بسم الله الرحمن الرحيم

اخلاص او د نیت خالصوالي په خبرو،کړنو، ښکاره او پټو اعمالو کې.

قال الله تعالی: { وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاء وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ} البينة: ٥

و قال تعالی: { قُلْ إِن تُخْفُواْ مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللّهُ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأرْضِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ} آل عمران: ٢٩

الله جل جلاله فرمایي: دوي ته امر نه دي شوي مګر د دې چې د یو الله جل جلاله عبادت وکړي، مخلصین وي الله جل جلاله ته د دین له رویه په داسې حال کې چې را ګرځیدونکي وي له باطلو ادیانو حق دین ته او دا چې قایم کړي لمونځونه او د خپلو مالونو زکات ورکړي همدغه صحیح دین دي.

او فرمایي: ورته ووایه که چیرې تاسې پټوي هغه څه چې ستاسې په سینو کې دي او یا یې ښکاره کوي الله جل جلاله پرې علم لري او الله جل جلاله علم لري په هغه څه چې په اسمانونو کې دي او هغه څه چې په ځمکه کې دي او الله جل جلاله په هر څه باندې قادر دي.

او نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

وعَنْ أَميرِ الْمُؤْمِنِينَ أبي حفْصٍ عُمرَ بنِ الْخَطَّابِ بْن نُفَيْل بْنِ عَبْد الْعُزَّى بن رياح بْن عبدِ اللَّهِ بْن قُرْطِ بْنِ رزاح بْنِ عَدِيِّ بْن كَعْبِ بْن لُؤَيِّ بن غالبٍ القُرَشِيِّ العدوي. رضي الله عنه، قال: سمعْتُ رسُولَ الله صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقُولُ  « إنَّما الأَعمالُ بالنِّيَّات، وإِنَّمَا لِكُلِّ امرئٍ مَا نَوَى ، فمنْ كانَتْ هجْرَتُهُ إِلَى الله ورَسُولِهِ فهجرتُه إلى الله ورسُولِه، ومنْ كاَنْت هجْرَتُه لدُنْيَا يُصيبُها، أَو امرَأَةٍ يَنْكحُها فهْجْرَتُهُ إلى ما هَاجَر إليْهِ » متَّفَقٌ على صحَّتِه.

حضرت عمر رضي الله عنه روایت کوي چې د نبي صلي الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې فرمایل یې: په تحقیق سره د عملونو ثواب په نیت پورې تړلي دي او هر څوک به د خپل نیت نتیجه په لاس راوړي، پس هغه څوک چې د الله جل جلاله او د رسول الله صلي الله علیه وسلم په لوري هجرت کوي دي به د الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم په لوري د هجرت ثواب په لاس راوړي او د چا چې هجرت د دنیا لپاره وي هغه ته به ورسي یا یې هجرت د ښځې سره د نکاح په خاطر وي پس د ده هجرت همغه څه ته دي چې ده هجرت ورته کړي دي.  

دغه حدیث شریف ډیره پراخه معني او مفهوم د ځان سره لري هغه دا چې مسلمان باید په ټولو اعمالو او اقوالو کې د الله جل جلاله رضا هدف وګرځوي الله جل جلاله ته مخلص وي که نه ځان به یې هم ستړي کړي وي، مال به یې هم مصرف شوي وي، تکالیف به یې هم تیر کړي وي او اعمال به یې هم د الله جل جلاله په دربار کې نه وي قبول شوي.

او هجرت لفظا دې ته وایي چې انسان خپل کور، کلي د الله جل جلاله د رضا لپاره پریږدي، او په بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم هجرت د ګناهونو ترک کولو ته ویلي دي لکه چې فرمایي: والمهاجر من هجر ما نهي الله عنه.

نور بیا….

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email