وزن الدينار يا مثقال مساوي کيږي په : 4.25 ګرامه
وزن الدرهم شرعي مساوي کيږي په : 2.975 ګرامه (سپين زر)
القيراط مساوي کيږي په 1/12 درهم او دينار .
الحبة شرعي مساوي کيږي په 0.059 ګرامه
الأوقية مساوي کيږي په 40 درهم سره يعنې : 119 ګرامه .
الرطل مساوي کيږي په 12 أوقية يا 1428 ګرامه .
الصاع شرعي :
صاع په دور نبوت کې د يوه لوښې له پېمانې څخه عبارت ده چې په وزن کې يې د فقهاؤ اختلاف دی .
د الصاع وزن د ځنې فقهاؤ په نزد 2175 ګرام او ځنو فقهاؤ په نزد 3296 او د ځنو په نزد 2040 ګرامه کيږي .
د افغانستان علماء نيم صاع تقريباً خورد کم يو چارت حسابوي چې 1640 ګرامه کيږي او يو صاع 3280 ګرامه کيږي احتياطاً 3296 ګرامه په نظر کې نيسو .
المد :
المد د جمهورو فقهاؤ په نزد د صاع څلورمه برخه کيږي يعنې : يو مد مساوي کيږي په : 544 ګرامه .
القسط : مساوي کيږي د 1/2 صاع سره .
العرق : مساوي کيږي د 15 صاع سره .
المدي شرعي مساوي کيږي د 8.5 صاع سره
الاردب شرعي مساوي کيږي د 24 صاع سره
الکيل = 317 ګرامه
المن شرعي = 2 رطل
القنطار = 100 رطل بغدادي
الوسق = 60 صاع
القيل = 5 صاع
الميل = 4000 ذراع
الذراع : ذراع د انسان د لاس د څنګل څخه د وسطي ګوتې تر سره پورې يا د ۲۴ ګوتو مسافې ته وايی چې اندازه يې د متر او سانتې په لحاظ فرق کوي او په دې اړه ځنې فقهاء وايي يو ذراع = 46.375 سانتې او ځنې يې 53 سانتې او ځنې 61.834 سانتې بولي مګر ذراع إسلامبولي العثماني 677 سانتې ګنې.
الفرسخ =تقريباٌ 5 کلو متره
الفرسخ = 3 ميله
الميل = 1848 متره يا 1600 متره دی .
( فقه الاسلامي وادله ، الاوزان والامکيال الشرعية – تقی الدين ابی العباس احمد ، المکاييل والاوزان الشرعية – نجلاء سويد ابراهيم صالح الشمري حنفي ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود