د رضاعي ورور له کشر ورور سره نکاح

اسلام علیکم: هیله لرم چي خوشحاله اوسوکاله به یاست ·

زما پوشتنه دغه ده ،که چیرته دومورګاني خپلو اولادونه ته شیدۍ سره ورکړي اوس خو د دغو نکاح حرامه شوه، اوکه چیرته له دغو دوو اولادو نه نور کشیران وي هغو ته یی شیدي نه وي سره ورکړي نو ده دغو کشیرانو نکاح دشرعت له مخي سنګه ده،

په درناوي ستاسو همیشني کتونکي صبورګل، صابر له کویت نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم هلک چې د کومې ښځې شېدې رودلي وي هغه ښځه يې رضاغي مور ګرځي د هغې ښځې له لوڼو سره يې نکاح نه کيږي ځکه هغوی يې رضاعي خويندې دي .

مګر د دغه هلک له نورو وروڼو سره يې نکاح صحي کيږي ځکه هغوی د رضاع حرمت نه ورسره لري .

«(‌و  تحل اخت اخیه  رضاعاً‌) یـصح  اتصاله بالمضاف ‌کان یکون  له اخ  نسبی له اخت  رضاعیة‌، و بالمضاف الیه ‌کان  یکن لاخیه رضاعاٌ اخت  نسبا و بهما و هو  ظاهر»‌.(الدر المختار مع الرد:2/442)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي