د لارې آداب (لومړی برخه )

عن جابرٍ رضي اللَّه عنهُ قال: كُنَّا إِذا صعِدْنَا كَبَّرْنَا، وإِذا نَزَلْنَا سبَّحْنا( رواه البخاري).

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دي چې: کله به چې مونږ په مخ پورته ختلو تکبیر به مو ویلو او چې کله به مخ په زوړ کوزیدلو تسبیح به مو ویله.

یعنې کله به چې په مخ پورته ځاي کې ختلو تکبیر(الله اکبر) به مو ویلو او کله چې به مخ په زوړ کوزیدلو تسبیح (سبحان الله) به مو ویلو.

 وعنهُ قال: كانَ النَّبِيُّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا قَفَل مِنَ الحجِّ أَو العُمْرَةِ كُلَّما أَوْفى عَلى ثَنِيَّةٍ أَوْ فَدْفَد كَبَّر ثَلاثا، ثُمَّ قال: « لا إله إلاَّ اللَّه وَحْدَهُ لا شَرِيكَ لَه، لَهُ المُلْك ولَهُ الحمْد، وَهُو على كلِّ شَيءٍ قَدِير. آيِبُونَ تَائِبُونَ عابِدُونَ ساجِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُون. صدقَ اللَّه وَعْدهُ، وَنَصر عبْده، وَهَزَمَ الأَحزَابَ وحْدَه » متفقٌ عليه.

وفي روايةٍ لمسلم:إِذا قَفَل مِنَ الجيُوشِ أو السَّرَايا أَو الحجِّ أو العُمْرةِ .

له حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دي چې: کله چې نبي علیه السلام له حج یا عمرې نه را ګرځیدلو، کله به چې په مخ پورته ختلو، دري ځله به يي الله اکبر ویلو او بیا به یي فرمایل: لا إله إلاَّ اللَّه وَحْدَهُ… نه شته هیڅ لایق د عبادت بغیر له الله جل جلاله چې یګانه ذات دي او هیڅ شریک نه لري، پاچاهي او حمد یوازې ده لره دي، او الله جل جلاله په هر څه باندې قادر دي، مونږ په داسې حال کې را وګرځیدو چې توبه کوونکي یو، عبادت کوونکي یو، سجده کوونکي یو او د رب خپل ثناء ویونکي یو. الله جل جلاله خپله وعده درسته رښتیا کړله، د خپل بنده سره یي نصرت او کمک وکړ او تنهایي سره یي احزاب د ماتې سره مخ کړل.

او د مسلم په روایت کې: کله به چې له لښکرونو،سریه وو، حج او عمرې نه را ګرځیدل، دا دعا به یې ویله.

الله جل جلاله د مونږ ته په هر عمل کې د نبي صلي الله علیه وسلم سنت طریقې نصیب کړي، هرعمل د نبي علیه السلام په طریقه عبادت دی.

د حضرت علي رضي الله عنه نه پوښتنه وشوه تاسې شپه ورځ کې څومره عبادت کوي علي رضي الله عنه ورته وفرمایل مونږ هیڅ وخت بې له عبادت څخه نه تیروو، ورته وویل شول ولې تاسې خوب کوئ، رفع حاجت د پاره وخت ته ضرورت لرئ، حضرت علي رضي الله عنه وفرمایل: چې هر عمل مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم په طریقه کوو مونږ ته عبادت کې حسابیږي حتي خوب کول او رفع حاجت ته تلل، نبي علیه السلام د هر عمل طریقه مونږ ته ښوولې ده.

نور بیا…

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً