دمسلمان سره به له دریو ورځو زیات قطع تعلق نه کوو مګر د بدعتی انسان او یا داسې انسان سره چې ښکاره فسق کوی(دوهمه برخه)

په بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

 وعنْ أبي هُريرةَ رضي اللَّه عنْه قَال: قَال رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم: « تُعْرضُ الأعْمالُ في كُلِّ اثنين وخَميس، فيغفِر اللَّه لِكُلِّ امْريءٍ لا يُشْرِكُ بِاللَّهِ شَيْئا، إلا امْرءًا كَانَتْ بيْنَهُ وبيْنَ أخِيهِ شَحْناءُ ، فيقُول: اتْرُكُوا هذَينِ حتَّى يصْطلِحا » رواه مسلم.

د حضرت ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دي چې نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: اعمال په هره دوشنبې او پنجشنبې ورځ کې د الله جل جلاله حضور کې وړاندې کیږي، الله جل جلاله ټولو هغو کسانو ته بښنه کوي چې د الله جل جلاله سره یې شریک نه وي نیولي مګر هغه څوک چې د ده او ورور مسلمان تر مینځ یې دښمني موجوده وي الله جل جلاله فرمایي دا دواړه پریږدي تر څو خپل مینځ کې صلح وکړي.

یعنې هغه کس چې د الله جل جلاله سره شریک نیسي او هغه دوه مسلمانان وروڼه چې خپل مینځ کې دښمني کوي او د دوي دښمني د کوم شرعي دلیل له مخې نه وي د الله جل جلاله د مغفرت او رحمت له دایرې څخه وتلي دي.

همدارنګه نبي صلي الله علیه وسلم فرمایي:

  وعَنْ جابرٍ رضي اللَّه عنْهُ قَال: سمِعْتُ رسُول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقُول: « إنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ يئسَ أنْ يَعْبُدهُ المُصلُّون في جَزيرةِ العربِ ولكِن في التَّحْرِيشِ بيْنهم » رواه مسلم.

د حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دي چې د نبي صلي الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې فرمایل یي: شیطان له دې څخه نا امیده شوي چې مسلمانان په جزیرة العرب کې د ده اطاعت وکړي لکن د دوي د زړونو په فاسدولو او جدا کولو به کوشش کوي.

بل حدیث شریف کې نبي صلي الله علیه وسلم فرمایی:

وعنْ أبي هريرة رضي اللَّه عَنْه قَال: قال رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم « لا يحِلُّ لمسْلِمٍ أنْ يهْجُرَ أخَاه فوْقَ ثَلاث، فمنْ هَجر فَوْقَ ثلاثٍ فمات دخَل النَار » .  رواهُ أبو داود بإسْنادٍ على شرْطِ البخاري.

حضرت ابوهریرة رضي الله عنه روایت کوي چې نبي صلي الله علیه وسلم وفرمایل: د مسلمان لپاره روا نه ده چې د دریو ورځو نه زیات د خپل ورور سره رابطه قطع کړي هغه څوک چې له دریو ورځو زیات قطع تعلق کوي او مړ شي اور ته به داخل شي.

بل حدیث شریف کې فرمایی:

 وعَنْ أبي خرَاشٍ حدْرَدِ بن أبي حدْردٍ الأسْلمي، ويُقَالُ السُّلمي الصَّحابِي رضي اللَّه عَنْهُ أنَّهُ سَمِعَ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقُول: « منْ هَجر أخاهُ سَنَةً فَهُو كَسفْكِ دمِهِ » . رواه أبو داود بإسناد صحيح.

له ابو خراش حدرد بن ابي حدرد اسلمي او ویل شوي چې له سلمی رضي الله عنه څخه روایت دي چې ده له نبي صلي الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې: هغه کس چې خپل ورور سره یو کال پورې قطع تعلق وکړي د ده د وینې تویولو په شان دي.

او همدارنګه نبي صلي الله علیه وسلم فرمایی:

 وعنْ أبي هُرَيْرةَ رضي اللَّه عَنْهُ أنًَّ رسُولَ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَال: « لا يَحِلُّ لمُؤْمِنٍ أنْ يهْجُرَ مُؤْمِناً فَوْقَ ثَلاث، فَإنْ مرَّتْ بِهِ ثَلاث، فَلْيَلْقَه، ولْيُسَلِّمْ عَلَيْه، فَإن رَدَّ عليهِ السَّلام، فقَدِ اشْتَرَكَا في الأجْر، وإنْ لَمْ يَرُدَّ عَلَيْه، فَقَدْ باءَ بالإثم، وخَرَجَ المُسلِّمُ مٍن الهجْرةِ».  رواهُ أبو داود بإسنادٍ حسن. قال أبو داود: إذا كَانَتِ الهجْرَةُ للَّهِ تَعالى فَلَيْس مِنْ هذَا في شيءٍ .

حضرت ابو هریرة رضي الله عنه روایت کوي چې نبي علیه السلام وفرمایل: د مؤمن لپاره روا نه ده چې د بل مؤمن سره د دریو شپو ورځو څخه زیات رابطه قطع کړي که دري شپې ورځې تیرې شوې باید د هغه سره وویني او سلام ورته واچوي که د سلام ځواب یي ورکړ هغه هم په دې ثواب کې شریک شو او که ځواب یې ورنه کړ په ګناه کې مبتلا شو او مسلمان د قطع رابطې له ګناه څخه خلاص شو.

ولې که چيرې قطع تعلق د الله جل جلاله لپاره وي بیا پرې دا ګناه نه شته په دې معني چې مسلمان ورور یوه ګناه کې مبتلا دي او بل ورور ورته بار بار دعوت ورکوي چې دا کار دې د شرعې خلاف دي او دي یې نه مني په دې ځاي دي ورسره قطع رابطه کوي دا بیا بیله خبره ده او دا د ایمان له کړیو څخه یوه کړۍ ده او په دې وعید کې داخله نه ده، الله جل جلاله دې زمونږ مسلمانانو په زړونو کې اخوت،ورورولي او محبت وا چوي او دا چې هر کار مو الله جل جلاله د رضا په خاطر وي او لکه د صحابه کرامو رضي الله عنهم چې څنګه زندګي وه باور ولری وروڼو صحابه کرامو به په هر اسان کار او نعمت کې نور وروڼه مخکې کول او په سختۍ او مشکل کې به یې خپل ځانونه مخکې کول لکه چې یوه روایت کې راځي چې کله یوه غزا کې یوه صحابي د ځان سره اوبه واخیستې تر څو د خپل کاکا زوي پیدا کړي او که اوبو ته ضرورت ولري اوبه پرې وچښي نو کله یې چې هغه په زخمي حالت کې بیامونده نو اوبه یې ورته پیش کړې د هغه تر څنګ بل صحابي زخمي وو او د اوبو غږ یې وکړ نو لومړي زخمی صحابي ورته وویل چې دا اوبه زما هغه زخمي ورور ته ور وړه هغه به زما نه ډیر تږي وي کله چې اوبه هغه دوم کس ته رسیږي هلته بل زخمي غږ کوي او اوبه غواړي دویم صحابي وایې چې اوبه هغه ورور ته ور وړه هغه به زما نه ډیر تږي وي چې کله اوبه دریم کس ته رسیږي هغه ساه ورکړې وه کله چې دویم کس ته بیرته اوبه راوړي هغه هم شهید شوي وو او د خپل کاکا زوي ته راځي چې وینې هغه هم د شهادت لوړ مقام ته رسیدلي و او اوبه همداسې پاته کیږی وګوري وروڼو څومره محبت او د زړونو نژدیوالي وو الله جل جلاله یې د مونږ ته هم نصیب کړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email