اسلام عليكم و رحمت الله
ډيره مننه د محترمو عالمانو څخه زه يوه پوښتنه لرم
په ما چه كله روزه فرضه شوي وه زه ډيره وړه وم ما به تقريبآً د دريو كالو روژي خوړلي وي مور او پلار مې هم نه تشويق کولم مگر اوس زه لمونحٌونه روژي تلاوت ذكر نفلونه ډير كوم كومي روژي چه ما خورلي دي ډيره ډيره ورته خفه يمه زه اوس داسې څه وكړم چه جبران شي . او ډيره پښېمانه يمه .

خور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په هلک او نجلۍ هغه وخت روژه فرض کيږي چې کله بلوغ ته ورسيږي .

د بلوغ علايم په لاندې ډول دي :

۱- د نارينه او ښځينه د پاره احتلام کيدل ( په شهوت سره انزال ) .

۲- د شرمګا د ويښانو شنه کيدل

۳- په ښځو کې د حيض  ښکاره کيدل.

قصداً د روژې خوړل :

پرته له عذر لکه : سفر ، مرض ، حیض او نفاس څخه قصداً د روژې خوړل عظيمه ګناه ده .

عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

آيا په روژه خوړونکي قضاء او کفاره شته ؟

په دې مسئله کې دوه اقوال دي :

اول قول د امام ابوحنيفه او امام مالک دی ، د هغوی په نزد که څوک قصداً يو يا څو روژي وخوري نو د هغو ورځو قضايي به ګرځوي او هرې ورځې کفاره به ادا کوي .

دوهم قول د امام شافعي ، امام احمد او مالکيه څخه ابن حبيب دی د هغوی قول دا دی چې څوک بغير له کوم عذر څخه روژه وخوري نو دا داسې ګناه ده چې قضاء او کفاره نه لري ځکه چې وقت يې فوت شوی دی .

د روژې کفاره :

د يوې ورځې  روژې  قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې کفاره يې د يوې ورځې په بدل کې به 60  ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email