بسم الله الرحمن الرحيم

اخلاص او د نیت خالصوالي په خبرو،کړنو، ښکاره او پټو اعمالو کې)پنځمه او وروستۍ برخه)

وعن أبي عَبْد الرَّحْمَن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ بْنِ الْخطَّابِ، رضي الله عنهما قال: سَمِعْتُ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يَقُولُ: «انْطَلَقَ ثَلاَثَةُ نفر مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ حَتَّى آوَاهُمُ الْمبِيتُ إِلَى غَارٍ فَدَخَلُوهُ، فانْحَدَرَتْ صَخْرةٌ مِنَ الْجبلِ فَسَدَّتْ عَلَيْهِمْ الْغَارَ، فَقَالُوا: إِنَّهُ لا يُنْجِيكُمْ مِنْ الصَّخْرَةِ إِلاَّ أَنْ تَدْعُوا الله تعالى بصالح أَعْمَالكُم.

قال رجلٌ مِنهُم: اللَّهُمَّ كَانَ لِي أَبَوانِ شَيْخَانِ كَبِيران، وكُنْتُ لاَ أَغبِقُ قبْلهَما أَهْلاً وَلا مالاً فنأَى بي طَلَبُ الشَّجرِ يَوْماً فَلمْ أُرِحْ عَلَيْهمَا حَتَّى نَامَا فَحَلبْت لَهُمَا غبُوقَهمَا فَوَجَدْتُهُمَا نَائِميْن، فَكَرِهْت أَنْ أُوقظَهمَا وَأَنْ أَغْبِقَ قَبْلَهُمَا أَهْلاً أَوْ مَالاً، فَلَبِثْتُ     وَالْقَدَحُ عَلَى يَدِى أَنْتَظِرُ اسْتِيقَاظَهُما حَتَّى بَرَقَ الْفَجْرُ وَالصِّبْيَةُ يَتَضاغَوْنَ عِنْدَ قَدَمى فَاسْتَيْقظَا فَشَربَا غَبُوقَهُمَا. اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فَفَرِّجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيهِ مِنْ هَذِهِ الصَّخْرَة ، فانْفَرَجَتْ شَيْئاً لا يَسْتَطيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْه.

قال الآخر: اللَّهُمَّ إِنَّهُ كَانتْ لِيَ ابْنَةُ عمٍّ كانتْ أَحَبَّ النَّاسِ إِلَيَّ » وفي رواية : « كُنْتُ أُحِبُّهَا كَأَشد مَا يُحبُّ الرِّجَالُ النِّسَاء، فَأَرَدْتُهَا عَلَى نَفْسهَا فَامْتَنَعَتْ مِنِّى حَتَّى أَلَمَّتْ بِهَا سَنَةٌ مِنَ السِّنِينَ فَجَاءَتْنِى فَأَعْطَيْتُهِا عِشْرينَ وَمِائَةَ دِينَارٍ عَلَى أَنْ تُخَلِّىَ بَيْنِى وَبَيْنَ نَفْسِهَا ففَعَلَت، حَتَّى إِذَا قَدَرْتُ عَلَيْهَا » وفي رواية : « فَلَمَّا قَعَدْتُ بَيْنَ رِجْليْهَا، قَالت: اتَّقِ الله ولا تَفُضَّ الْخاتَمَ إِلاَّ بِحَقِّه، فانْصَرَفْتُ عَنْهَا وَهِىَ أَحَبُّ النَّاسِ إِليَّ وَتركْتُ الذَّهَبَ الَّذي أَعْطَيتُهَا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعْلتُ ذَلِكَ ابْتِغَاءَ وَجْهِكَ فافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيه، فانفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ غَيْرَ أَنَّهُمْ لا يَسْتَطِيعُونَ الْخُرُوجَ مِنْهَا.

وقَالَ الثَّالِث: اللَّهُمَّ إِنِّي اسْتَأْجَرْتُ أُجرَاءَ وَأَعْطَيْتُهمْ أَجْرَهُمْ غَيْرَ رَجُلٍ وَاحِدٍ تَرَكَ الَّذي لَّه وذهب فثمَّرت أجره حتى كثرت منه الأموال فجائنى بعد حين فقال يا عبد الله أَدِّ إِلَيَّ أَجْرِي، فَقُلْت: كُلُّ مَا تَرَى منْ أَجْرِك: مِنَ الإِبِلِ وَالْبَقَرِ وَالْغَنَم وَالرَّقِيق فقال: يا عَبْدَ اللَّهِ لا تَسْتهْزيْ بي، فَقُلْت: لاَ أَسْتَهْزيُ بك، فَأَخَذَهُ كُلَّهُ فاسْتاقَهُ فَلَمْ يَتْرُكْ مِنْه شَيْئا، اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتُ فَعَلْتُ ذَلِكَ ابْتغَاءَ وَجْهِكَ فافْرُجْ عَنَّا مَا نَحْنُ فِيه، فَانْفَرَجَتِ الصَّخْرَةُ فخرَجُوا يَمْشُونَ » متفقٌ عليه.

له حضرت ابو عبد الرحمن عبدالله بن عمر رضي الله عنه څخه روایت دي فرمایي:

له نبي صلي الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویې فرمایل: د تاسې څخه مخکې دري کسه په سفر روان شول او د شپې تیرولو لپاره یوه غار ته ننوتل، ناګهان یوه لویه ډبره له غره څخه را ورغړیده او د غار خوله یې بنده کړه، دوي وویل چې هیڅ شي به تاسې ته نجات درنه کړي مګر دا چې خپل نیک اعمال الله جل جلاله ته وا سطه کړو او مونږ ته نجات را کړي.

یوه له دوي څخه وویل: یا الله زما مور او پلار ډیر زاړه او نا توانه وو، ما به د دوي نه تر مخه خپل اولادونه نه مړول تر څو به مې چې دوي نه وو ماړه کړي، یوه ورځ د ونې په لټه کې لرې ولاړم کله چې بیرته را وګرځیدم دوي ویده شوي وو ما چې کله د دوي برخه شیدې راوړې ګورم چې دوي ویده دي نو ما دا ښه ونه ګڼله چې دوي له خوبه راویښ کړم یا دا شیدې په خپلو اولادونو وچښم ما تر هغې صبر وکړ چې دوي را ویښ شي تر دې چې سهار شو دا په داسې حال کې چې بچیان مې د پښو سره له لوږې شور او غوغا کوله، تر څو دوي له خوبه را پاڅیدل او خپلې شیدې یې و چښلې.

یا الله که ما دا کار ستا د رضا لپاره کړي وي مونږ د دغه مشکل (ډبرې مشکل) نه نجات راکړې.

پس دا ډبره دومره لرې شوه چې له هغه وتلي نه شواي.

بل ملګري وویل: یا الله! زما يوه د کاکا لور وه چې په ټولو خلکو کې ماته محبوبه وه، بل روایت کې راځي چې په هغه لوړه درجه چې نارینه ښځې محبوبې لري هغه ما ته محبوبه وه، ما غوښتل له هغه سره یوځایوالي وکړم ولې هغه له دې منع وکړه، ترڅو داسې یو کال راغي چې قحطي وه هغه ما ته راغله او یو سل او شل دیناره مې په دې شرط ورکړل ترڅو له ما سره یو ځایوالي وکړي هغې دا کار وکړ تر څو چې ما پرې تسط پیدا کړ، هغې وویل: له الله جل جلاله څخه وویریږه او دغه مهر(کنایه د بکارت له پردې څخه) بې له حق څخه یی مه لرې کوه، زه په داسې حال کې چې دا ماته ډیره محبوبه وه د دې څخه لرې شوم او هغه مال چې ما ورکړي وو له هغې هم تیرشوم یا الله جل جلاله که دا کار ما ستا د رضا لپاره کړي وي مونږ ته له دې مشکل نجات راکړي، ډبره لږ نوره هم لرې شوه خو دوي وتلاي نه شواي.

دریمي وویل: یا الله جل جلاله ما سره مزدوران وو او مزدوري مې یې هم ورکړه غیر له یوه کس چې خپله مزدوري یې زما سره پریښوده او ولاړ، ما د هغه مزد په تجارت کې ولګاوه چې هغه ډیره ګټه وکړه هغه پس له څه وخته راغي او ویې ویل: اې د الله بنده هغه زما مزدوري راکړه ما ورته وویل: دغه ټول اوښان،غواګانې، پسونه او غلامان چې وینې د تاسې دي. ویې ویل: اې د الله بنده ما باندې مسخرې مه کوه. ما ورته وویل چې مسخرې نه کوم، دې وخت کې هغه ټول دغه مالونه له ځان سره یوړل او هیڅ شي یې باقي پرې نه ښودل، یا الله جل جلاله که دا کار ما ستا د رضا لپاره کړي وي مونږ ته له دې مشکل څخه نجات راکړه، پس هغه ډبره د غار له خولې څخه لرې شوه او دوي له غار څخه بیرون را ووتل.

په دې حدیث شریف کې څو ټکو ته اشاره شوې:

د سختۍ په وخت کې دعا کول.

توسل په نیکو اعمالو سره جواز لري.

د مور او پلار خدمت او احسان او د دوي برتري په اولاد او اهل باندې.

عفت او پاکدامني او د نفسي خواهشاتو مخالفت لوي فضیلت لري.

په معاملاتو کې ځوانمردي او د امانت ادا کول د لوي اجر او فضیلت خبره ده.

او د الله جل جلاله د او لیاوو د کرامت اثبات.

او دا چې د دې دریو ملګرو نیت خالص د الله جل جلاله رضا وه او الله جل جلا له ته د دوي اعمال قبول شوي و نو ځکه ورته الله جل جلاله د دوي د نیکو اعمالو په وسیله ورته له دې مشکل څخه نجات ورکړ.

الله جل جلاله د مونږ ته هم د نیکو اعمالو توفیق او خالص نیت نصیب کړي. امین یارب العلمین

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email