د رضاعي خويندو سره نکاح نه کيږي

که يو هلک د يوي ښځي شيدي ريدلي وي نو د ښځي د لورګانو سره نکاح کيږي او که نه ؟

مقدر صالی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که يو هلک د يوې ښځې شېدې وروي د هغې ښځې لورګانې يې رضاعي خويندې کيږي له رضاعي خويندو سره نکاح کول حرام دي

رضاعت په عربي کې تې خوري ته پۍ ورکولو ته وايې کومه ښځه چې د چا بچي ته تی ورکړي اسلامې شريعت هغې ته د مور درجه ورکوي يعنی د دې او د دې د زامنو او خپلوانو هغه درجه مقرروي کوم چې د مور او د مور زامنو او خپلوانو کومه درجه ده .

قوله تعالی : وَ أُمَّهَاتُکُمْ اللاَتِي أَرْضَعْنَکُمْ وَ أَخَوَاتُکُمْ مِنْ الرِّضَاعَةِ (النساء ۲۳ ) .

ژباړه : ستاسې هغه ميندې چې تاسې ته يې پۍ درکړی وي او ستاسې رضاعي  خوندې په تاسې حرام کړ شوی دي .

نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : الرَّضَاعَةُ تُحَرِّمُ مَاتُحَّرمُ الوَلاَدَةُ (متفق علیه )  کومې خپلوی چه د نسب په وجه سره حرامې دي هغه د رضاعت په وجه سره هم حرامې دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً