اخلاص او د نیت خالصوالي په خبرو،کړنو، ښکاره او پټو اعمالو کې(دوهمه برخه)

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وَعَنْ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ أُمِّ عَبْدِ اللَّهِ عَائشَةَ رَضيَ الله عنها قالت: قال رسول الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: «يَغْزُو جَيْشٌ الْكَعْبَةَ فَإِذَا كَانُوا ببيْداءَ مِنَ الأَرْضِ يُخْسَفُ بأَوَّلِهِم وَآخِرِهِمْ ». قَالَت: قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّه، كَيْفَ يُخْسَفُ بَأَوَّلِهِم وَآخِرِهِمْ وَفِيهِمْ أَسْوَاقُهُمْ وَمَنْ لَيْسَ مِنهُم،؟ قال: «يُخْسَفُ بِأَوَّلِهِم وَآخِرِهِم، ثُمَّ يُبْعَثُون عَلَى نِيَّاتِهِمْ » مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ.

له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها څخه روایت دي چې نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: یو لښکر به په کعبې شریفې د تسلط لپاره و جنګیږي، او چې کله یوې صحرا ته ورسیږي د دغه لښکر اول او اخر به په ځمکه کې ډوب شي. عائشه رضي الله عنها فرمایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم ته مې وویل: اې د الله جل جلاله رسوله څنګه به ټول په ځمکه کې ډوبیږي حالانکه د دوي په مینځ کې به بازاري خلک او داسې خلک چې د دوي په فکر، عمل او عقیده نه دي موجود وي؟ نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: چې ټول به په ځمکه کې ډوب شي ولې په اخرت کې د خپلو نیتونو مطا بق را پاڅیږي.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایی:

وعَنْ أبي عَبْدِ اللَّهِ جابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ الأَنْصَارِيِّ رضِيَ الله عنْهُمَا قال:كُنَّا مَع النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم في غَزَاة فَقال: «إِنَّ بِالْمَدِينَةِ لَرِجَالاً مَا سِرْتُمْ مَسِيرا، وَلاَ قَطَعْتُمْ وَادِياً إِلاَّ كانُوا مَعكُم حَبَسَهُمُ الْمَرَضُ» وَفِي روايَةِ : «إِلاَّ شَركُوكُمْ في الأَجْرِ» رَواهُ مُسْلِم.

ورواهُ البُخَارِيُّ  عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال:رَجَعْنَا مِنْ غَزْوَةِ تَبُوكَ مَعَ النَّبِيِّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم فَقَالَ: «إِنَّ أَقْوَامَاً خلْفَنَا بالمدِينةِ مَا سَلَكْنَا شِعْباً وَلاَ وَادِياً إِلاَّ وَهُمْ مَعَنَا، حَبَسَهُمْ الْعُذْرُ».

حضرت ابي عبدالله جابر بن عبدالله انصاري رضي الله عنهما روایت کوي فرمایي: مونږ د نبي صلي الله علیه وسلم سره په یوه غزا کې تللي وو، انحضرت صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره په مدینه منوره کې داسې خلک شته چې تاسې لاره نه ده طي کړې او هیڅ وادي مو نه ده طي کړې مګر دا چې هغوي ستاسې سره وو، مریضي باعث شوې وه چې دوي تاسې سره له ملګري نه پاته شي، او په بل روایت کې راځي: مګر دا چې دوي په اجر کې ستاسې سره شریک دي.

او بخاري رحمة الله علیه د انس رضي الله عنه څخه روایت کوي چې ویي فرمایل: مونږ د تبوک له غزا څخه د نبي صلي الله علیه وسلم سره یو ځاي را ستانه شوو، نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: په تحقیق سره مدینه منوره کې مونږ داسې کسان پرې ایښي دي چې مونږ هیڅ غرني لارې او او وادي نه دي طي کړې مګر دا چې هغوي له مونږ سره وو، دوي عذر له مونږ پاته کړي وو.

یعنې هغه صحابه کرام چې په مدینه منوره کې د عذر له وجهې یا د مریضي له وجهې د دغه غزا څخه پاته شوي وو او دوي دا تمنا لرله چې کاشکي مونږ نه وي پاته شوي او په ژړا بیرته خپلو کورونو ته روان وو نبي علیه السلام د دوي په باره کې نورو صابه کرامو ته د دوي په هکله خبر ورکړ چې دوي صرف د نیت له مخې ستاسې سره په دغه اجر کې شریک دي کوم چې تاسې د الله جل جلاله په لاره کې لاس ته را وړي دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email