې الله تعالی لره دی په صلح ، عفوه او ابراء سره نه ساقطيږي په دې باره کې د فقهاؤ دا عاقده ده چې (الصلح عن الحدود باطل ) .

که غلا يو ډله کسان تر سره کيږي :

که غلا يو څو کسان تر سره کړي که حد ورباندې ثبوت شي په هر يو به جلا جلا حد جاري کيږي ، مګر که داسې وي څو کسه غله کوم کور ته ور واوړي څه کسان يې مال يوسي او څه کسانو ته څه پاتې نشي نو استحساناً به په ټولو حد جاري کيږي (فقه الاسلامي وادله – فتح القدير ۴/۲۴۴ )

د باغ د مېوي غلا کول :

کچېرې باغ ديوال مانع او احاطه ونه لري د مېوې په غلا کوونکي حد نه جاري کيږي مګر که ديوال او مانع ولري چې اجازې ته ضرورت لري حد ورباندې جاري کيږي ( فقه الاسلامي وادله ) .

د حد ساقط کېدو اسباب :

۱- دا چې د غلا شوي مال مالک ووايي چې زما مال نه دی غلا شوی .

۲- داچې غل له اقرار څخه انکار وکړي .

۳- د مسروق منه انکار .

۴- د مرافعې څخه مخکې د مال ور سپارل .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email