ګناه يعنې څه ؟

يو رښتينی او په عقيده مين مسلمان د ګناهونو په ارتکاب اصرار او استمرار نکوي بلکې په چټکۍ سره دتوبې او استغفار په لور هڅه کوي او پر خپلو ناوړه کړنو پښيمانه کيږي ، پر همدغه بنسټ دلته تر هر څه دمخه دمعصيت لغوي او شرعي معنى ستاسې په وړاندې په ډاګه کوو :

د معصيت (ګناه ) لغوي پيژندنه :

معصيت د طاعت ضد او نقيض دى ، الله پاک فرمائي : ” وَكَرَّهَ إِلَيْكُمُ الْكُفْرَ وَالْفُسُوقَ وَالْعِصْيَانَ أُوْلَئِكَ هُمُ الرَّاشِدُونَ “. [ الحجرات : ٧]

ژباړه : او ستاسې لپاره يې کفر ، فسق او عصيان ، بد او ناوړه ګڼلې.

ابن المنظور الافريقى وائي : ” العصيان خلاف الطاعة ؛ عصى العبد ربه اذا اخالف امره “

ــ په دې معنى چې عصيان د طاعت پر ضد دى ، هماغه چاته عاصي ويل کيږي چې دخپل بادار څخه سرغړونه وکړي .

د معصيت شرعي پيژندنه :

معصيت : دمامور به پريخودلو او دمحظور عنه کولو ته وائي : په يو بل عبارت : دهماغه څه پريخودل چې په کولو سره يې ، الله او دهغه رسول امر کړى وي ؛ او دهماغه څه په نسبت ارتکاب چې الله او دهغه رسول ورڅخه منعه فرمايلې وي.

الله پاک فرمائي : ” وَمَن يَعْصِ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُ يُدْخِلْهُ نَارًا خَالِدًا فِيهَا وَلَهُ عَذَابٌ مُّهِينٌ ” [النساء : ١٤]

ژباړه :او چاچې د الله او د هغه د رسول څخه سرغړونه وکړه او دهغه د ټاکليو پولو څخه واوښت ،. نو الله پاک به يې دتل لپاره اورته وردننه کړي او سپکه ونکى عذاب به ورپه برخه کړي.

په ټولنه کې د افرادو ګناهونه : په زمکه کې دفساد له خپرولو ، سود خوړل ، زنا ، رشوت او بډې اخستلو او ورکولو ، او دغه راز د مخدراتو او نيشه يې توکو دراکړې او ورکړې او نورو …… څخه عبارت دي.

او په ټولنه کې دمسئولينو او چارواکو ګناهونه :

د اسلام د سپيڅلو قوانينو پر ځاى ،د بشريت پر وضعي قوانينو دپريکړې کولو څخه عبارت دى ؛

چې دا د بشريت د اجتماعي او انفرادي ستونزو په حل کې هيڅ رول او نقش نلري .

پر فرد او ټولنه دګناهونو اغيز :

پر زړونو باندې دګناهونو اغيز هماغو زهرو ته ورته دى چې ټول بدن ته سرايت کوي او اغيز يې خورا ډير پياوړى وي .

دهر شر او وبال اصلي لامل دګڼاه ارتکاب او د پروردګار له امر څخه سرغړونه ده !

ــ وګورئ ! ابليس څنګه له آسمانونو څخه ښکته راغى او څنګه د خداى د قهر او لعنت مورد وګرځيده ؟!

ــ وګورئ ! فرعون څه ډول سره له خپل لښکر د قلزم په بحر کې ډوب شو او په هلاکت ورسيده ؟!

ــ قارون څنګه له خپلې شتمنۍ سره ژوندى پر زمکه ننوت؟! .

ــ دولس ډوله عذابونه پر بني اسرائيلو ولې او څنګه راغله؟!

هو ! يواځنې عامل يې معصيت او د خداى له امر څخه سر غړاوى دى چې فرد او ټولنه په لاندې ډول اغيزمن کوي .

١ــ دګناه ارتکاب ، پر نفسي غوښتنو او شهواتو پسې تلل انسان دعلم له رڼا څخه ليرې کوي او د ژوند په تپه تيارو کې يې له لالهانده ګۍ سره لاس او ګريوان کوي .

امام مالک امام شافعي ته وويل :

” ښه پوه ، ذهين او هوښيار ځوان يې ! کوښښ وکړه چې د ګناه د ارتکاب له کبله دغه رڼا د زړه څخه ليرې نکړې .

٢ــ عزت او درناوى د الله پاک په واک کې دى ؛ ” مَن كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا...” [فاطر : ١٠ ]

ژباړه: که څوک دعزت او درناوي په لټه کې وي نو بشپړ عزت او درناوى د الله پاک سره دى .

او هماغه چاته يې ورکوي چې له هغه څخه مننه او د سرغړاوى څخه يې ډډه کوي .

عبدالله بن المبارک وائي : ” ګناه او معصيت هماغه څه دى چې زړونه وژني او ذلت په ميراث کې اخلي ، او دګناه پر يخودل په حقيقت کې زړه ته حيات بښل دي ! باوري خبره داده چې دين ته درې ډوله وګړو سخت ټکان ورکړى :

١ـ راهبان ٢ــ علماء سوء ٣ ــ او فاسد پاچايان .

٣ــ دګناهونو په ارتکاب سره د خداى د نعمتونو او لورينو پرانستې دروازې بيرته تړل کيږي .

الله پاک فرمائي : ” وما اصابکم من مصيبة فبما کسبت ايديکم ويعفو عن کثير “. [الشورى : ٣٠ ]

دا چې تاسو ته څه غم او انديښنه ، لوړه او ژوره رسيږي عوامل يې تاسې په خپله ياست ، او الله پاک ډيرو وګړو ته دهغوى ګناهونه وربښي .

دغه راز فرمائي : ” ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ “. [ الانفال : ٥٣]

ژباړه : دا له همدى کبله چې الله پاک دکوم ولس په نسبت خپلو لورينو ته تغير نه ورکوي ، ترڅو هغوى په خپلو ځانونو کې ــ دمعصيت دارتکاب له کبله ــ په خپله تغير او بدلون رامينځ ته نه کړي .

٤ــ دګناهونو ارتکاب په زړونو کې دپرودګار جل جلا له په نسبت دعظمت او اجلال ماده کمزرې کوې ځکه چې درب تعظيم دانسان دزړه او دهغه دګناه ترمينځ ديو ستر ديوال حيثيت لري ، کله چې يو انسان دګناه دارتکاب هڅه کوي ، نو هغه په حقيقت دهمدغه ستر ديوال دنړولو هڅه کوي ، چې دغه کار بالاخره بيرته دانسان پر توهين او سپکاوي منتج کيږي ، او دخداى په خدايتوب کې څه زيادت او نقصان نشي رامينځ ته کولاي .

الله پاک فرمائي : ” وَمَن يُهِنِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِن مُّكْرِمٍ “.

ژباړه : الله پاک چې دچا دسپکاوي اراده وکړي هيڅوک يې هم نشي عزتمن کولاى .

په دې کې شک نشته چې دزړه سپيڅلتيا دهر فضيلت دلاس ته راوړلو لپاره دبنسټ ډبره ده ، پر ايمان او الهي اطاعت باندې استقامت دټولو بدني غړيو داستقامت نښه ګڼلى شي .

داسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي :

ــ په دې معنى چې : ” په ياد ولرئ چې په بدن کې يوه بوټۍ ده چې که ښه وه نو ټول بدن به ورسره ښه اوسي او که فاسده شوه نو ټول بدن ورسره دفساد په درشل ودريږي او هغه زړه دى . [ رواه البخاري : الايمان : ١|١٢٦]

٥ــ دګناهونو ارتکاب انسان له بې غيرتۍ سره لاس او ګريوان کوي او په تمامه معنى سره يې بې حياء کوي .

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي : ” کله چې ته شرم او حياء نلرې نو هر څه کولاى شي “.

[ رواه البخاري کتاب الانبياء:٦|٥١٥]

علماء او پوهان وائي چې : حياء په انسان کې يو داسې خوى دى چې انسان دقباحت او بدۍ پريخودلو ته اړباسي او دحق پيژندنې ماده پکې پياوړې کوي .

٦ــ دګناهونو ارتکاب په چټکۍ سره دافرادو او ټولنو ترمينځ ، ځاى پر ځاى شوې ډاډمني او سوکالي له منيځه وړي . الله پاک فرمائي :

الَّذِينَ آمَنُواْ وَلَمْ يَلْبِسُواْ إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُوْلَـئِكَ لَهُمُ الأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ “. [الانعام : ٨٢]

هماغه کسان چې مؤمنان دي ، مګر ايمان يې له ظلم سره نه وي ګډ کړي ددوى لپاره امن او سوکالي ده ، او همدوى پرسمه لار دي .

ــ امام ابن القيم رحمه الله وائي : ” پر انسان باندې دګناه ترټولو ناوړه اغيزه همداده چې هغه دومره جبون او ډارن وي چې دخپل سيوري نه هم ويريږي ؛ ګنهنګار په خپل ژوند کې دهر ډول ډاډمنۍ څخه بې برخې وي او له هره لوري خپل ځان دتوپانونو ښکار بولي .

ــ امام فخر الدين رازي رحمه الله وايي :

” دمکې خلکو ډاډمن ژوند کاوه ، او د محمد صلى الله عليه وسلم په پيغمبرۍ سره يې پرې ستره لورينه وشوه ، خو ددغې سترې لورينې په اړه يې دخداى شکر پر ځاى نکړ ، نو هماغه ؤ چې دقحط او لوږې سره لاس او ګريوان شول او تر اووکالو پورې يې دوام وکړ او په دغه موده کې يې مردارې او هډوکي هم وخوړل . [التفسير الکبير للام الرازي : ٢٠|١٢٨]

ــ امام حامد المصلح وائي : ” دنن په نړۍ کې چې مسلمانان دمرګ په ژرند ودل کيږي دامن او سوکالۍ په ارمان شپې سباکوي ، زما په فکر دغه هر څه داسلام د ژوند بښونکي دين څخه دسر غړونې پر بنياد مينځ ته راغلي .

٧ــ دګناهونو ارتکاب دخسف ، مسخ ، زلزلو ، او اورتونونو درامينځ ته کيدو لامل ګرځي .

د اسلام ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمائي :

” ددغه امت په وروستيو کې به هغه وخت خسف، مسخ او قذف رامينځ ته شي چې کله زنا جوته ، او شراب داوبو په دود وڅښل شي “. [ رواه ابو داود : ٤٢٨٥]

ليکوال نظام الدين “شائق” :

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email