صبر او د صبر کولو فضیلت

 قال الله تعالی: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ} (آل عمران ۲۰۰)

الله جل جلاله فرمایلي دي :اي هغه کسانو چی ایمان مو راوړي دي صبر وکړي اویوه بل ته د صبردعوت ورکړي. آل عمران: ۲۰۰.

قال تعالی: {وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ} (البقرة: )١٥٥

اوهمدارنګه فرمایي: او خامخاتاسې ازمویو په یوه شي له ویرې، لوږې، دمال،نفسونو او میوو په ضایع کیدلو او زیري ورکړي هغه کسانوته چې دوي صبر کوي

همدارنګه نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وَعَنْ أبي سَعيدٍ بْن مَالِك بْن سِنَانٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ نَاساً مِنَ الأنصَارِ سَأَلُوا رَسُولَ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فأَعْطاهُم، ثُمَّ سَأَلُوهُ فَأَعْطَاهُم، حَتَّى نَفِد مَا عِنْدَه، فَقَالَ لَهُمْ حِينَ أَنَفَقَ كُلَّ شَيْءٍ بِيَدِه: « مَا يَكُنْ مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ أدَّخِرَهُ عَنْكُم، وَمَنْ يسْتعْفِفْ يُعِفَّهُ الله وَمَنْ يَسْتَغْنِ يُغْنِهِ اللَّه، وَمَنْ يَتَصَبَّرْ يُصَبِّرْهُ اللَّه. وَمَا أُعْطِىَ أَحَدٌ عَطَاءً خَيْراً وَأَوْسَعَ مِنَ الصَّبْرِ » مُتَّفَقٌ عَلَيْه.

له ابو سعید سعد بن مالک بن سنان الخدري رضي الله عنهما څخه روایت دي چې:

یو انصاري له نبي صلي الله علیه وسلم څخه د یوه شي سوال وکړ، نبي صلي الله علیه وسلم د هغه حاجت پوره کړ، بیا یې سوال وکړ بیا نبي علیه السلام څه ورکړل، بیا یې سوال وکړ بیا نبي صلي الله علیه وسلم څه ورکړل، تر دې چې د نبي علیه السلام سره څه وو هغه خلاص شول، وروسته له دې چې هغه څه چې د نبي علیه السلام سره وو ټول یې نفقه ورکړل، ویې فرمایل: که د ما لاس کې نور څه وي تاسې نه به مې نه وو دریغ کړي، او څوک چې سوال نه کوي الله جل جلاله به هغه عفیف او ابرومند وساتي، او څوک چې غنا غوره کړي الله جل جلاله به یې مستغني کړي، او چا چې صبر غوره کړ الله جل جلاله به ورته د صبر توفیق نصیب کړي، او د الله جل جلاله په ورکړه کې له صبر څخه هیچا ته غوره ورکړه او بخشش نه دي ورکړ شوي.

معني د ا چې څوک سوال نه کوي الله جل جلاله به د هغه د ابرو او عزت ساتنه کوي او دفقر او بیچارګۍ د حل لارې به ورته پیدا کړي او الله جل جلاله به ورته غني د نفس نصیب کړي او دا چې څوک صبر اختیار کړي الله جل جلاله به ورته دصبر کولو تو فیق ورکړي چې د الله جل جلاله په نعمتونو او ورکړوکې له صبر څخه بیا بله لویه ورکړه نشته.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وَعَنْ أبي يَحْيَى صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: قَالَ رَسُولُ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «عَجَباً لأمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْر، وَلَيْسَ ذَلِكَ لأِحَدٍ إِلاَّ للْمُؤْمِن: إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْراً لَه، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خيْراً لَهُ »رواه مسلم.

له ابو یحي صهیب بن سنان رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د مؤمن هر کارعجیبه دي، هر حال کې ده ته خیر دي، او دا حالت غیر له مؤمن نه بل چا ته ممکن نه دي، که چیرې ده ته فراخي او اساني رسیږي دي شکر کوي د ده لپاره خیر دي، او که ده ته سختي او تکالیف رسیږي او صبر کوي هم د ده لپاره خیر دي.

یعنې د مؤمن عجیبه حالت چې په هر حال کې ده ته اجر او ثواب شته که ده ته فراخي نعمتونه مخه کوي د الله جل جلاله شکر او حمد کوي ده ته اجر شته او همدارنګه که په ده باندې تکالیف او سختي راځي او دي صبر کوي په دې هم ده ته الله جل جلاله اجر او بدله ورکوي.

الله جل جلاله د مونږ ټولوته د الله جل جلاله په احکامو او د نبي علیه السلام په طریقو او تګلاره د عمل کولو توفیق را کړي.امین یا رب العلمین

نور بیا….

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً