که څوک په لمانځه کی سهوه شی او بیا دسهوی سجده تری هیره شی څه حکم لری؟
۲که په لمانځه کی مخ په څادر باندی پټ شوی وی[یوازی پوزه او خوله]څه حکم لری.
په درناوی

سيد جهان زيب .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که سجده سهوه قصداً يا سهواً ادا نه شي لمونځ فاسد دی لمونځ به له سره ادا کوي

کفايت المفتي ج ۳ ص ۴۱۹

ولها واجبات لاتفسد بترکها و تعاد وجوباً  فی العمد و السهو ان لم یسجد و ان لم یعدها يکون فاسقاً ) التنوير وشرحه ، باب صفة الصلات ۱/ ۴۵۶ سعيد .

دوهم : د مخ پټول چې سترګې يې ورباندې پټې شي لمانځ مکروه کيږي مګر که د عاجزی د پاره سترګې پټې شي باک نه لري ځکه په لمانځه د سجدې ځای ته کتل سنت دي .

جاء في فقه اسلامي و ادله :

تغميض العينين إلا لخوف وقوع بصره على ما يشغله عن صلاته، روى ابن عدي في حديث بسند ضعيف: «إذا قام أحدكم في الصلاة فلا يغمض عينيه» لأن السنة النظر إلى موضع سجوده وفي التغميض تركها، والكراهة تنزيهية بالاتفاق

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email