سلام واقيعاً خوشحاله يمه د ان لاين إسلامي لارښود ته
زما يوه دوه نيم كلنه لور مي چه يوازيني اولاد مي وه او پلار يي هم مسافر وه مړه شوه په تنهايي مي دنيا ته راوړه او په تنهايي مي خښه هم كړه اوس په ژوند كي ديره تنها شوي يمه او ديره خفه يمه ماته يو ذكر وخيي او اخرت كي مور ته سه اجر شته او كنه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خورئ ! الله تعالی د زړه صبر درکړي ، الله تعالی دې بل نيک صالح بچۍ درکړي چې زړه دې ورباندې خوشحاله او سترګې دې ورباندې يخي وي .

د ماشوم مرګ او په هغه باندې د والدينو صبر کول لوی اجر لري او د هغه اجر او جزاء يوازې جنت دی :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى مَا لِعَبْدِي الْمُؤْمِنِ عِنْدِي جَزَاءٌ إِذَا قَبَضْتُ صَفِيَّهُ مِنْ أَهْلِ الدُّنْيَا ثُمَّ احْتَسَبَهُ إِلَّا الْجَنَّةُ» (البخاري ) .

ژباړه : الله تعالی وايي : د جنت څخه بغير بله بدله نه لري هغه بنده مې چې ګران او خوږ دوست يې په دنيا کې ورنه واخلم او هغه د ثواب او بدلې په نيت صبر وکړي .

إذا مات ولد العبد ؛ قال الله تعالي لملائكته: قبضتم ولد عبدي؟ فيقولون: نعم فيقول: قبضتُم ثمرة فؤاده ؟فيقولون: نعم، فيقول: فماذا قال عبدى ؟ فيقولون: حمدك واسترجع فيقول الله تعالي: ابنوا لعبدي بيتاً في الجنة وسموه بيت الحمد (رواه الترمذې و صحيح الجامع:795) .

ژباړه : کله چې د بنده بچی وفات شي ، الله تعالی ملائکو ته وايي : زما د بنده له بچي څخه مو روح واخست ؟ ملائکي وايي : هو ، بيا ورته وايي : د زړه ميوه مو ورنه قبض کړه ؟ هغوی وايي : هو ، وايي : نو زما بنده يې په اړه څه ويل ؟ وايي : ستا حمد يې بيانولو او تا ته يې رجوع کوله ، پس الله تعالی وايي : زما د بنده لپاره په جنت کې کور جوړ کړئ او هغه د الحمد په نوم و نوموئ .

د صبر اذکار

سهار او ماښام د سورت بقره آخر دو آيتونه ( آمن الرسول … آخره ) تلاوت کوه .

284 آمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْهِ مِن رَّبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آمَنَ بِاللّهِ وَمَلآئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لاَ نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّن رُّسُلِهِ وَقَالُواْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ 285 لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْسًا إِلاَّ وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ رَبَّنَا لاَ تُؤَاخِذْنَا إِن نَّسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا رَبَّنَا وَلاَ تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِنَا رَبَّنَا وَلاَ تُحَمِّلْنَا مَا لاَ طَاقَةَ لَنَا بِهِ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَآ أَنتَ مَوْلاَنَا فَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ 286

هر وخت دا دعا وايه : لا اله الا انت سبحنک انی کنت من الظلمین

او دا دعا وايه :

«لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ الْعَظِيْمُ الحَلِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيْمُ، لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَرَبُّ اْلأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيْمُ» [صحيح بخاري 7 / 154، و صحيح مسلم 4 / 2092]

نشته لائق د عبادت مګر الله دی چې عظيم او حکيم دی ، نشته لائق د عبادت بغير د پروردګار د ستر عرش څخه ، نشته لائق عبادت بغير له پروردګار د آسمانونو او پروردګار د ځمکې او پروردګار د عرش کريم

و ماتوفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email