وعَنْ أَنسٍ رضي اللَّه عنه قال: سَمِعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقول: « إنَّ اللَّه عَزَّ وجَلَّ قال: إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبدِي بحبيبتَيْهِ فَصبَرَ عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الْجنَّةَ » يُريدُ عينيْه، رواه البخاري.

 

حضرت انس رضي الله عنه روایت کوي ویي فرمایل:

له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: الله جل جلاله فرمایي: هرکله چې یو بنده د دوه ګرانو شیانو په نشتوالي مبتلا کړم (د دوه سترګو نور ځنې واخلم) او دي صبر وکړي د هغه په بدله کې به ورته جنت ورکړم.

           بل حدیث شریف کې فرمایي:

وعنْ عطاءِ بْن أَبي رَباحٍ قال: قالَ لِي ابْنُ عبَّاسٍ رضي اللَّهُ عنهُمَا ألا أريكَ امْرَأَةً مِن أَهْلِ الجَنَّة؟ فَقُلت: بلَى ، قال: هذِهِ المْرأَةُ السوْداءُ أَتَتِ النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فقالَت: إِنِّي أُصْرَع، وإِنِّي أَتكَشَّف، فَادْعُ اللَّه تعالى لِي قال:« إِن شئْتِ صَبَرْتِ ولكِ الْجنَّةُ، وإِنْ شِئْتِ دعَوْتُ اللَّه تَعالَى أَنْ يُعافِيَكِ » فقَالت: أَصْبر، فَقالت: إِنِّي أَتَكشَّف، فَادْعُ اللَّه أَنْ لا أَتكشَّف، فَدَعَا لَهَا. متَّفقٌ عليْه.

 

عطاء بن ابي رباح رحمة الله علیه روایت کوي چې:

ابن عباس رضي الله عنهما را ته وویل: ایا جنتي ښځه در ته وښیم؟

ما ورته وویل: راته وښیه ویي ویل: دغه تور رنګه ښځه نبي علیه السلام ته راغله او ویي ویل: زه د صرع (ميرګي) په ناروغي اخته کیږم او بعضې بدن مې ښکاره کیږي ما ته دعا وکړي.

نبي علیه السلام وفرمایل: که غواړې صبر وکړې، د دې ناروغي په بدله کې به جنت در کړل شي او که غواړې د الله جل جلاله نه درته وغواړم چې جوړه شې، هغه ښځې وویل: صبر کوم او ویې ویل: بعضې له بدن نه مې ښکاره کیږي د الله جل جلاله نه وغواړه چې بدن مې ښکاره نه شي، انحضرت صلي الله علیه وسلم هغې ته دعا وکړه.

حدیث شریف نه معلومیږي چې په مؤمن باندې کومې ناروغۍ او تکالیف راځي او دي ورباندې صبر کوي الله جل جلاله به ورته اجر ورکوي، او بله دا چې هغه مبارکې بیبیانې په داسې ناروغۍ او داسې حالت کې هم د دوي سره د ستر او پردې غم وو چې نبي علیه السلام ته یې وفرمایل چې په ناروغي به صبر وکړم یواځې دا را ته د الله جل جلاله نه وغواړه چې زما ستر او پرده وشي او د خلکو سترګې زما په بدن باندې ونه لګیږي، نن د الله جل جلاله مسلمانو ښځو ته هدایت وکړي چې بې ستري او بې حجابي یې خپل دستور ګرځولي او پیشرفت یې بولي، او په ځاي د دې چې د هغې بیبیانو چې ابن عباس رضی الله عنهما ورته جنتي ښځې ویلي پیروي وشي د غیر مسلمو ښځو پیروي او متابعت کیږي.

نور بیا…

Print Friendly, PDF & Email