که څوک غلا شوي مال په پيسو واخلي ايا د اخيستونکي لاس پري کيږي ؟

د انلاين اسلامي لارښود کارکوونکو علماء کرامو !
السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته!

زما پوښتنه داسي ده.

که يو څوک له غله څخه غلا شوي مال په پيسو واخلي ايا د اخيستونکي لاس پري کيږي ؟

که يو سړي له کافر څخه غلا وکړي او بل کس يي واخلي ايا اخيستونکي مجرم دي.

يعني پوه شي چه دغه مال د کافر دي ورتګ او مال بيرته ورکول ناممکن وي نو څه کول پکار دي؟

ده ځواب په طمعه يم.

محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غلا حد پخپله په غلا کوونکي باندې جاري کيږي په بيع باندې د غلا د مال په اخيستونکي حد نه جاري کيږي البته که څوک علم ولري چې دا د غلا مال دی هغه ته د دغه مال اخيستل جايز نه دي .

د اسلام مقدس دين له جرم سره د مخالفت ښکاره کولو او د جرايمو د له مينځه وړلو د پاره د داسې شيانو رانيول حرام ګرځولي ،چې مجرم او جرايمو ته قوت حاصليږي ،چا ته چې معلومه شي چې دغه د غلا شوی يا د غصب مال دی يا د مال له اصلي مالک څخه په ناروا طريقه تر لاسه شوی وي را نيول يې حرام دي ،ځکه چې په دغه صورت کې دده لخوا له غله ،غاصب او ظالم سره د غصب ، غلا او ظلم په ناوړه کار کې يو ډول تعاون دی .

الله تعالی فرمايي :وَلاَ تَعَاوَنُو عَلَی الاِثمِ وَالعُدُوان (المائده 2 ) .

مه كوي تاسې مرسته يو تر بله د ګناه او ظلم په کار کی .

او خاص په دی معامله کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

من اشتری سرقة وهو يعلم انها سرقة فقد اشترک فی اثمها وعارها (السنن الکبری للبيهقي ج۵ ص ۳۳۵ حاکم ج ۳ ص ۳۵ )

ژباړه : چاچې د غلا مال رانيوی او دی په دې خبر ؤ چې دا مال د غلا دی ،نو دغه کس په دغه ګناه او ناوړه کار کې شريک دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً