د نوې زږېدلې نجلی سر هم خريل کيږي ؟

اسلام عليكم ورحمة وبركاته
باعرض ادب واحترام
سوال من درمورد موي سردخترهاي نوزاداست ايا تراشيدن
موي سر دخترازنظراسلام جوازدارد ياخير

شهاب الدين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاء قول دا دی چې د نوي زږېدلي ماشوم که نارينه وي يا ښځينه د اوو ورځو په مينځ کې به د هغه د سر ويښتان خريل کيږي او د هغه د وزن په اندازه به سپين زر صدقه کوي په دغه سنته طريقه د نارينه او ښځې فرق نشته (جمهور قول همدا دی ) .

ذهب جمهور الفقهاء إلى أنه يستحب حلق رأس المولود في اليوم السابع، ويستحب التصدق بوزن الشعر وَرِقًا (فضة)، ولا فرق في ذلك بين الذكر والأنثى؛ لما روي أن فاطمة بنت رسول الله -صلى الله عليه وسلم- وَزَنَتْ شَعَرَ حَسَنٍ وَحُسَيْنٍ وَزَيْنَبَ وَأُمِّ كُلْثُومٍ فَتَصَدَّقَتْ بِزِنَةِ ذَلِكَ فِضَّةً)). أخرجه مالك في الموطإ.

قال الإمام النووي ف:[يُسْتَحَبُّ حَلْقُ رَأْسِ الْمَوْلُودِ يَوْمَ سَابِعِهِ، قَالَ أَصْحَابُنَا –أي  وَيُسْتَحَبُّ أَنْ يَتَصَدَّقَ بِوَزْنِ شَعْرِهِ ذَهَبًا فَإِنْ لَمْ يَفْعَلْ فَفِضَّةٌ، سَوَاءٌ فِيهِ الذَّكَرُ وَالْأُنْثَى].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي