د زنا د حد د ثبوت شرطونه

د علماؤ په اتفاق د زنا د حد د ثبوت لپاره دوه شرطونه دي ، اقرار او شاهدان .

د شاهدانو شرطونه :

۱- دا چې د زنا د حد د ثبوت لپاره څلور شاهدان شرط دي ، لقوله سبحانه وتعالی:وَاللاَّتِي يَأْتِينَ الْفَاحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَاسْتَشْهِدُواْ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعةً مِّنكُمْ ( النسآء 15 )

۲- التکليف : يعنې شاهدان به بالغ او عاقل وي د ماشوم او ليوني شهادت د قبول وړ نه دی .

۳- الذکور : دا چې شاهدان به نارينه وي د ښځو شهادت د قبول وړ نه دی په سبب د اکرام او عزت ځکه دا ډير فاحش عمل دی .

مګر د محصن د پاره د امام ابوحنيفه په نزد د نارينه او ښځو شهادت د قبول وړ دی .

۴- العدالة : دا چې شاهدان به عادل وي د فاسق او بې حاله شهادت د قبول وړ نه دی .
۵- الحرية : دا چې شاهدان به آزاد وي د غلام شهادت د قبول وړ نه دی .
۶- الاسلام : دا چې شاهدان به مسلمان وي د مستأمن او ذمي شهادت د قبول وړ نه دی .

۷- الأصالة : د شاهدانو اتصال او يو ځايوالی شرط دی د شهادت په شهادت او قاضي لينکه بل قاضي ته د قبول وړ نه ده .

۸- اتحاد المشهود به : څلورو واړه شاهدان به په فعل ، ځای او وخت باندې سره متفق وي .

۹- اتحاد المجلس : د شهادت د ادا کولو پر مهال به څلور واړه شاهدان موجود وي .

۱۰- دا چې شاهدانو به پخپلو سترګو هغوی په زنا ليدلې وي که زنا يقيني نه وي پر هغوی به د بهتان حد جاري کيږی .

۱۱- تقدم الشهادة : د شهادت مخکې والی د امام ابوحنيفه په نزد د شهادت په ادا کې به د مودې تېرول او ځنډ نه وي .

۱۲- دا چې شاهد به د شبهې په ادا کولو قادر وي ، ګونګی به نه وي .

۱۳- دا چې شاهدان به په خپل اهليت باقي وي کچېرې کوم يو غايب ، ړوند ، مرتد شي نو حد ساقط دی .

د اقرار شرطونه :

۱- البلوغ : د نابالغ اقرار په هيڅ کوم حد کې نه صحي کيږي .

۲- النطق : په خبره او عبارت سره اقرار کول ، د ليکلو او اشارې اقرار نه صحي کيږي .

۳- اختيار : د زور او جبر او وهلو او سګنجې اقرار نه صحي کيږي او د زور اقرار هيڅ اعتبار نه لري .

۴- تعدد الاقرار : اقرار به څلور ځله وي په خپله خوښه چې بالغ او عاقل به وي .

۵- تعدد مجالس : د امام ابوحنيفه په نزد د زنا اقرار به په څلورو جلا مجالسو کې تر سره کيږي او د نورو مذاهبو په نزد يوازې يو مجلس صحي دی .

۶- اقرار به د امام او قاضي په لاس او چارنه کې وي ځکه د ماعز اقرار د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس کې وو .

۷- د اقرار په وخت به اقرار کوونکي روغ وي د بې هوشه اقرار نه صحي کيږي .

۸- د زنا اقرار د هغه چا صحي کيږي چې د زنا تصور ورباندې کيږي هغه کس چې ليونی يا آله تناسلي ونه لري د هغه اقرار په زنا کولو نه صحي کيږي .

۹- زاني به د شبهه په ادعا کولو قادر وي ، ګونګ به نه وي ځکه چې اقرار يې نه صحيح کيږي د نکاح د وجود لرلو او يا د زنا څخه انکار کولو ادعا نشي کولای .

الفقه الاسلامي وادله

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً