د مشرې خور نه مخکې کشره خور واده کول

يو ورور پوښتنه درلوده چې ډيره ضرور ده او پوښتنه په لاندې ډول ده.

يو تن درې څلور خورګاني په کور کې لري يوه بله کورنۍ یې د دوهمې خور په مرکه راځې نو ايا شريعت کې د داسي عمل کول جواز شته چې لومړي خور دې ناسته وي او دوهمه دې واده شي؟

وعليکم السلام ورحمته الله وبرکاته

ستاسي ورور حيات هجران

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د قسمت او تقدير خبره ده چې ويشونکی الله سبحانه وتعالی دی ، په دې اړه د منعې شرعي دليل وجود نه لري ، کله چې د ښځې د نکاح د پاره يو صالح کس غوښتنه وکړي د هغه ردول په کار نه دي.

له فتاوی الاسلام سوال جواب څخه يوې خور همدا ډول پوښتنه کړې ده په ځواب کې داسې ليکي :

لو كان الخطاب لا يخطبون إلا الصغيرة فللأب أن يزوجها ولو كان ذلك قبل تزويج الكبيرة. والناس في هذه المسألة على ثلاثة أقسام :
قسم لا يمكن أن يزوج الصغيرة قبل الكبيرة ، ويرى أن هذا عيب وإساءة للكبيرة ، مع أن الخطاب إنما يخطبون الصغيرة ولم يخطب منهم أحد الكبيرة ، وهذا غلط وهضم حق للصغيرة .
القسم الثاني : مثل حال هذا الرجل يريد أن يزوج الصغيرة قبل الكبيرة وهذا أيضا جناية .
القسم الثالث : من يتقي الله عز وجل ويزوج من خطبت سواء كانت الصغيرة أم الكبيرة ، وهذا هو الذي أدى الأمانة وأبرأ ذمته من المسئولية ( ومن يتق الله يجعل له من أمره يسرا ) ( ومن يتق الله يجعل له مخرجا * ويرزقه من حيث لا يحتسب) .
وأخيرا أكرر النصيحة لأولياء أمور النساء أن يتقوا الله عز وجل فيهن وأن يراقبوا الله وألا يمنعوا الخطاب الأكفاء من تزويجهم بمن (فتاوی الاسلام سوال جواب ) .

ژباړه : که خواستګار د مشرې پر ځای د کشرې واده غواړي نو د نجلی د پلار لره ښايي چې هغه واده کړي که څه د مشرې خور د واده کولو څخه مخکې وي ، او خلک په دې مسئله کې دری قسمه عادتونه لري :

۱- د اول قسم دا عادت دی چې د مشرې څخه مخکې د کشرې واده کول هيڅ امکان نه لري ځکه چې بيا په مشرې باندې د عيب ګمان کيږي ، دا چې خواست ګار د مشرې پر ځای د کشرې خواست کوي او هغوی دا ردوي نو دا د کشرې د حق خوړل دي .

۲- دوهم قسم هغه خواست ګار سړی چې د مشرې پر ځای کشره غواړي مناسب کار نه دی جنايت دی .

۳- څوک چې د الله تعالی څخه وېرېږي او خواست ګار ته يې نکاح کوي هغه که مشره وي يا کشره ، نو دا امانت او مسئوليت ادا کول دي [( ومن يتق الله يجعل له من أمره يسرا ] (او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ) او فرمايي [ومن يتق الله يجعل له مخرجا * ويرزقه من حيث لا يحتسب] (او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله ) ګمان نه کوي ، او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله ) کافي دی) .

په آخر کې بيا هم د ښځو اولياؤ ته دا نصحيت تکرارم چې د هغوی په حق کې د الله تعالی څخه وېرېږئ او الله طرف ته متوجه شئ کله چې د هغوی د پاره کوم سيال خواست ګاري کوي هغه مه منع کوئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً