سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم زما پوښتنه دا ده چه جهاد په څو قسمه دی او په څه وخت کی فرض عین دی که وضاحت راکړی منندویی به مو وم وسلام

رسولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جهاد په لغت کې جهد او کوښښ ته وايي او د فقهاؤ په اصطلاح کې : الجهاد قتال الکفار لنصرة الاسلام .

يعنې : جهاد د اسلام د قيام او نصرت د پاره د کفارو سره جنګ او قتال ته وايي .

امام الکاساني په بدائع الصنائع کې ليکي : الجهاد في سبيل الله فعبارة عن بذل الجهد وهو الوسع والطاقة ، أو عن المبالغة في العمل من الجهد وفي عرف الشرع يستعمل في بذل الوسع والطاقة بالقتال في سبيل الله تعالي بالنفس والمال واللسان أو غير ذلك أو المبالغة في ذلك . بدائع الصنائع (7/97)

يعنې : د الله تعالی په لاره کې جهاد د وس او توان په اندازه کوښښ کول او د شرعې په اصطلاح کې د الله تعالی په لاره کې د جنګ او قتال د پاره د خپل وس او طاقت موافق کوښښ کول په نفس ، مال ، ژبه او نورو سره .

ځنې فقهاء او محدثين کرام جهاد په دوو برخو ويشي لکه : الجهاد نفس او الجهاد الکفار .

ابن حجر العسقلاني په الفتح کې ليکي : ): الجهاد شرعاً بذل الجهد في قتال الكفار ، ويطلق أيضاً على مجاهدة النفس والشيطان والفساق .

يعنې : جهاد په شريعت کې د کفارو پر وړاندې جنګ کې کوښښ او همدارنګه د خپل نفس ، شيطان او فاسقانو سره مجاهده او مبارزه کول .

الموسوعة الفقه الاسلامي ليکي :

جهاد فی سبيل الله په دوه قسمه دی :

اول : په نفس ، مال او ژبه د الله په لاره کې جهاد ، دا جهاد د الله طرف ته د خلکو بلل تر څو کفر او شرک او منکرات ختم شي او دين ټول الله لره شي ، دا ډول جهاد ستر جهاد دی چې انبياء او رسولانو ورباندې مکلف شوی وو ، په دې سبب چې خلک ايمان راوړي ، د خپل واحد رب عبادت وکړي او د هغه سره څوک شريک نه کړي.

يادونه : د دعوت الی الله مطلب امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی ،د کفر ، شرک او فساد او همدارنګه د ظالم حکمران پر وړاندې حقه وينا ده ، يوازې د ثوابونه بيانول او د حق او منکراتو د بيانولو پرېښودل د وېرې او ډار له امله نه دعوت دی او نه هم جهاد بلکي يو ديني تعليم يې بللای شو .

أفضل الجهاد كلمة عدل عند ذي سلطان جائر ” [ورواه النسائي بسند صحيح] .

دوهم : د الله تعالی په لاره کې جنک دی ، کفارو او مشرکينو پر وړاندې تر څو کفر او فساد ختم او دين ټول الله لره شي .

ينقسم الجهاد في سبيل الله إلى قسمين:

الأول: الجهاد بالنفس والمال واللسان:

وهو جهاد الدعوة إلى الله بين الناس، حتى يكون الدين كله لله.
وهذا أعظم أنواع الجهاد، وأعظم من قام به الأنبياء والرسل، وهو جهاد حسن لذاته، وهو مقصد بعثة الأنبياء والرسل، وبسببه يؤمن الناس، ويعبدون ربهم وحده لا شريك له.
1- قال الله تعالى: {وَلَوْ شِئْنَا لَبَعَثْنَا فِي كُلِّ قَرْيَةٍ نَذِيرًا [51] فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا [52]} [الفرقان: 51- 52].

الثاني: القتال في سبيل الله:

وهو بذل النفس والمال من أجل إعلاء كلمة الله، حتى لا تكون فتنة, ويكون الدين كله لله.

قال الله تعالى: {وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ [193]} [البقرة: 193].

جهاد څه وخت فرض عين ګرځي :

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې جهاد په لاندې دريو صورتونو کې فرض عين ګرځي :

۱- څوک چې د جهاد په صف او سنګر حاضر وي (د اسلام او کفر صفونه يو بل ته د جنګ لپاره مخامخ وي ) په هغه باندې جهاد فرض عين دی ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ‏‏‏.‏‏.‏‏.‏ يعنی : ای مؤمنانو ! کله چې د دوښمن د کومې ډلې سره مخ شوئ نو پښې مو کلکې کړئ

۲- لکه چې د مسلمانانو پر هيواد او ښار باندې کفار يرغل او تيری وکړي کچيرې د دغه هيواد يا ښار خلک د کفر له مقابلې څخه عاجز شي نو هغه ته د نږدې هيواد او ښار پر خلکو باندې جهاد فرض عين ګرځي .

په دې صورت کې اهل د ټول ښار مکلف دي چې د خپل وس په اندازه په نفس ، مال ، ژبه ، قلم او تبليغاتو د دوښمن مخه ونيسي او هغوی د خپلې خاورې څخه وشړي .

۳- کله د مسلمانانو امير د نفير عام ( عام وتلو ) حکم وکړي نو په دې صورت جهاد پر ټولو باندې فرض عين ګرځي .

جاء في موسوعة الفقهية :

ذهب جمهور الفقهاء إلى أنّه يصير الجهاد فرض عين في كلّ من الحالات الآتية‏:‏

أ – إذا التقى الزّحفان، وتقابل الصّفّان، حرّم على من حضر الانصراف، وتعيّن عليه المقام، لقوله تعالى‏:‏ ‏{‏يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا لَقِيتُمْ فِئَةً فَاثْبُتُواْ‏}‏‏.‏‏.‏‏.‏

ب – إذا هجم العدوّ على قوم بغتة، فيتعيّن عليهم الدّفع ولو كان امرأة أو صبيّاً، أو هجم على من بقربهم، وليس لهم قدرة على دفعه، فيتعيّن على من كان بمكان مقارب لهم أن يقاتلوا معهم إن عجز من فجأهم العدوّ عن الدّفع عن أنفسهم، ومحلّ التّعيّن على من بقربهم إن لم يخشوا على نسائهم وبيوتهم من عدوّ بتشاغلهم بمعاونة من فجأهم العدوّ، وإلاّ تركوا إعانتهم‏.‏

ج – إذا استنفر الإمام قوما لزمهم النّفير معه إلاّ من له عذر قاطع، لقول اللّه تعالى‏:‏ ‏{‏يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انفِرُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الأَرْضِ أَرَضِيتُم بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الآخِرَةِ إِلاَّ قَلِيلٌ‏}‏‏.‏ وقال النّبيّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ «لا هجرة بعد الفتح ولكن جهاد ونيّة، وإذا استنفرتم فانفروا»‏.‏

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email