د اذيت او آزار رسولو خطرناکې پايلې

بل چا ته ضرر رسول حرام او داسې کول جرم دی هغه که د ژبې ضرر وي د نفس او مال ضرر وي حرام دی .

د اسلامي شريعت عامه قاعده چې : لا ضرر و لا ضرار في الاسلام ( په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي ) .

اسلامې شريعت د هغه څه حرمت هم اعلان کړی دی کوم چې د مسلمان احساس ته صدمه رسوي .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :کله چې تاسې دری تنه يو ځای وﺉ نو دوه تنه دې يو نه بغير پخپل منځ کې پټې خبرې نه کوي ترڅو چې هلته نور خلک نه وي راغلي ځکه په دې سره به دريم کس ته ضرر او صدمه ورسيږي (البخاري) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : يو سړی په داسې حال په لاره تيرېدلو چې د ونې ښاخ په لاره کې پروت وو .له ځانه سره يې وويل : په الله تعالی قسم چې هغه به د مسلمانانو له لارې لرې کوم تر څو هغوی ته اذيت ونه رسوي . پس [ددې کار په وسيله ] جنت ته داخل شو (رواه مسلم) .

و ګورﺉ اجر او ثواب د هغه چا څوک چې د مسلمانانو له لارې څخه د اذيت شی لرې کوي اګر که هغه کار ډير کم او کوچنی هم وي .

خو نن ورځ ډير مسلمانان د مسمانانو لارې تنګوي ، د اذيت او آزار شی له لارې نه لرې کوي ، دومره نشي کولای چې د خپل کور مخه پاکه کړي ،مردارې اوبه يې د کور مخې ته ولاړې وي او د خلکو د اذيت سبب ګرځي ، بيت خلا (د قضايې حاجت ځای ) يې په يو بد حالت کې وي چې د لويې بد بويۍ سبب شوی وي ، فاضله مواد خپل ځای ته نه انتقالوي بلکي په عامه لار کې يې غورځوي ،په فرعي خامه کوچو کې موټران په دومره سرعت روان وي چې په ګرد او غبار يې خلک سخت په تنګ کړي وي او داسې نور ……

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : خلک دې له خپل شر (اذيت او آزار ) څخه وساته دا هم ستا د پاره صدقه ده (رواه امام مسلم ) .

او کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشو چې کامل مسلمان کوم دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه چې د ژبې او لاس له ضرر څخه يې خلک په امن وي (متفق عليه ) .

له ابې هريره رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل شول :فلانۍ ښځه لمونځ کوي او روژه هم نيسي (حال دا چې ) ګاونډيان يې په ژبه سره آزاروي . پس رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په هغه کې خير نشته هغه به په اور کې وي – او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : هر څوک چې په الله او ورځ د قيامت ايمان لري ګاونډيان به نه آزاروي (متفق عليه ) .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً