د دين شعبې

د دینې احکامو پنځه شعبې دي :

۱: عقائدـ  هغه شیان چې حضور اکرم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی په هغو اعتماد او منل دي، او د هغوی د عملي کولو او منلو په زړه سره یقین کول دي، لکه جنت او جهنم، ملایکې، پیغمبران او داسې نور.

۲: عبادات:ـ  لکه لمونځ، روژه، زکواة، حج، قرباني، ذکر او نور.

۳: معاملات او سیاسیات:ـ  لکه اخیستل او خرڅول، کرهڼه، نکاح، طلاق، کوم شی په کرایه ورکول، د حکومت کولو آداب او داسې نور.

۴: معاشرت:ـ  لکه  داوسېدلو او ناستې ولاړې، لیدل او کتنه، خبرې کول او د دغو شیانو احکام او نور آداب.

۵: اخلاق او اصلاح د نفس:ـ  لکه زړه  له حسد، بغض، کینه، تکبر، حرص څخه پاکول،  صبر او شکر، تقوا، اخلاص، زهد، قناعت، عاجزي، سمه خبره اورېدل او منل، ښه سوچ او نیت  پخپل زړه کې پیداکول او داسې نور.

ددغو پنځه شعبو مجموعې ته دین وایي او که په دغو ټولو کې په یوه جزء هم عمل ونشي نو هغه دین ناقص دی، لکه: په بدن کې چې یو لاس نه وي، نو هغه بدن نیمګړی وي داسې د دین مثال هم دی.

ليکوال : استاد نورالله خان احمدزی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً