بښونکي او مهربان خداى (جل جلا له) په خپله په دغه برخه کې داسې لارښوونه کړې [يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

توبه يعنې څه ؟!

ابن المظور الافريقي په خپله ژب پانګه : ” لسان العرب ” کې داسې وائي : ” التوبة ” الرجوع عن الذنب ” له ګناه څخه راستنيدل توبه بلل کيږي.

” وفى الحديث الشريف ” الندم التوبه ” په حديث شريف کې راغلي چې : پښيمانتيا توبه ده ــ” وتاب الى الله يتوب توبا وتوبة ومتابا “.

ـ په دې معنى چې دمعصيت څخه اطاعت ته وګرځيده ــ

” وتاب الله عليه ” هغه ته يې دتوبې توفيق ورکړ ـــ

والله تواب : اى يتوب على عبده “. ــ خداى تواب دى ، په دې معنى چې دهغه توبه يې ؤمنله ــ .

[لسان العرب ” لابن المنظور ، ج : ا ،ص:٤٥٤]

توبه په اصطلاح کې :

دخداى جل جلا له له لوري خپل کوم ګنهګار بنده ته په رحمت او مغفرت سره رجوع کولو ته توبه وائي .

ابن قدامه المقدسي وائي : ” توبه عبارت له هماغسې پښيمانتيا څخه ده چې بالاخره په يو بشپړ عزم او قصد را مينځته کيږي او دبيا ارتکاب لپاره زړه نه ښه کوي .

دتوبې حقيقت :

يو مؤمن او په عقيده مين انسان پخوا تر دې چې پر خپلو ناوړه کړونو پښيمانه شي او پښيمانتيا ورته هيڅ کومه ګټه ونه رسوي دتوبې او صالح عمل په لور ځغاسته کوي .

توبه په اصل کې له خپل نفس سره جهاد کول دي . په دې معنې چې عزم وکړي او اصرار وکړي چې نور به نو دګناه په درشل پل نه ږدي .

ابن القيم رحمه الله وائي : ” دتوبې حقيقت په تيرو ناوړه کړنو پښمانتيا ، او فى الحال له ګناه څخه ډډه کول ، او په مستقبل کې عزم او اصرار چې بيا به دغه ګناه ورڅخه نه صادريږي “.

دکتور صالح السدلان وائي : توبه پر ګناه باندې دپښيمانتيا هماغه وجداني شعور دى چې انسان الله ته متوجه کوي او له ګناه څخه يې را ايساروي ؛ او دصالحه کړونو د سرته رسولو موفقيت ورپه برخه کوي ؛ او که داسې نه اوسي نو دخولې توبه يې هيڅ کومه معنى نلري .

صادقانه توبه هماغه ده چې توبه ويستونکي ته يې ګټه ورسيږي ، او دخداى په وړاندې ده ته دبښي لامل وګرځي.

ليکوال : نظام الدين شايق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email