قال تعالی: {إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُم بِغَيْرِ حِسَابٍ}الزمر: ١٠

او همدارنګه فرمایي: په تحقیق سره د صبر کوونکو اجر به بې حسابه ورکول کیږي. زمر:10

قال تعالی: {وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ}الشورى: ٤٣

او همدارنګه فرمایي: په تحقیق سره چا چېصبروکړ او بښنه یې وکړه په تحیقیق دا کار لهمقصودي کارونو څخه دي.شوری: 43

همدارنګه نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

 

وعنْ أبي زيْد أُسامَة بن زيد حَارثَةَ موْلَى رسُول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم وحبَّهِ وابْنِ حبِّهِ رضـِيَ الله عنهُمَا، قال: أَرْسلَتْ بنْتُ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: إنَّ ابْنِي قَدِ احتُضِرَ فاشْهدْنَا، فأَرسَلَ يقْرِئُ السَّلامَ ويَقُول: « إن للَّه مَا أَخَذ، ولهُ مَا أعْطَى ، وكُلُّ شَيْءٍ عِنْدَهُ بأجَلٍ مُسمَّى ، فلتصْبِر ولتحْتسبْ » فأرسَلَتْ إِليْهِ تُقْسمُ عَلَيْهِ ليأْتينَّها. فَقَامَ وَمَعَهُ سَعْدُ بْنُ عُبادَةَ، وَمُعَاذُ ابْنُ جَبَل، وَأُبَيُّ بْنَ كَعْب، وَزَيْدُ بْنِ ثاَبِت، وَرِجَالٌ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُم، فَرُفِعَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم الصبي، فأقعَدَهُ في حِجْرِهِ ونَفْسُهُ تَقعْقع، فَفَاضتْ عَيْناه، فقالَ سعْد: يَا رسُولَ الله مَا هَذَا؟ فقالَ:« هَذِهِ رَحْمةٌ جعلَهَا اللَّهُ تعَلَى في قُلُوبِ عِبَادِهِ » وفي روِايةٍ : « في قُلُوبِ منْ شَاءَ مِنْ عِبَادِهِ وَإِنَّمَا يَرْحَمُ اللَّهُ منْ عِبَادِهِ الرُّحَمَاءَ » مُتَّفَقٌ عَلَيْه.

اسامه بن زید بن حارثه رضي الله عنهما روایت کوي دي وایي:

د نبي صلي الله علیه وسلم لور یو کس را وستاوه چې زوي مې د ځنکندن په حالت کې دي تر څو نبي علیه السلام مونږ کره راشي، نبي علیه السلام یو څوک ور ولیږه تر څو سلام ورته ورسوي او ورته ووايي: الله جل جلاله لره دي هغه چې اخلي یي، او الله جل جلاله لره دي هغه څه چې ورکوي یي، او هر څه د الله جل جلاله په وړاندې یوه معینه نیټه لري باید هغه (د ماشوم مور) صبر وکړي او اجر یې له الله جل جلاله څخه وغواړي، د نبي علیه السلام لور مبارکې بیا یو کس را واستاوه تر څو نبي علیه السلام ته قسم ورکړي چې دلته راشي، نبي علیه السلام روان شو سعد بن عباده، معاذ بن جبل، ابي بن کعب، زید بن ثابت او څه نور صحابه کرام رضي الله عنهم هم ور سره روان شول، ماشوم یې د انحضرت صلي الله علیه وسلم حضور ته راوړ، نبي علیه السلام ماشوم په غیږه مبارکه کې واخیست په داسې حال کې چې ډیر تکلیف کې وو، ناګهانه د نبي علیه السلام د سترګو مبارکو نه اوښکې جاري شوې، سعد رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله صلي الله علیه وسلم دا څه دي؟ انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: دا رحمت دي چې الله جل جلاله د بندګانو په زړونو کې اچولي دي.

په بل روایت کې راځي: چې د چا په زړونو کې چې الله جل جلاله وغواړي اچوي او الله جل جلاله یې د رحم لرونکو زړونو والا زړونو کې اچوي.

           حدیث شریف کې دا واضح شوې چې هغه اوښکې چې د غم او مصیبت په وخت کې له سترګو بهیږي دا د الله جل جلاله رحمت دي چې د بندګانو په زړونو کې یې ځاي ورکړي چې د الله جل جلاله په مخلوقاتو زړونه درد مند کیږي او اوښکې وبهیږي او کومه چې شریعت منع ترې کړې هغه جزع، فزع او بې صبري ده.

الله جل جلاله د زمونږ زړونه هم نرم او رحمت والا زړونه جوړ کړي لکه څنګه چې د نبي صلي الله علیه وسلم زړه مبارک وو. امین یارب العلمین

نور بیا…

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email