القذف ( بهتان يا چا ته د زنا نسبت کول ) د لويو ګناهونو څخه دی چې د مسلمان په عزت او آبرو لوی تری بلل کيږي ، د ابی هريرة رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم )

ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

د قذف لپاره په اسلامي شريعت کې حد ټاکل شوی چې اتيا درې وهل دي لقوله سبحانه وتعالی : [والذين يرمون المحصنات، ثم لم يأتوا بأربعة شهداء، فاجلدوهم ثمانين جلدة، ولا تقبلوا لهم شهادة أبداً، وأولئك هم الفاسقون] (النور:4/24).

ژباړه : او هغه کسان چې محصنې ښځې او محصن سړی ته د زنا نسبت وکړي بيا رانه ولي څلور شاهدان نو ووهئ (ای حاکمانو ! ) دغه قاذبان اتيا درې او مه قبلوئ تاسې د هغوی نه شاهدې هيڅکله او دا (قاذبان ) همدوی دي فاسقان .

په اسلامي شريعت کې د قذف د حد حکمت او سبب دا دی چې پاک سړي ته د زنا نسبت کول د هغه لپاره په کور ، کلي او سيمه کې يو تور داغ او عار بلل کيږي دا حد ددې لپاره دی چې د دغه کس څخه د زنا بهتان او عار لرې شي او نورو خلکو لپاره عبرت شي څو پر پاکو خلکو څوک د زنا تهمت ونه لګوي .

د قذف تعريف :

قذف په لغت کې بهتان او درواغو ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې يو پاک کس ته چې زنا يې نه وې کړي د زنا نسبت کولو او بهتان ته قذف وايي .

حنفي فقهاؤ د قذف داسې تفسير کړی دی چې : قذف په دوو صورتونه مينځته راځي .

اول : په واضح او صريحو الفاظو د زنا بهتان لګول لکه : ای زاني او نور ، کچېرې قاذف څلور شاهدان حاضر کړل نو بهتان لګولو واله له حد څخه خلاص شو ، په زاني باندې به د زنا حد جاري کيږي مګر که څلور شاهدان يې حاضر نه کړل په بهتان لګولو واله به د قذف حد جاري کيږي .

دوهم : د نسب نفي کول : داسې چې چا ته وويل شي چې ته د فلاني زوی نه يې ، او يا ته بې پلاره يې ، يا داسې چې ستا مور زانيه ده ، يا داسې چې ته د فلاني زوی يې ( د هغه د پلار څخه بغير د بل کس نوم واخلي ) ، او يا داسې ای د زانيه زويه! ، يا داسې ای زاني ! او داسې نور د قذف او بهتان صريح الفاظ دي او داسې کس باندې حد جاري کيږي .

(البدائع: 42/7 ، المبسوط: 119/9 ، فتح القدير والعناية: 190/4، 202، تبيين الحقائق للزيلعي: 199/3 ، حاشية ابن عابدين: 185/3 وما بعدها).

مګر که د قذف الفاظ د مخالفت ، تعرض او بل څه لپاره وي لکه چې څوک خپل مخالف ته ووايي چې :

آيا ته زاني نه يې ، او يا آيا تا خلک په زاني نه پيژني ، يا ای د حلال بن حلال زويه (کنايه ) ، زما مور خو زنا کاره نه ده ؟ نو د احنافو په نزد د تعريض په الفاظو سره حد نه جاري کيږي ځکه په دې کې شبهه ده ، په دليل د دغه حديث شريف : ادرؤوا الحدود بالشبهات .
مګر د امام مالک په نزد د تعريض په الفاضو حد جاري کيږي ، امام شافعي وايي که چېرې نيت قذف وي حد ورباندې جاري کيږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email