که د لمونځ کوونکي په تندې ويښتان پراته وي لمونځ يې کيږي ؟

السلام عليكم ورحمة الله زه يوه پوښتنه لرم په لمانځه كې كه دى لمونځ كونكي په تنده خپل د سر وښتان پراته وي نو دى سجدى په حالت كى د لمونځ كونكي څه حكم دى مطلب دا چه لمونځ يى صحيح كيږي كه سنگه؟

محمد حمزه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د فقهاؤ په اتفاق د سجدې پر مهال د تندې سره د لباس (خولی ، د پګړۍ ول او چادر) او همدارنګه ويښتانو يو ځای کول يا پر جامه او ويښتانو سجده کول مکروه دي ، په دليل د لاندې حديث شريف :

أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ ، وَلا أَكُفَّ ثَوْبًا وَلا شَعْرًا ( متفق عليه ) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ما ته امر شوی دی چې په اوو اندامونو سجده وکړم ، (همدارنګه ما ته امر شوی دی ) چې جامه او ويښتان به له هغه سره نه جمع کوم .

موسوعة الفقهية – مکروهات الصلاة

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً