بسم الله الرحمن الرحيم

اخلاص او د نیت خالصوالي په خبرو،کړنو، ښکاره او پټو اعمالو کې(څلورمه برخه)

 

وعَنْ أبي مُوسَى عبْدِ اللَّهِ بْنِ قَيْسٍ الأَشعرِيِّ رضِي الله عنه قالَ: سُئِلَ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم عَنِ الرَّجُلِ يُقاتِلُ شَجَاعَةً ، ويُقاتِلُ حَمِيَّةً ويقاتِلُ رِياء، أَيُّ ذلِك في سَبِيلِ اللَّهِ؟ فَقَالَ رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « مَنْ قاتَلَ لِتَكُون كلِمةُ اللَّهِ هِي الْعُلْيَا فهُوَ في سَبِيلِ اللَّهِ » مُتَّفَقٌ عليه

له حضرت ابو موسي عبدالله بن قیس الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دي فرمایي:

له انحضرت صلي الله علیه وسلم څخه د هغه کس په باره کې پوښتنه وشوه چې د ځان ښوونې، میړانې، زړورتوب او قومیت په خاطر جنګ کوي چې کوم یو له دوي د الله جل جلاله په لاره کې حسابیږي؟

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: هغه څوک چې یواځې د اعلاي کلمة الله لپاره جنګ کوي د الله جل جلاله په لاره کې حسابیږي.

           بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وعن أبي بَكْرَة نُفيْعِ بْنِ الْحارِثِ الثَّقفِي رَضِي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قال: «إِذَا الْتقَى الْمُسْلِمَانِ بسيْفيْهِمَا فالْقاتِلُ والمقْتُولُ في النَّارِ» قُلْت: يَا رَسُول اللَّه، هَذَا الْقَاتِلُ فمَا بَالُ الْمقْتُول؟ قَال: «إِنَّهُ كَانَ حَرِيصاً عَلَى قَتْلِ صَاحِبِهِ» متفقٌ عليه.

له ابوبکره نفیع بن حارث ثقفي رضي الله عنه څخه روایت دي چې:

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې دوه مسلمانان یو په بل پسې له تورو سره مخامخ شي، قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي. راوي وایي ما وویل: اې د الله رسوله صلي الله علیه وسلم دغه یو شخص خو قاتل دي چې اور کې دي، مقتول ولې اور کې دی؟

انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: دا چې هغه په دې حریص وو چې دا خپل ملګري قتل کړي.

په دې حدیث شریف کې سخت وعید دي هغه مسلمانانو لپاره چې د دنیوي ګټو، حکومت او چوکۍ لپاره خپلو مینځونو کې سره جنګیږي، اما هغه مسلمانان چې د اسلامي حکومت څخه باغي خلکو، متجاوزینو او یا له داسې مسلمانانو سره چې د مسلمانانو په مقابل کې یې له کفارو سره لاس یو کړي وي جنګیږي او خپل ځان له لاسه ورکوي په دغه وعید کې داخل نه دي، ځکه شریعت هغه ته اجازه ورکړې ده.

او بل داچې دا حدیث شریف دلیل دي په بدله یا جزا د هغه څه چې یوه شخص په زړه کې د یوه شي نیت کړي وي او تصمیم یې نیولي وي اګر که بیا هغه ته ونه رسیږي، لکه چې دې حدیث شریف کې مقتول په خپل نیت او تصمیم باندې چې ده هم د خپل ورور د قتل نیت کړي وي نبي علیه السلام اور کې ښودلي دي، الله جل جلاله دې مونږ ټولو مسلمانانو ته نجات راکړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email