رجاء (اميد)

قال الله تعالی: {قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ}الزمر: ٥٣

و قال تعالی: { إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَى مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّى} طه: ٤٨

و قال تعالی: {وَرَحْمَتِي وَسِعَتْ كُلَّ شَيْءٍ}الأعراف: ١٥٦

الله جل جلاله فرمایي: ورته ووایه اې زما هغه بندګانو چې له حد نه مو تجاوز کړي (ګناهونه مو کړي) د الله جل جلاله له رحمت څخه مه نا امیده کیږي په تحقیق سره الله جل جلاله بښي ټول ګناهونه په تحقیق سره الله جل جلاله بښونکي او مهربان دي.

او بل ځاي الله جل جلاله فرمایي: وحي را لیږل شوې ده مونږ ته چې په تحقیق سره دغه عذاب به پر هغه چا وي چې تکذیب کوي د الله جل جلاله او رسولانو د الله تعالي او مخ اړوي.

او فرمایي: او زما رحمت ټولو موجوداتو ته شامل دي.

وَعن أَنس، رضي اللَّهُ عنه، أَنَّ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم، وَمُعَاذٌ ردِيفُهُ عَلى الرَّحْلِ قال: «يا مُعاذُ » قال: لَبيَّيْكَ يا رسُولَ اللَّهِ وَسَعْدَيْك، قال: « يا مُعَاذُ » قال: لَبَّيكَ يارَسُول اللَّهِ وَسَعْديْك. قال: « يَا مُعاذُ » قال: لَبَّيْكَ يا رَسُولَ اللَّهِ وَسَعْديكَ ثلاثا، قال: « ما مِن عَبدٍ يَشْهَدُ أَنْ لاَ إِله إِلاَّ اللَّه، وَأَنَّ مُحَمدا عَبْدُهُ ورَسُولُهُ صِدْقاً مِنْ قَلْبِهِ إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ على النَّارِ » قال: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَلاَ أُخْبِرُ بِها النَّاسَ فيستبشروا؟ قال: «إِذاً يَتَّكلُوا» فَأَخْبرَ بها مُعَـاذٌ عِنْد مَوْتِهِ تَأَثُّماً. متفقٌ عليه.

انس رضي الله عنه روایت کوي چې:

نبي صلي الله علیه وسلم په داسې حال کې چې معاذ رضي الله عنه یي شا ته په اوښ سپور وو ورته ویي فرمایل: اې معاذ! معاذ رضي الله عنه وفرمایل: لبیک و سعدیک یا رسول الله صلي الله علیه وسلم.

بیا یي وفرمایل: اې معاذ!

ویي ویل: لبیک و سعدیک یا رسول الله صلي الله علیه وسلم.

بیا یي وفرمایل اې معاذ!

ویي ویل: لبیک و سعدیک یا رسول الله صلي الله علیه وسلم. دري وارې

ویي فرمایل: داسې بنده نه شته چې د زړه له صدق سره دا ګواهي ورکړي چې هیڅ لایق د عبادت نه شته بې غیر له الله جل جلاله څخه او محمد صلي الله علیه وسلم د الله جل جلاله بنده او رسول دي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې د دوزخ په اور باندې حرام کړي.

ویي ویل: یا رسول الله صلي الله علیه وسلم ایا خلک خبر نه کړم تر څو خوشحاله شي؟

ویي فرمایل: که خبر یي کړي په هغه به اعتماد او توکل وکړي! او معاذ رضي الله عنه بیا د مرګ په وخت کې چې مبادا ګناهګار نه شي خلک یي خبر کړل، د دې لپاره چې د علم د کتمان له وجهې ګنهګار نه شي.

« إِلاَّ حَرَّمَهُ اللَّهُ على النَّارِ »دا حدیث شریف په ظاهره کي زیري دي هغه چا ته چي کلمه شهادتین یي په صدق سره ویلي وي دوزخ ته به داخل نه شي،لیکن داسي قطعي دلایل وجود لري چي هغه مؤمنان چې ګناهونه ترې شوي او پرته له توبې له دنیا تللي وي جهنم ته به ځي د خپلو ګناهونو سزا به ویني بیا په شفاعت سره له جهنم څخه وځي.

بعضې علماو ویلي چې دا مقید په دې پورې دي چې کلمه د زړه له صدق څخه ووايي او د توبې سره له دنیا تللي وي.

یا مراد ترېنه په جهنم کې همیشه والي دي چې همیشه به په جهنم کې نه وي او مطلق دخول تري مراد نه دي.

وعن عمرَ بنِ الخطاب، رضي اللَّهُ عنه، قال: قَدِمَ رسُولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم بِسَبْي فَإِذَا امْرَأَةٌ مِنَ السَّبْي تَسْعَى ، إِذْ وَجَدتْ صبيًّا في السبْي أَخَذَتْهُ فَأَلْزَقَتْهُ بِبَطْنِها، فَأَرْضَعَتْه، فقال رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « أَتُرَوْنَ هَذِهِ المَرْأَةَ طارِحَةً وَلَدَهَا في النَّار؟ قُلْنَا: لاَ وَاللَّه. فَقال: «للَّهُ أَرْحمُ بِعِبادِهِ مِنْ هَذِهِ بِولَدِهَا » متفقٌ عليه.

حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه روایت کوي چې:

رسول الله صلي الله علیه وسلم غلامان را وستل، په دې غلامانو کې یوه وښځه وه چې یوه طرف او بل طرف ته یي منډې وهلي، نا اګاهانه یي یو هلک د هلکانو په مینځ کې پیدا کړ هغه یي واخیست او خپله سینه پورې یې کلک ونیوه، او شیدې یې ورکړې، بیا نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: ایا ګمان کوي چې دا ښځه به خپل زوي اور ته واچوي؟

مونږ وویل چې نه والله!

ویي فرمایل: الله جل جلاله په خپلو بنده ګانو له دې مور نه چې په خپل زوي څومره مهربانه ده، زیات مهربانه دي.

سبحان الله، الله جل جلاله په خپلو بنده ګانو څومره مهربانه دي، او خپلو بنده ګانو ته اساني خوښوي مونږ همیشه د پاره د الله جل جلاله رحمت ته امید ولرو، نا امیده نه شو انسان ضعیفه دي ګناه به ترې کیږي اول خو کوشش وشي ګناهونو نه ځان وساتو بیا که کومه ګناه کیږي الله جل جلاله ته په اخلاص سره توبه وباسو او د الله جل جلاله د رحمت څخه نا امیده نه شو، الله جل جلاله مهربانه او بښونکي ذات دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email