په ميراث کې د ښځې د پاره د نيمې برخې ټاکلو حکمت څه دی؟

د آن لاين اسلامي لارښود ادارې ته ! السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

ګرانو! کفار ، منافقين او اوس ځنې له دين څخه ګرځيدلې مرتدين په اسلامي شريعت باندې دا نيوکه کوي چې په اسلام کې نر او ښځه مساوي حقوق نه لري ځکه په ميراث کې د ښځې د پاره نيمه برخه ټاکل شوی ده .

انجنير منيب احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اسلام مقدس دين د نر او ښځې مساوات د انسانيت او بشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .

د ښځې او نر تر منځ چه په ځنو حقونو او دندو کې فرق ورکړشوي دی دا فرق د فطري اختلافاتو په نظر کې نيولو سره شوی دی چه دا اختلافات په قطعي توګه په ښځه او نر کې موجود وي .

نر او ښځه په حقونو او دندو کې ( په کوموکې چه د فطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر او ښځی فطري جوړښت سره مساوي شي آيا د ښځی يا نر فطري جوړښت ته څوک تغير ورکولای شي ؟ نه

د ميراث مسئله :

اسلامي شريعت د ميراث د قانون له مخی د نر په نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی قوله تعالی :

يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن

ژباړه : حکم کوی تاسی ته الله په (حق د ميراث) د اولاد ستاسی کښې شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل د برخی د دوو ښځو.

يعنی د کوم مړي په اولاده کښی چه هلک او جينی دواړه وي نو هغوی ته د ميراث ورکولو قاعده دا ده چه يو هلک ته به د دوو جينکو حصه ورکول کيږی ، يعنې جينی ته به د هلک په نسبت نيمه حصه ورکول کيږي .

ددې مسئلې د حکمت بيان :

د ښځې د پاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوې ده چې ميراث مالي او اقتصادي قضيه ده چې په مالي او د ژوند په مصارفو پورې اړه لري ښځه د مالي مصارفو د کورنۍ نفقې او خرڅ هيڅ مسئوليت نه لري دا مسئوليت د نارينه دی او د ښځه ټوله دارايي او مال د ځان لپاره پس انداز کولای شي ، همدارنګه هلک به د واده لپاره د ښځې مهر برابروي او ښځه به مهر اخلي او مهر اخيستل هم يو مالي قيضه ده .

نو څوک چې نه د نفقي برابرولو او نه هم د مهر ادا کولو هيڅ مسئوليت و نه لري هغوی ته په په ميراث کې د نيمې برخې ټاکل ظلم دی او که عدالت ای د عقل خاوندانو ! تاسې فکر وکړئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً