توبه او استغفار

الله سبحانه وتعالی ته توبه ويستل له استغفار سره ژور تړاو لري .

الله پاک فرمائي : “ وَأَنِ اسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ..” (هود : ۳)

او دا چې تاسې له خپل رب څخه بښنه وغواړئ او بيا هغه ته توبه او باسئ ، نو تاسې ته به تر کومې ټاکلي مودې پورې په خورا ښه توګه ګټه ورسوي ، او دوياړ او فضيلت څښتنانو ته به دهغوى فضيلت او وياړ ورپه برخه کړي .

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي : ” زما په الله قسم چې : زه هره ورځ دالله پاک څخه لږ تر لږ ه سل ځله بښنه غواړم .

توبه او استغفار سره لازم او ملزوم دي ، په دې معنى چې استغفار دماضي د شرارت څخه خونديتوب، او توبه د حاضر او مستقبل د شرارت څخه خونديتوب دى .

الله پاک فرمائي : ” وَاسْتَغْفِرُواْ رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُواْ إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ “. [هود : ۹۰]

او دخپل رب څخه بښنه وغواړئ ، او بيا هغه ته په توبې سره ورستانه شئ بې له شکه زما رب بښونکى او شفقت کونکى دى.

دتوبې فضائل :

له ګناهونو څخه دسپيڅلتيا په خاطر پاک پروردګار تل دتوبې لورته ترغيب ورکړى ، او دخپل رحمت پر بنسټ يې دانسان پر خطاګانو پر دې غوړولي ، او پر هغه باندې يې دعذاب پر ځاى لورينې کړي . دالله پاک په کتاب او دپيغمبر صلى الله عليه وسلم په مبارکو لارښوونو کې دتوبې فضائل داسې په ډاګه شوي .

١ــ دالله پاک توبه ويستونکي ښه ايسي :

فرمائي : ” إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ “. [ البقره : ٢٢٢]

دالله پاک توبه ويستونکي او سپيڅلي خلک ښه ايسي .

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي : ” هرومرو خداى پاک ديو بنده پر توبه ويستلو تر دې هم زيات خوښيږي لکه يو څوک چې دفلات په زمکه کې خپل ورک اوښ راپيدا کي “.

٢ــ دتوبې قبولتيا او منل کيدل .

الله پاک فرمائي : ”  فَمَن تَابَ مِن بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ “. [المائده : ٣٩]

چاچې تر ظلم او تيرى وروسته توبه وويستله او صالح عمل يې وکړ ، نو الله پاک بښونکى او مهربان دى .

دغه راز فرمائي : ” وَهُوَ الَّذِي يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَعْفُو عَنِ السَّيِّئَاتِ…” [الشورى : ٢٥]

الله پاک هماغه ذات دى چې دخپل بندګانو څخه توبه مني او دهغوى ګناهونه وربښي .

داسلام سترپيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي : په دې معنى : ” کله چې يو بنده ګناه وکړي او بيا ووائي :

اى الله ! ما ګناه کړې ، ماته بښنه وکړه !

نو الله پاک ووائي چې : زه پر خپل بنده ښه پوه يم چې دى په دې خبره باوري دى چې دى رب لري ، او هغه ګناه بښلاى هم شي ، او پر ګناه يې رانيولاى هم شي ،درځه ما خپل بنده ته بښنه وکړه.

[ رواه البخاري کتاب التوحيد : فتح البارئ ج:٩ ص : ١٤٥]

دغه راز داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي :

” له ګناه څخه توبه تائب داسې وى لکه هډو هغه ګناه کړې نه اوسي “.

٣ــ بدۍ پر نيکو بدلول :

الله پاک فرمائي : ” …. إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا “. [ الفرقان : ٧٠]

البته هماغه څوک چې توبه اوباسي او خورا صالح عمل وکړي ، نو دا هماغه کسان دي چې الله پاک به يې بدۍ پر نيکو وربدلې کړي ، او الله بښونکى او مهربان دى .

شهيد سيدقطب رحمه الله ددغه ايت په تفسير کې داسې وائي : ” الله پاک دهماغو خلکو په وړاندې چې غواړي په آخرت کې يې نيکمرغي په برخه شي دتوبې دوازه پرانستې ده ، او دادلوى څښتن يوه ستره لورينه ده چې ديو بدکار بدۍ پر نيکيو بدلوي او دهغه حمايه او ملاتړ کوي .

په قدسي حديث کې راځي چې : الله پاک پرښتوته فرمائي : کله چې زما بنده دګناه اراده وکړي نو په تشه اراده يې ګناه مه ليکئ ! بيا کله يې چې دګناه ارتکاب وکړ ، نو يواځې يوه ګناه يې په عمل پاڼه کې وليکئ ؛ او که توبه يې وويستله، نو دغه بدي يې پر نيکۍ وربدله کړئ او نيکي يې تروه سوه چنده پورې زياته کړئ “. [ رواه البخاري ــ فتح الباري ج : ٩ص: ١٤٤]

٤ـ توبه په دغه او هغه نړۍ کې دنيکمرۍ دلاس ته راوړلو يواځنۍ تګ لاره ده :

الله پاک فرمائي :” وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ “. [التوبه : ٣١]

اى مسلمانانو ! ګرد سره الله ته توبه اوباسئ ښائي بريالي او نيکمرغه شئ .

٥ـ توبه جنت ته دننه کيدو لا مل دى .

الله پاک فرمائي : ” يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ ...” [ التحريم : ٨ ]

اى مؤمنانو ! الله ته په نصوحا سره توبه وباسئ ! ډير ژر به ستاسې رب ستاسې بدۍ له مينځه يوسي، او هماغو جنتونو ته به مو وردننه کړي چې ترونو اوماڼيو لاندې يې ډول ډول نهرونه بهيږي …

عمر بن الخطاب رضي الله عنه فرمائي: ” دنصوح توبه هماغه ده چې يو بنده ګناه وکړي او بيا ورڅخه په بشپړ توګه راستون شي.

حاکم په مستدرک کې دعبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت نقل کړى فرمائي چې : دنصوح توبه هره ګناه له مينځه وړي “.

حسن بصري رحمه الله فرمائي : ” دنصوح توبه همدا ده چې ته له دغې ګناه څخه همداسې په کرکجن ډول ډډه وکړې لکه څنګه دې چې په مينه والۍ سره هغه سرته رسولې اوسي .

حافظ عماد الدين ابن کثير رحمه الله فرمائي : ” دنصوح توبه داده چې په حاضر کې له ګناه څخه راووځي ، او پر ماضي پښيمانه شي ، او په مستقبل کې يې دبيا ارتکاب لپاره زره ښه نکړي .

د توبې شرطونه :

په دې خاطر ترڅو توبه دالله پاک په دربار کې ومنل شي او جنت ته دتلو په صورت کې ديو ګنهګار لپاره وسيله شي، لانديني شرطونه يې بايد په پام کې ونيول شي .

امام نووي رحمه الله وائي : ” توبه درې شرطونه لري .

١ـ دا چې له ګناه څخه راووځي .

٢ــ دګناه پر ارتکاب پښيمانه شي .

٣ــ دبيا ارتکاب څخه يې په کلکه ډډه وکړي .

او که ګناه دکوم مظلوم دحق تر لاندې کولو پورې تړاو درلود، نو څلورم شرط يې دادى چې مظلوم ته به خپل حق ورکړي ، او يابه ورڅخه بښنه وغواړي .

تو به داسلام دمهمو بنسټونو څخه ده چې ديوې پاکې ټولنې په ودانولو کې ستر رول لري .

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي : ” ترڅو پورې چې لمر دلويديځ څخه نه وي راختلى تر هغه وخته پورې الله پاک ديو ګنهګار توبه مني .

علماء وائي چې دتوبې لپاره يو پنځم شرط هم شته او هغه دادى چې تر غرغرې ــ يا ځنکندن ـــ دمخه به توبه اوباسي .

ليکوال : نظام الدين شايق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً