اسلام علیکم عبدالرحمن امرخیل هستم یک سوال دارم وقت نماز تهجد ازساعت چند تا چند میباشد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که هم چې تهجد د شپې په اوله او مينځنی حصه کې جايز دی مګر د تجهد د ادا کولو غوره وخت د شپې آخري حصه ده ، ‌عمر  بن  عبسه‌ له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسې روايت کړی دی :أقرب ما يكون العبد من الرب في جوف الليل الاخير فإن استطعت أن تكون ممن يذكر الله في تلك الساعة فکن ( حاکم ، ترمذی ، نسائی او ابن خزيمه ) .

ژباړه : ژباړه : د شپې د آخري حصې په زړه کې انسان تر بل هر وخت نه الله تعالی ته ډير نږدې وي ، که توانېږې نو په هغه وخت کې له هغو کسانو څخه شه چې د الله ياد کوي ( د تهجد لمونځ ) .

دغه وخت اوس مهال ۱۳۹۳ قوس

کابل : د ۲ بجو څخه پيل تر ۵ بجو پورې دوام لري .

کندهار : د ۲ بجو څخه پيل تر ۱۶:۵ بجو پورې دوام لري .

هرات : د ۲ بجو څخه پيل تر ۳۴:۵ بجو پورې دوام لري .

ننګرهار : د ۲ بجو څخه پيل تر ۳۶:۵ بجو پورې دوام لري .

بلخ : د ۲ بجو څخه پيل تر ۱۸:۵ بجو پورې دوام لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email