اسلام واعلیکم و رحمته و برکاته
زما تپوس د متعه (موقته نکاح) باره کی دی. د اسلام نه پخوا او اسلام په شروع کی مته رایجه وه او د خیبر د غزوه نه وروسته حضرت محمد(ص) متعه او د کورنی خره غوښه منع کړه او بیا د مکی د فتحی په وخت کی حضرت محمد(ص) یو وار بیا د موقتی نکاح اجازه و رکړ. زما سوال دادی چی د حلال او حرام او فرض حکم صرف او صرف الله تعا لی (ج) ته مختص دی اوبس . نبی او پیا مبر دا صلاحیت نلری. نو با ولی زموږ عالمان د متعی د نکاح حرمت په احادیثو ثابتوی ؟ حال دا چی باید د هر شی حرمت اجواز باید په له قران شریف نه ثابت شی. بل دا چی څنګه کیدای شی کله چی یو شی یو وار حرام شو او بیا دی د یو وفت له پاره حلال او ج
یز شی. اسلام واعلیکم و رحمته الله و برکا ته،

عطا سبحان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د نسخې په جواز باندې د ټول امت اتفاق دی د متعه په باره کې د سنتو نسخه په سنتو باندې شوې ده .

متعه د اسلام په شروع کې مباح وه بيا د خيبر په عزا کې حرامه شوه .

په حديث شريف کې راغلي : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى عن نكاح المتعة، وعن لحوم الحمر الأهلية زمن خيبر.
همدارنګه مسلم شريف په روايت کې راغلي : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم نهى يوم الفتح -فتح مكة- عن متعة النساء.
امام نووي په شرح د حديث کې وايي :

والصواب المختار أن التحريم والإباحة للمتعة كانا مرتين، فكانت المتعة حلالا قبل غزوة خيبر، ثم حرمت يوم خيبر، ثم أبيحت يوم فتح مكة، ثم حرمت يومئذ بعد ثلاثة أيام تحريماً مؤبداً إلى يوم القيامة، واستقر تحريمها.
يعنې : د صواب او مختار قول دا دی چې متعه دوه ځله مباح شوې ده ، د خبير د عزا مخکې متعه حلاله وه بيا د خيبر په ورځ حرامه شوه ، بيا د مکې د فتحې په ورځ مباح شوه او بيا دری ورځې وروسته د تل لپاره تر ورځې د قيامته حرامه شوه .

د متعه مباح کول او بيا حرامول د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپله رايه نه وه بلکي د الله تعالی حکم همداسې وو .

دوهم : نبوي سنت د شريعت دوهم اصل دی ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم متابعت اصلاً د الله تعالی متابعت دی :

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هر خبره اصلاً د الله جل جلا له خبره او وحی ده او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم هر حکم اصلاً د الله جل جلا له حکم دی ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د دين په باره کې هيڅکله له ځانه خبره نه ده کړې او نه يې له ځانه چاته په عبادت کولو حکم کړی دی بلکي د دين په باره کې يې خبره او فعل ټول وحی وو .

هغه د الله جل جلا له رسول الله صلی الله عليه وسلم وو په هغه باندې قرآن نازل شوی وو .

لقوله سبحانه وتعالی :

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ( الحشر ۷ )

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى (النجم ۳-۴ )

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

تفسير انوار القرآن ددې آيتونو په تفسير کې ليکي: په حديث شريف له عبدالله بن عمرو نه روایت چې وايي:ما به هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدل هغه مې يادول او ساتل پس قريشو زه له دغه کار څخه منع کړلم او ويې ويل : ته هر څه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورې هغه ليکې حال دا چې هغه هم بشر دی او کله د غصې په وخت کې څه وايي . همغه وو چې له ليکلو مې لاس واخيست او دغه موضوع مې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شريکه کړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«اكتب‌، فوالذي‌ نفسي‌ بيده‌ ما خرج‌ مني‌ إلا الحق(فتح الباری او صحيح الجامع) وليکه ځکه قسم پر هغه ذات چې زما روح د هغه په واک کې دی ، زما د ژبې څخه د حق څخه بغير څه نه دي وتلي .همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «زه بغير له حق څخه بل څه نه وايم  .

دغه مهال ځنو صحابه کرامو عرض وکړ يا رسول الله ! تاسې کله مزاج هم کوې ؟ و يې فرمايل حتی که مزاخ وکړم هم بغير له حق څخه بل څه نه وايم .

همدارنګه الله جل جلا له خپل پيغمبر داسې حکم کوي :

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ ( ال عمران 31)

(ووايه (ای محمده ) !: کچيرې تاسې له الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له ستاسې سره محبت وکړي) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email