د آنلاین اسلامی لارښود محترموچلونکوته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کوم الله پاک دی تاسو ته ستاسو ددی ستر خدمت عوضونه په دنیا او اخرت کښی درکړی.
زما یوه پوښتنه داده چی د قران کریم په اړه معلومات راته کړای چی قران کریم څو آیتونه،څو رکوع، څو سورتونه،څو حروف،څو سجدی تلاوت،څو زورونه او څو زیرونه لری که دا معلومات راته کړی ډیره مهربانی به موی ځکه زه ورته ډیر سخت مجبوره یم ځکه شاګردانوته د قران کریم درس ورکوم خو ددی سوالونو سره مخ سوی یم، ستاسو د ځواب په هیله
منـــــــــــــــــنه – صابر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قرآنکريم سورتونه : 114

د قرآنکريم رکوع : 540

سجده تلاوت ځايونه : 14

د قرآنکريم آيتونه :6666

د قرآنکريم کليمات : 77808 يا 77701

د قرآنکريم توري يا حروف :340740 يا 323671

په قرآنکريم کې ټکو يا نقطو شمير :1015030

په قرآنکريم کې د زورونو شمير :93243

په قرآنکريم کې د زېرونو شمير :39586

په قرآنکريم کې د شدونو شمير : 19253

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email