Untitled-3

بچه بازي د ښځو پر ځای د هلکانو سره رعبت ساتل ، د هلکان رقصول او د هغوی نه خوند اخيستل او بلاخره لواطت هغه پست او رزيل عمل دی چې له پخوا څخه د نورو هيوادو سربيره زمونږ په ټولنه کې هم رواج لري . (انا لله و انا اليه راجعون ) .

د هيواد په ځنو ولاياتو کې هلکانو ته د ښځو جامې ورغوستل کيږي موسيقي ورسره ږغول کيږي او دغه هلکان رقص او نڅا کوي او نور خلک يې تماشا او سيل کوي او بلاخره د دغه شيطاني مجلس پايلې د لواطت رزيل او پست عمل دی .

که څه هم دغه پست او رزيل عمل پخوانی دی مګر اوس يې ډير زور اخيستی دی ځکه د منع کولو څوک نشته او هغه کسان چې د مرګ او حساب څخه غافله دي په خلاص مټ څه چې غواړي هغه تر سره کوي .

لویه خرابي دا چې د دغه پست عمل فلمونه ډک شوي په عام بازار کې خرڅيږي او په نورو ژبه لکه : عربي او انګليسي ترجمه شوي دي او د څو رزيلو او پستو کسانو له لاسه د افغانستان د غيور ولس د پاره د شرم ستر داغ جوړ شوی دی .

د هلکانو خوښول ، د هغوی رقصول ، او د هغوی نه خوند اخيستل او د هغوی سره لواطت کول د لوط عليه السلام د قوم عادت ؤ چې الله تعالی په داسې عذاب برباد کړل چې هيڅ قوم يې په داسې شان نه وو برباد کړی هغوی په ځمکه کې خسف شول او د آسمان څخه د ډبرو باران ورباندې وشو .

د رقص او نڅا حرمت :

هغه رقص که دې ښځې وي يا نارينه چې په کې حرام امور وي لکه : اختلاط ، د نڅاګر څخه شهواني خوند اخيستل ، موسیقي ، شراب ، بې حجابي او بې عورتي داسې رقص په اتفاق د امت حرام دی رذيل او پست عمل دی چې د داسې کس شاهدې د قبول وړ نه ده .که چا دا عمل د کسب کار وسيله ګرځولې وي ددې کسب نه ګټلی مال خبيث او مردار دی .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/10-11) :
” – إذا صحب – الرّقصَ أمر محرّم كشرب الخمر ، أو كشف العورة ونحوهما ، فيحرم اتّفاقًا… ولا خلاف بين الفقهاء في عدم جواز الاستئجار على المنافع المحرّمة وغير المتقوّمة ، فحيث كان الرّقص حرامًا لا يجوز الاستئجار عليه ” انتهى باختصار .
والتوبة من المال المحرم لكسبه تكون بالتخلص منه في وجوه البر والخير ، فيتصدق بجميع ماله الذي كسبه من الحرام ، ولا حرج عليه في إبقاء ما نتج من ذلك المال الحرام بالتجارة المباحة ، أو يبقي ما يسد حاجته حتى يجد عملا مباحا يكسب منه الكسب الطيب .

هغه رقص چې هيڅ حرام پکې نه وي د امام ابوحنيفه ، امام مالک او امام احمد په نزد مکروه تحريمي دي .

وذهب الحنفيَّة والمالكيَّة والحنابلةُ إلى كراهة الرَّقص؛ معلِّلين ذلك بأنَّ فعْلَه دناءة وسفهٌ، وأنَّه من مُسقِطات المروءة، وأنَّه من اللَّهو.

د رقص او نڅا د حرمت دلائل :

اول دليل : قوله سبحانه وتعالی : { ولا تمش في الأرض مرحا } ( او پر ځمکه باندې په غرور او مستۍ مه ځئ ) .

قرطبي په پخپل تفسير کې ليکي : چې علماؤ د رقص د حرمت دليل دغه آيت ښودلی دی د [مرحا] نه مطلب افتخار ، غرور او مستي ده ، چې په رقص کې زيات غرور او مستي وي (تفسير قرطبي ۱۰/۲۶۳ ) .

دوهم دليل : د رقص لومړی رواج کوونکی سامری ؤ کوم چې خلک يې د خوصي عبادت ته وبلل او د خوصي د عبادت پر مهال به يې رقص کولو . عون المعبود (۱۳/۱۸۷ ) .

همدارنګه په ځنو بدعتي صوفيانو کې چې د ذکر او اناشيد پر مهال رقص مروج دی په اسلام کې هيڅ اصل نه لري دا اصلاً د همغه سامري ميراث دی .

مفتی کفايت الله دهلوي رحمه الله يې په اړه داسې ليکي :

سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورنی وغيره سره د شرعيه محرماتو څخه دي او د عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .

اشعار او نعت خواني  د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی [کل بدعة ضلالة ]، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي دوهم جلد ص ۹۹ ) .

کذا فی الهدایه ص ۱۴۶ :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

هلکان د ښځو مشابه جوړول :

دا چې هلکانو ته د ښځو جامې وراغوندې او رقصوي يې هلکان او ټول هغه کسان چې تماشا او سيل يې کوي د الله تعالی په لعنت ګرفتار او د الله تعالی د رحمت څخه رټل شوی دي ځکه د ټولو کسان حضور په دغه عمل باندې رضايت دی .

«لعن رسول الله -صلى الله عليه وسلم- المتشبهن من الرجال بالنساء » (البخاري ) .

ژباړه: رسول صلی الله عليه وسلم لعت فرمايلی په هغو د نارينه چې د ښځو سره مشابهت کوي .

د موسيقي او رقص څخه خوند اخيستل کفران دی :

د احنافو په نزد د موسيقي او ساز سرود ارويدل ګناه هغه ته کيناستل فسق او خوند ترې اخيستل کفر دی په دليل د قول د عليه الصلاة السلام : استماع الملاهي معصية، والجلوس عليها فسق, والتلذذ بها كفر .

لکن دلته د کفر څخه مقصد کفران د نعمت دی نه عقدتي کفر لکه موسوعة الفقهية چې ليکي :

جاء في الموسوعة الفقهيَّة الكويتيّة
فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى أَنَّ ضَرْبَ الْقَضِيبِ حَرَامٌ لِقَوْلِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الاِسْتِمَاعُ إِلَى الْمَلاَهِي مَعْصِيَةٌ وَالْجُلُوسُ عَلَيْهَا فِسْقٌ وَالتَّلَذُّذُ بِهَا كُفْرٌ، وَالْمَقْصُودُ بِالْكُفْرِ كُفْرُ النِّعْمَةِ .

همدارنګه د هيئت علماء الفتاوي اسلام ويب څخه همدا ډول پوښتنه شوې ده ، هغوی په ځواب کې ليکلي دي :

احنافو د ساز او سرود څخه خوند اخيستل کفر نه دی بللی ،بلکي دلته د کفر د لفظ څخه احنافو دری تأويلات کړي دي ، اول داچې ددې څخه کفر د نعمت يا په نعمت باندې کفران يا نا شکرې مراد دی نه عقدتي کفر ځکه په دې کې د انسان د اندامونو استمال دی د هغه څه خلاف کوم چې الله تعالی د هغه د پاره خلق کړي دي يعنې د اندامو استعمال په عبثو او منکراتو چې دا د نعمت کفران دی .

 دوهم داچې ددې لفظ څخه د ګناه سختوالی او لويوالی مراد دی نه حقيقي کفر ، دريم داچې څوک يې حلال وګڼې نو د ګناه حلال کڼل کفر دی .

بچه بازي د لواطت وسيله ده :

د هلک د رقص او نڅا څخه خوند اخيستل هم فحاشت دی او ستره ګناه ده او دا ګناه د لواطت د تحريک لپاره وسيله ده .

لواطت چې په غربي ډيموکراسۍ کې ورته همجنس بازي وايي د حيوانيت څخه پست او د فطرت خلاف عمل او سخته عظيمه ګناه ده چې جناب رسول صلی الله عليه وسلم د خپل امت په باره کې د دغه ګناه په وجه وېرېدلی دی يعنې څلوارلس سوه کاله پخوا يې دا انديشنه کړي ده چې زما امت به په دغه پست او د فطرت خلاف عمل اخته کيږي لکه چې فرمايي :(إن أخوف ما أخاف على أمتي من عمل قوم لوط) (ابن ماجه او ترمذي ) .

يعنې : زه چې د خپل امت په باره کې له هغه څخه زيات ويرېږم لواطت دی .

دا فاحش عمل عظيم فساد دی چې د لوط عليه السلام قوم ورباندې مبتلاء ؤ چې ددې فاحش عمل په وجه په سخت عذاب سره تباه شول .

چې قرآنکريم يې داسې بيان کوي : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]].

رسول الله صلی الله عليکم وسلم فرمايي :مَنْ وَجَدْتُمُوهُ يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَاقْتُلُوا الْفَاعِلَ وَالْمَفْعُولَ بِهِ (وأبو داود – 4462) (ابن ماجه -2561 ) .

ژباړه : که مو څوک پيدا کړل په عمل د قوم لوط ( لواطت ) نو فاعل او مفعول دواړه قتل کړئ .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، ثَلاثًا  احمد2915   )) .

ژباړه : د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، دری ځله يې دا کليمات تکرار کړل .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email