شيطان څنګه نيکان خلک دوکه کوي

(مهم مطلب دی تر آخره يې په پوره حوصله ولولې )

۱-د شيطان د دوکې ورکولو يوه لاره داده چه انسان ته بدعت ښه ښکاره کوي بدعتي سړی فکر کوي چه زه ډیر ښه اعمال تر سره کوم او پرهيزکاره سړی يم حال داچې هغه به په يوه غلطه لار روان وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»(رواه ابؤداود و النسائي).

 ژباړه: په دين کې د نو پيدا شي څخه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهۍ پايله دوزخ دی.

ځنې له ځانه احاديث جوړوي چې خلک له دين څخه لرې شوی دي هغه ورباندې وويروي ،يا د شيخ احمد په نوم وصيت نامې جوړوي چې ګواکي هغه رسول الله صلی الله وسلم په خوب ليدلی چې دومره خلک بې ايمانه مړ شوي او خلک اطاعت نه کوي يو دا چې خوب که رښتيا هم وي شرعي دليل نشي کيدای او بل دا چې هغه په درواغو باندې د خلکو اصلاح کول غواړي چه اصلاً دا کارونه بدعت او ګمراهي ده .

۲- يو شی ته رسيدګي مګر د نورو فوت کول :

مثلاً يو کس لمونځ کوي خو زکات نه ورکوي دی وايې چه لمونځ د دين ستن ده او د محشر په ورځ به د ټولو نه مخکې د لمانځه حساب کيږي ، دا سمه ده چې لمونځ په دين کې يو مهم بدني عبادت دی مګر زکات هم يو مهم مالي عبادت دی دواړه د الله تعالی حکمونه دي .

د دواړو په فوت کې سخت وعیدونه ذکر شوی دي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [مَا سَلَكَكُمْ فِي سَقَرَ ۴۲ قَالُوا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّي](سوره المدثر:۴۳).

ژباړه :تاسې څه شي دوزخ ته بوتلی ، هغوی به ووايي مونږ له لمونځ کونکو څخه نه ؤ.

او فرمايي: [وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلاَ يُنفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللّهِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ] (سوره التوبه ۳۴ ) .

ژباړه: او هغه کسان چې خزانه کوي سره زر او سپين زر (مال او دولت ) او نه يې لګوي په لاره د الله کښی ( زکات نه ادا کوي) نو زيری ورکړه دوی ته په غذاب دردناک سره .

ځنې بيا فکر کوي چه زه په زړه صاف مسلمان يم له خلکو سره ښه روابط لرم چاته چل او فريب نه ورکوم خيانت نه کوم خير که لمونځ نه کوم .

دا رنګه نور دا ټول د شيطان دسيسې دي چې غواړی نيک خلک وښويې .

۳- د بد کار د پريښودلو او د نيک کار د تر سره کولو اقدام نن په سبا کول :

په بدو کارونو کې به اخته وي او ښه به پوه وي چې دا کار بد دی اراده به لري چې هغه پريږدي ولی هغه به نن په سبا کوي .

دا هم د شيطان دوکې دي چه د نيک کار په اقدام کې انسان ته وسوسې اچوي تر څو هغه وځړوي او د ګناه پيټۍ يې ښه وزمين شي .

مثلاً په دفترونو او علمي موسيساتو کې له بيګانه ښځو سره ملګري او عشق بازي کوي او وايې خير چه کله فارغ تحصيل شم نو بيا به توبه وباسم ،حال دا چې د عبادت اصلی مرحله د ځوانۍ ده په ځوانۍ کې سړی کولای شي ځان ته د نيکو اعمال زخيره جوړه کړي خو دوی به دغه مهمه دوره په عشق بازۍ تيروي .

يا به وايي خير که نن د شيطاني ورکشاپونو غير اسلامې او غير اخلاقي فلمونه او سيريالونه ګورم ځواني مې ده ځواني خو د مستی دوره وي چه کله مې سن پوخ شو توبه به وباسم .

يا حج ورباندې فرض وي او وایې خير چې کله بډاتوب ته ورسيږم بيا به يې ادا کړم ، اول خو داچې د مرګ نيټه نه ده معلومه او بل داچې په بډاتوب کې بدن ضعيف شي ، ناتوانه شي ،بې حوصلې شي نو له سړي څخه ډير څه پاتې کيږي او هسې عبادت نه تر سره کيږي لکه څنګه چه په ځوانۍ کې تر سره کيږي .

۴- د شيطان د دوکې بله لاره داده چې انسان ته دا احساس ورکوي چه ته يو کامل انسان يئ او هيڅ عيب او نقصان نه لرې :

انسان ته دا احساس ورکوي چه ته تر ټولو خلکو غوره سړی يئ ، وګوره ډير خلک لمونځ نه کوي ته لمونځ کوي ډير خلک خيراتونه نه ورکوي ته خيراتونه ورکوې.

د شيطان دغه وسوسې ددې د پاره وي چې انسان نور زيات عبادت ونه کړي يا د عبادت په ښه ادا کې کوښښ ونه کړي ، که سړی د شيطان دا ډول وسوسو ته ځواب ور نه کړي نو هيڅکله به هم نه د نور عبادت او نه هم په عبادت کې د اصلاح کوښښ وکړي او په دې کوښښ کې به وي چه خپل اعمالو ته ښه رنګ ورکړي او هغه ډيره غوره وګڼې که څه هم د اخلاص نښه دا ده چې سړی اعلی ترين عبادت ادناترين وګني .

مثلاً انسان په کور کې لمونځ کوي او جومات ته نه ځي خو کله چه د جومات ته د تګ اراده وکړي شيطان هغه ته دا وسوسې وراچوي چه ډير خلک لمونځ نه کوي ته لمونځ کوې خير که په کور کې وي له رياکارۍ نه به بچ وې.

يا به دا بهانې کوي چه د جومات امام سم سړی نه دی زما په هغه پسې لمونځ زړه نه غواړي که څه هم ده به لوی ټولنيز سنت ترک کړي وي خوبيا به هم ځان تر امام غوره بولې په هغه پسې به يې اقتدا کول زړه نه غواړي .

۵- شيطان د انسان د دوکې د پاره دوې طريقې په کار اچوي :

الف : غرور او تکبر خپل ځان غټ ګڼل او د نورو خلکو حقير او ذليل ګڼل :

مثلاً شيطان مالدار سړی ته دا وسوسې وراچوي چې ته د الله تعالی په نزد غوره سړی يې نو ځکه يې پر تا د دومره مال لورينه کړی ده نو ته تر فقير او بې وزله نه غوره يې .

خو اصلاً مال او فقر دواړه د الله تعالی آزموينه ده ، الله تعالی فرمايي:

[وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ] (سوره البقره ۱۵۵ ).

ژباړه: مونږ به هرومرو تاسې په ويره او لوزه (فقر او بې وزلي ) آزميو  .

پرهيزکار سړی ته به دا دوکې ورکوي چه ته تر ټولو ښه او پاک سړی يې او نورو خلکو ته به د ذلت په سترګه ګوري هغوی به سخت ګناه کار کڼي .

که کومه علمي جلسه وي دی به په هغه کې برخه نه اخلي دا ځکه چه که هلته دده نه اشتباه وشي نو سپک به شي ددی غرور په وجه به دده هغه اشتباهات او غلطۍ پاتې شي .

ب : دوهمه طريقه : خپل ځان ناتوانه ګڼل :

په دې طريقه کې شيطان انسان ته وايې تواضع کوه ځکه څوک چې د الله تعالی د پاره تواضح کوي د هغه مرتبې لوړيږي .

ته ددی کار د پاره کافي توان او قدرت نه لرې ددې کار د انجامولو د پاره با استعداده او اوچتو کسانو ته ضرورت دی ، په دې کې د شيطان هدف دا دی تر څو انسان خپل رسالت تر سره نه کړي او د اسلام او مسلمانانو د خدمت د پاره خپل کافي استعداد او قدرت ونه کاروي .

۶- د شيطان د دوکه کولو بله لاره داده چه د انسان په زړه کې بدګماني پيدا کوي : بدګماني ډير بد عمل دی که له يو چا څخه ډیره کمه اشتبا وشي نو له هغه څخه لوی غر جوړ کړي او په اړه يې بد بد ګمانونه کوي .

يا پخپل ځان باندې بدګماني کول :

چې شيطان سړی ته وايي ته رياکار يې ، ته منافق يې دا کار د خدای د پاره نه تر سره کوې بلکی دا د خلکو د رضا د پاره تر سره کوې .

دا ټول وسواس ددې د پاره دي چه سړی له نيک عمل څخه لرې کړي ، ولی ددې کارونو د نيت ځای داخل دی (زړه ) نه بيرون مونږ به پخپله هغه وينو چه په زړه کې مو د الله تعالی رضا ده که د مخلوق يا په زړه کې مو اخلاص دی که ريا نو که په زړه کې مو ريا نه وي نو بيا خو د تر سره کول ډير غوره دي نو بايد چې د شيطاني وسواسو ښکار نشو.

۷- د انسان د دوکه کوله بله شيطاني لاره د خلکو ويرول دي :

الف : شيطان خلک په خپلو دوستانو ويروي :

شيطان انسان په خپلو دوستانو ويروي چه هغوی د قوي لښکر او قوي وسايل لري تاسې د هغه له مقابلی څخه عاجر يي نو ځکه د شيطان او د هغې د لښکر له ويرې د الله او رسول اطاعت پريږدي .

الله تعالی فرمايي: [الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ](سوره العمران ۱۷۵ ) .

ژباړه: هغه خو شيطان ؤ چې خپل دوستان يې بې ځايه ويرول له دې امله تاسې په آينده کې له هغوی مه ويريږئ او يوازې له ما نه ووريږئ (د نافرمانۍ له وجې ) که په رښتيا سره مؤمنان وئ .

ب : شيطان خلک په لوزه او فقر ويروي

شيطان خلک په فقر ويروي ،الله تعالی فرمايي : [الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ] (سوره  البقره:۲۶۸ ) .

يعنې : شيطان انسان ته وايي که دغه کار پريږدي بل کا نه درته پيدا کيږي دا کار مه پريږده .

شيطان ځکه دا ورته وايې او دا ويره د هغه په زړه کې وراچوي چه په کوم حرام کار او شغل اخته وي هغې ته دوام ورکړي .

ومن الله توفيق

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email