قال الله تعالی: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ} (التوبة: ١١٩) .

قال تعالی: {وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ} (الأحزاب: ٣٥) .

قال تعالی: {فَلَوْ صَدَقُوا اللَّهَ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ} (محمد: ٢١) .

الله جل جلاله فرمایي: اې مؤمنانو له الله جل جلاله څخه وویریږي او له رښتیا ویونکو سره اوسي.

بل ځاي فرمايی: رښتیا ویونکې نران او رښتیا ویونکې ښځې.

او همدارنګه فرمايي: که له الله جل جلاله سره یي راستي او صدق کولي دا د دوي لپاره غوره وه.

او نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

عَن ابْنِ مَسْعُودٍ رضي اللَّه عنه عن النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: « إِنَّ الصَّدْقَ يَهْدِي إِلَى الْبِرِّ وَإِنَّ الْبِرَّ يَهْدِي إِلَى الجَنَّةِ ، وَإِنَّ الرَّجُلَ ليصْدُقُ حَتَّى يُكتَبَ عِنْدَ اللَّهِ صِدِّيقا، وإِنَّ الْكَذِبَ يَهْدِي إِلَى الفجُورِ وَإِنَّ الفجُورَ يَهْدِي إِلَى النَّار، وَإِنَّ الرَّجُلَ لَيَكْذِبُ حَتَّى يُكتَبَ عِنْدَ اللَّهِ كَذَّاباً » متفقٌ عليه.

له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره رښتیا انسان نیکي ته رهنمایي کوي او نیکي کول انسان جنت ته رهنمايي کوي، په تحقیق سره انسان رښتیا وایي تر دي چې د الله جل جلاله په نزد رښتیا ویونکي او صدیق ولیکل شي، او دروغ ویل انسان ګناهونو او معاصیو ته رهنمایي کوي او ګناهونه انسان درزخ ته رهنمایي کوي، او په تحقیق سره انسان دروغ وایي تر دې چې د الله جل جلاله په نزد دروغ ویونکي او کذاب ولیکل شي.

څومره لوي او قیمتي صفت دي رښتیا ویل چې نبي علیه السلام جنت ته د تلو ذریعه بللې ده، او څوک چې رښتیا ویل خپل عادت وګرځوي بیا د اکثره ګناهونو نه ورته د نجات سبب جوړ شي او نیکیو په لور ورته لارې خلاصې شي چې همدا نیکي جنت ته د رسیدو ذریعه ده او په مقابل کې یې بد صفت چې اور ته رهنمایي کوي دروغ ویل دي چې انسان لومړي ګناهونو او بیا اور ته د رسیدو ذریعه جوړه شي.

     بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

عن أبي خالدٍ حكيمِ بنِ حزَام. رضِيَ اللَّهُ عنه، قال: قال رسولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « الْبيِّعَان بالخِيارِ ما لم يَتفرَّقا، فإِن صدقَا وبيَّنا بوُرِك لهُما في بَيعْهِما، وإِن كَتَما وكذَبَا مُحِقَتْ بركةُ بيْعِهِما » متفقٌ عليه.

له ابو خالد حکیم بن حزام رضي الله عنه څخه روایت دي وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل چې: دواړه معامله کوونکي (خرڅونکي او اخیستونکي) اختیار لري تر څو چې یو له بل جدا شي، که رښتیا یې وویل او واضح یي کړه په معامله کې به برکت واچول شي، او که پټه یي کړه او دروغ یي وویل، په معامله کې به یي برکت له منځه ولاړ شي.

له دې حدیث شریف نه معلومیږي چې کوم تاجر چې خپل تجارت کې رښتیا او صدق کوي الله جل جلاله به یي په تجارت کې برکت واچوي او هم به ورته د حلال رزق ګټلو او په خپل اهل او نورو خوړلو ثواب رسیږي او که تجارت کې دروغ او خیانت کوي د تجارت له برکت څخه به هم محرومه وي او د الله جل جلاله په وړاندې به هم د خپلو دروغو او خیانت مسئول وي.

الله جل جلاله دې زمونږ مسلمانانو ټول اعمال او کړنې دصدق او رښتیا په صفت مزینې کړي او له دروغو او خیانت نه مو دې پاک رب وساتي.

امین یا رب العلمین

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email