د ښځې عدت عموماً په دوه قسمه دی :

۱- د وفات عدت

۲- د فراق (جلاوالي ) عدت

اول د وفات عدت : د وفات عدت دوه صورتونه لري :

۱- که چېرې ښځه د وفات شوي خاوند څخه حامله وي نو عدت د حمل تر وضع ( بچي پيدا ) کېدو پورې دی .

لقوله تعالى : وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ(الطلاق: 4)

۲- که ښځه حامله نه وي نو د خاوند د مرګ وروسته به څلور مياشتې او لس ورځې عدت تيروي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنْكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا (البقره:234) .

ژباړه : د تاسې څخه چې څوک ومري او کونډې يې پاتې شي نو هغوی دې پر خپل ځان څلور مياشتې او لس ورځې عدت تير کړي .

دوهم : د فراق عدت

د فراق عدت لکه : د طلاق ، خلع او مفقود الخبر عدت .

کومې ښځې چې طلاق شوې وي د هغوی عدت دری حيضه دی او کومو ښځو ته چې حیض نه ورځي د هغوی عدت دری مياشتې دی .

لقوله سبحانه وتعالی : {وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنْفُسِهِنَّ ثَلَاثَةَ قُرُوءٍ(البقرة ) :

ژباړه : طلاقې شوې ښځې دې خپلو ځانونو باندې د دريو حيضه تيريدو پورې انتظار وکړي .

او فرمايي : وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ(الطلاق ) .

ژباړه : او کومو ښځو چې حيض راتلل بند شوی وي د هغوی په باره کې که ستاسو شک وي نو د هغوی او د کومو جينکو چې لا حيض نه وي شروع شوی د هغوی عدت دری مياشتې دی .

او مفقود الخبر هغه کس ته وايي چې لا درکه وي د مرګ او ژوند څه پته يې نه وي معلومه ، د لا درکه سړي ښځه به د هغه د مرګ يا ژوند تر معلومېدو پورې انتظار باسی .

د عدت په موده کې د ځان سينګار کول ، بې ضرورته له کور څخه وتل او د بل چا سره نکاح کول ورته حرام دي ، مګر په رجعي طلاق کې ښځې ته د سينګار اجازت شته .

د عدت مقصد :

د عدت يو مقصد دا دی چې دا په ذهن کې ساتل چې د نکاح ماتول لويه خبره ده او دوهم دا چې د هغې حمل څرګند شي چې آيا حامله او که غير حامله .

د عدت احکام :

اول – د رېبارۍ يا خواستګارۍ حرمت :

اجنبي کس ته جايز نه ده چې د عدت په دوران کې د ښځې په صريح او ښکاره توګه رېباري وکړي برابره خبره ده که دا د طلاق عدت وي يا د خاوند د وفات عدت وي ځکه چې په رجعي طلاق کې مطلقه د ښځې حکم لري نو د هغې رېباري جايز نه ده او په نورو طلاقو کې او د وفات په عدت هم د زواج څه اثار پاتې وي .

همدارنګه د طلاق په عدت کې د رېبارۍ وړانديز کول جايز نه دي مګر د وفات په عدت کې د رېبارۍ وړانديز کول باک نلري ، لقوله سبحانه وتعالی :[ولا جناح عليكم فيما عرَّضتم به من خطبة النساء] (البقرة:۲۳۵) دې نه وروسته فرمايي : [ولكن لا تواعدوهن سراً، إلا أن تقولوا قولاً معروفاً] (البقرة:۲۳۵).

دوهم- د نکاح کولو تحريم :

د عدت په وخت کې له ښځې سره نکاح کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالی : {ولا تعزموا عقدة النكاح حتى يبلغ الكتاب أجله } [البقرة :2/235]

که څوک د عدت په وخت کې له ښځې سره نکاح وکړي نکاح يې باطله ده او تفريق يې واجب دی ځکه په طلاق رجعي او بائن کې د نکاح اثار پاتې وي او حکم يې داسې دی لکه د نکاح شوي ښځې سره نکاح کول

جاء في فقه الاسلامي وادله : وإذا تزوجت فالنكاح باطل، لأنها ممنوعة من الزواج لحق الزوج الأول، فكان نكاحاً باطلاً كما لو تزوجت وهي في نكاحه، ويجب أن يفرق بينه وبينها.
دريم – د کور څخه وتل حرام دي :

د احنافو په نزد د بالغې ، عاقلې ، مسلمانې او آزادې ښځې لپاره د طلاق د عدت په وخت کې د کور څخه وتل حرام دي مګر دا چې سخت ضرورت وي، لقوله سبحانه وتعالی :[لا تخرجوهن من بيوتهن، ولا يخرجن إلا أن يأتين بفاحشة مبينة] (الطلاق:1/65)

مګر هغه ښځه چې د خاوند د وفات په عدت کې وي د شپې له کور وتل ورته حرام دي مګر د ضرورت په وخت د ورځې وتل باک نلري ځکه چې د هغې نفقې ته ضرورت دی .

جاء في فقه الاسلامي وادله :

وأما المتوفى عنها: فلا تخرج ليلاً، ولا بأس أن تخرج نهاراً في حوائجها؛ لأنها تحتاج إلى الخروج بالنهار لاكتساب ما تنفقه؛ لأنه لا نفقة لها من الزوج المتوفى، بل نفقتها عليها، فتحتاج إلى الخروج لتحصيل النفقة، ولا تخرج بالليل.

څلورم- د خاوند په کور کې اوسېدل :

دا د ښځې په خاوند باندې واجب حق دی چې ښځه به د عدت پر مهال د خاوند په کور کې سکونت کوي او هغې ته به خاوند نفقه ورکوي ، لقوله سبحانه وتعالی : {يا أيها النبي إذا طلقتم النساء، فطلقوهن لعدتهن، وأحصوا العدة، واتقوا الله ربكم، لا تخرجوهن من بيوتهن، ولا يخرجن إلا أن يأتين بفاحشة مبينة} [الطلاق:1/65].

حنفي فقهاء وايي : کچېرې د رجعي طلاق عدت وي نو خاوند سره په يو کور کې اوسيدل دي ځکه چې هغه کولای شي د طلاق وروسته هغه ته رجوع وکړي مګر که طلاق بائن يا دری طلاقه وي خاوند به د هغې سره د بيګانه ښځې په څير عمل کوي حتی هغې ته نظر او کتل هم جايز نه دي او همدارنګه د هغې سره په يو اتاق کې او يو ځای کې ژوند کول هم جايز نه دي که په کور کې جلا اتاق وي هلته دې اوسيږي مګر که په کور کې يوازې يو اتاق وي د فتنې له وېرې له کور څخه بل ځای ته وتل باک نلري .

أما في الطلاق البائن أو الثلاث: فلا بد من ساتر حاجز بين الرجل والمطلقة، فإن كان المسكن متسعاً استقلت المرأة بحجرة فيه، ولا يجوز للمطلق أن ينظر إليها ولا أن يقيم معها في تلك الحجرة. وإن كان المسكن ضيقاً ليس فيه إلا حجرة واحدة، وجب على الرجل المطلِّق أن يخرج من المسكن (فقه الاسلامي وادله ) .

او د عدت په وخت کې د ښځې نفقه په خاوند باندې واجب ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email