(۲۱) رُوِيَ أَحمد وَ ابْنُ مَاجَه عَنْ عَائِشَة رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ : عَثَرَ أُسَامَةُ بِعَتْبَةِ الْبَابِ ، فَشَجَّ فِيْ وَجْهِهِ ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :  أَمِيْطِي عَنْهُ الْأَذْىَ فَتَقَذَّرْتُهُ ، فَجَعَلَ يَمُصُّ عَنْهُ الدَّمَ ، وَيَمُجهُ عَنْ وَجْهِ , ثُمَّ قَالَ :لَوْ كَانَ أُسَامَةُ جَارِيَةً لَحَلَّيْتُهُ، وَكَسَـوْتُهُ حَتَّى أُنفِّقْهُ .

ژباړه : عائشه رضی الله عنها وایی : اسامه د وره په لخکي وپروت ، مخ یی خوږشو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : له دی نه پلیتی لری کړه ! ، مادهغه له پلیتی نه ځان لری وساته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه وینی زبیښلی ،او دده له مخ نه یی وینی وچولی ،بیا یی وویل : که اسامه نجلۍ وی مابه پسوللی و ،په جاموبه می پوښلی و، څومی واده کړی وي .

فایدی :
۱- له دی روایت نه له ماشومانو سره درسول الله صلی الله علیه وسلم بی کچی مینه او پرهغوی رحمت اوشفقت په ښه توګه څرګندیږی اسامه دامهال ماشوم و اودی د مشهور صحابی زیدبن حارثه زوی و دا زوی اوپلار په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندی بیخی زیات ګران وو داسامه په باره کی خو په یوه روایت کی راځی رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی : له فاطمی پرته اسامه په ما له هرچا ګران دی نو دیوه ماشوم له زخم نه په خوله وینی زبیښل او هغه پاکول اوخپلی میرمنی ته هم امرکول چی دده په ساتنه کی مرسته ورسره وکړی له دی نه دا معلومولی شو چیرسول الله په ماشومانو څومره مهربانه و او له هغوی سره یی څومره مینه لرله !!

۲- له دی روایت نه موږ معلومولی شو چی دماشومانو نازول او هغوی ته خوږی خبری کول نبوی لاره ده په دی روایت کی رسول الله صلی الله علیه وسلم اسامه تهڅومره خوږی خبری کړی دی !د اسامه دپاکولو په مهال او دهغه د درد په وخت کی هغه ته وایی چی که اسامه نجلۍ وی نو: لَحَلَّيْتُهُ، وَكَسَـوْتُهُ حَتَّى أُنفِّقْهُ .یعنی ما به هغه ښایسته کړی اوپسوللی
وی ، اوهغه ته به می ښ:لی جامی کړی وی او هغه به می د غوښتونکو له پاره تیاره کړی وه .

(۲۲) رُوِيَ الِإمَامُ أَحْمَدُ وَالطَّبَرَانِيُّ عَنْ عِبَادَةبنِ الصَّامِتِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : لَيْسَ مِنْ أُمَّتِي مَنْ لَمْ يَجُلَّ كَبِيرَنَا، وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا، وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقُّهُ .

ژباړه : عباده بن صامت رضی الله عنه وایی : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :څوک چې دمشر احترام نه کوی ، اوپه کشر رحم اوشفقت نه کوی ، او زموږ دعالم حق نه پیژنی ؛ هغه زما له امت څخه نه دی .

فایدی :

۱- په کشرانو باندی دمشرانو عزت اواحترام لازم دی اوبی ادبی یی ګناه او ناروا کار دی ځکه داخبر په حدیث کی په ډیر ټینګار سره شوی ده اود مشرانو بی ادبی کوونکی له محمدی امت نه وتلی شمیرل شوی دی .

۲- له کشرانو سره مینه او په هغوی شفقت او زړه سوی هم داسی لازمی دی لکه په لوړه فایده کی چی مو یادونه وکړه

۳- دعالم او استاد حق پیژندل هم لازمی او ډیر مهم دی ، عالم د بشریت خیر خوا او پرانسانانو یی زړه خوږیږی هغه د خلکو له پاره خواری او منډی ترړی کړی وی اوبیا له عوضه پرته هغوی ته چوپړوهی نوپرخلکو لازمی ده چی دداسی انسان حق وپیژنی او دهغه احترام وکړی

(۲۳) رُوِيَ مُسلِمٌ عَنْ أَبِي هُرَيْرَة يَقُولُ : قَالَ أبُو القَاسِمِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَشَارَ إِلَى أَخِيْهِ بِحَدِيْدَةٍ فَإِنَّ المَلاَئِكَةَ تَلْعَنُهُ حَتَّى يَدَعُهُ وَإِنْ كَانَ أَخَاهُ لِأَبِيْهِ وَأُمِّهِ .

ژباړه : ابوهریره رضی الله عن وایې : ابو القاسم صلی الله علیه وسلم وېلي دې : څوک چې خپل ورور ته په اوسپنه سره اشاره وکړي ملایکې به ترهغو لعنت پرې وایې څو یې چې پرې اېښی نه وې اګر که دا کس دده سکنی ورور وې .

فایدې :

۱- د مسلمان وېرول او وهل حرام او ناروا دې ځکه دلته په وعېد کی دملایکو لعنت راغلی دی .

۲- د اویرول که په ټوکه سره وې هم داډول ټوکه هم حرامه ده .

۳- موږ داحدیث دماشومانو په باره کی ځکه راواخېست چی ټوکې او داډول کړنې په ماشومانو کې زیاتې وې نوباید له داډول ټوکونه ځان وژغورل شې .

۴- له خپل ورور اودمور له زامنو سره سړۍ هرډول ټوکې او مستې کوی خو داډول ویرول دومره ناروادې چی په حدیث کی له خپل ورور سره هم داډول ټوکې ناروادې .

۵- د اراز علماء وایې یوه بل ته لغړه اولوڅه توره ورکول هم ناروادې باید له پوښلو وروسته یوه بل ته ورکړل شې، داراز یوه بل ته بایدډک ا وپه ماشه توپک یا توفنګچه هم ورنکړل شی دا هم نارواده ځکه له لغړې تورې او ډک توپک نه هم انسان ویرېږې .

۶- ځېنې خلک په تېزي سره په چا باندې موټر ور ولې اوبیا یې بل لورته چپ کړی دا کارهم ددې حدیث په رڼا کې ناروا بلی شوځکه دا هم اوسپينه ده اوعلت مشترکه (ویرول) هم په پوره پیمانه شتون لرې ځکه په سړې چې مخامخ موټر ورشې ډیر یی ویروې .

(۲۴) أَخْرَج أحْمَدُ وَ أَبُودَاوُدَ عَنْ عَبْدِاللهِ بْنِ بُسْر صَاحِبُ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أَتَي بَاباً يُرِيْدُ أَن يَّسْتًأْذَنَ لَمْ يَسْتَقْبِلْهُ , جَاءَ يَمِيناً وَ شِمَالاً , فَإِنْ أَذِنَ لَهُ وَإِلاَّ انْصَرِفَ .

ژباړه : درسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي عبدالله بن بسر وایې : کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دچا د کور دروازې ته ورغی او اجازه به یېغوښتله مخامخ به دروازې ته نه دریدی ، له ښې یاچپ لورې به ودریدی که به یې اجازه ورکړه خوښه اوکه نه نو بېرته به ستون شو .

فایدې :

۱- د یوچا کورته د ورتګ به مهال دکور له څښتن نه دننوتلو اجازه غوښتل (استئذان) په اسلامی شریعت کې لازمي او ضروري ده ځکه په قرانکریک کې راغلې دې :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتاً غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ ﴾ [النور: 27].
ژباړه : ای هغو خلکو چې ایمان مو راوړی دی تاسوته چې ترڅو دننوتلو اجازه نه وې درکړل شوې پردیوکورونوته مه ننوځئ اوچې کله له اجازې وروسته ننوتلئ نو دکور په والو سلام واچوئ داستاسو له پاره ښه ده څو تاسو پند واخلئ یوه انصاریه مېرمن رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ورته ویې ویل : یارسول الله زه په خپل کورکې کله په داسې حالت کې ناسته یم چې نه غواړم بل انسان مې په هغه حالت ووېنې ، ددې انصاریی مېرمنې ددې پوښتنې په ځواب کې لوی څښتن دا مبارک ایت په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل کړ
(داسستئذان مسئله ډېره تفصیلی ده باید دفقهی اوتفسیر کتابونوته مراجعه وکړل شی )

۲- کله چې داجازې غوښتلو په مهال دچادروازې ته سړی دریږی نو مخامخ به نه درېږې بلکې د دروازې ښې یاچپ اړخ ته باید ودرېږي ځکه د دراوزې خلاصولو په مهال به په کور کې نور انسانان هم وې او هغوی به ځان نه وې خوندې کړی ،

۳- داستئذان له دې ایت او حدیث نه دا معلومولی شو چی اختلاط یاد نر او ښځو ګډ کارکول ناروادې ځکه دیوچا کورته بې له اجازی ننوتل ناروادې نو د ډېر وخت له پاره دنارېنه او ښځېنه و ګډکار به څنګه رواشې ؟!

۴- دکور څښتن که اجازه غوښتونکي ته اجازه ورکړي نو وردې شی او که له دری ځله اجازې غوښتلو ورسته هم هغه اجازه ورنکړی نو خپله لاره دي وهي او ټېنګار دې نه کوي ځکه انسان مختلف حالات او مختلفی اړتیاوې لرې شاید دا وخت به ددې نه وې چې بل څوک دې دده کره کینې یابه دا وخت دکور څښتن دی ته نه وې چمتوچې له چاسره کېنې ،له حدیث نه داسی معلومېږې چې کله داسی هم پیښ شوې دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته هم یوچا دهغه کورته دننوتلو اجازه نده ورکړی او هغه سمدستې بېرته ستون شوی دی :فَإِنْ أَذِنَ لَهُ وَإِلاَّ انْصَرِفَ .

۵- له اجازې ورکولو وروسته باید دکور په خلکوسلام واچول شې ځکه یوسړی درسول الله په کور کې اواز وکړ چې د ننوتلو اجازه شته ؟ رسول الله خپل خادم ته وویل ورشه دې سړي ته د استئذان طرېقه ور وښیه او ورته ووایه چې داسی وایه السلام علیکم ایاد ننوتلو اجازه شته ؟

(۲۵) أَخْرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمُ وَمَالِكُ وَأَبُوداوُدَ وَالتِّرْمِذِيُّ عَنْ عُمَر بنِ أَبِي سَلْمَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : كُنْتُ غُلاَماً فِي حِجْرِ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَكَانَتْ يَدِي تَطِيْشُ فِي الصَّحِفَةِ ، فَقَالَ لِي رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :” يَا غُلاَمُ ! سَمِّ اللهَ . وَكُلْ بِيَمِيْنِكَ ، وَكُلْ مِمَّا يَلِيكَ ” فَمَازَالَتْ طَعْمَتِي بَعْدُ.

ژباړه : عمرابن ابی سلمه رضی الله عنه وایې : زه ماشوم وم له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره اوسېدم ، دخوراک په مهال ما په کاسه کې لاس ښوراوه یعنی له یوه اوبل لورې نه مې ډوډۍ را اخېستله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: ای هلکه ! بسم الله ووایه ، په ښي لاس خوراک کوه ، کوم خوراک چې تاته نږدې ده هغه خوره ،عمر بن ابی سلمه وایې : له دې وروسته مې ټول عمر په هغه ډول خوراک کاوه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولی و .

فایدې :

۱- خوراک ته نږدې اوپه ډاډ سره کېناستل ځکه ددې عمربن ابی سلمه په یوه بل روایت کې راغلې دې چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : رانږدې شه !

۲-د خورا ک، څښاک او هر ښه کار پیل په بسم الله الرحمن الرحیم سره کول ځکه په مختلفو روایتونوکې راغلي دې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې هرښه کار چې په بسم الله نشې پیل هغه بې برکته وې ،

۳- هرښه کار باید په ښې لاس ترسره کړل شې لکه خوراک څښاک اوډېر نور… ځکه په روایتونوکې راغلې دې چې رسول الله علیه وسلم دهرښه کار په ښې لاس کولو سره مینه لرله .

۴- دخوراک په مهال باید سړي ته نږدې خوراک وخوړل شې او دناستو ملګرو له لورې څه را وانه خېستل شې ، ځکه دا ډول چلند په اخلاقی لحاظ ناسم اوبد دی .

۵- که یوچاته کومه شرعی مسئله نه وې معلومه او له کومې لارې دا مسئله ځان ته معلومه کړي نو په هغه وخت کې دې سمدستې دا ژمنه وکړې چې همدا مسئله به خامخا عملې کوم او تر مرګه پورې به عمل پرې کوم او داد کره او رښتینی مسلمان خوی اوعادت وې ځکه په ډېرو روایتونوکې راغلي دې کله به چې کوم صحابی ته رسول الله صلی الله علیه وسلم یوڅه ور وښودل نو هغه به په هغه ځای هوډ او ژمنه وکړه چې دا خبره به ترمرګه پورې عملي کوم لکه دلته هم د عمر بن ابی سلمه رضی الله عنه د دې روایت په پای کې راغلي دې :فَمَازَالَتْ طَعْمَتِي بَعْدُ. ده ددې روایت دبیانولو په مهال داخبره کړې ده چې زه تر اوسه پوري په هغه ډول خوراک کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راښوولی دی .

(۲۶) أَخْرَجَ أَبُو دَاوُد فِي سُنَنِهِ عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَامِرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : دَعَتْنِي أُمِّي يَومًا، وَرَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَاعِدٌ فِي بَيْتِنَا ، فَقَالَتْ لِي : هَا تَعَالْ أَعْطِكَ.فَقَالَ لَهَا النَّبِيُّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ يَا أُمَّ عَبْدَ اللهِ. مَا أَرَدْتَ أَنْ تَعْطِيهِ ؟ فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ. أَرَدْتُ أَنْ أَعْطِيهِ تَمَرًا.قَالَ لَهَا: أَمَّا إِنَّكَ لوْ لَمْ تَعْطِهِ شَيْئًا لَكَتَبَتْ عَلَيْكَ كَذِبَةً.

ژباړه : عبدالله بن عامر وایې : یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په کور کې ناست و، او زه مې خپلې مور وبللم ، مور مې راته وویل : دلته راشه ! څه شی درکړم ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دي ته وویل :ای د عبدالله مورې ! رښتیا څه شی ورکوې؟مور مې ورته وویل : یارسول الله ! خورما مې ورکولې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : که دې درغوښتی وی اوڅه دې ورکړي نه وی نودابه دروغ بلل کېدل .

مهمه فایده :

دروغ هغه سپکه او بدمرغه ناروغې ده چې باید ډېره زیاته هڅه وکړل شي څو له دې ګناه نه ځان وژغورل شې ، په دروغو کې دانسان هلاکت او سپکوالی پروت ده اوپه دروغژن باندې الله جل جلاله لعنت وایې ، دټولنې سرخېلان (سیاستوال)همدې دروغوپه غدر اوټګي اخته کړې دې ، او دنن له ټګیو اوبرګیوډک سیاستونه همدې دروغژنو دې حد ته رارسولې دې ، دټولني شتمن خلک دهمدې کرغېړني ګناه (دروغو) له کبله په غش او دروهوبوخت دې ، لنډه دا چې ډېرۍ پساتونه او دروهې له دې ناولې ګناه یعنی دروغونه سرچېنه اخلې او دهمدې دروغو په زور په پښو درېږي

همدا لامل دی چې دانسانیت ستر روزونکي رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې لوړه لارښوونه کې هر مو ر اوپلار او هر روزونکی دې ته متوجه کړی دی چې باید دماشوم په کم عمري کې لا دهغه روزني ته متوجه واوسې او په تېره بیا د دروغوپه موضوع کې له هغه سره ډېر احتیات وکړل شې اوهغه داسی وروزل شې چې ټول ژوند دروغوته نږدې نشی ، له هغه سره په تعامل کې باید مور اوپلار داسې چلند غوره کړې چې هغه له ډېروکوچنیو دروغو هم خوندې اوساتلی پاتې شې ،

ډېرځله مور اوپلار دیوکم ضرورت له کبله ځان دروغوته اړ کړې اوخپل ماشوم ته دروغ ووایې په دې سره له هغه نه یو د دروغ ویلو ګناه ترسره شې اوبل ډېر خطرناک کار دادی چې ماشوم له ځانه سره دا فکر خپل کړې چې دروغ څومره بده خبر نده او دیوه کم ضرورت دپوره کولو له پاره که دروغ یوه ذریعه کړل شی پروا نلرې دمور اوپلار غیږ
اوله هغه سره تعامل د ماشوم له پاره لومړنۍ مدرسه او ښوونځۍ دی او دلته ماشوم
په پټه خوله ډېرڅه زده کوی ، دلته یې چې څه زده کړې وې هغه یې دتل له پاره په دما
غوکې نقش وی بناء دامهال د هر روزونکی او هر مور اوپلار له پاره ډېر نازک وخت
دی او باید ډېردقت او مکمل احتیات وکړل شې ،

(۲۷) أَخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ : أَنَّ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِي : ” يَا بُنَيَّ ، إِنْ قَدَرْتَ أَنْ تُصْبِحَ وَتُمْسِيَ وَلَيْسَ فِي قَلْبِكَ غِشٌّ لِأَحَدٍ فَافْعَلْ ، ثُمَّ قَالَ لِي : يَا بُنَيَّ وَذَلِكَ مِنْ سُنَّتِي ، وَمَنْ أحْيَا سُنَّتِي فَقَدْ أَحَبَّنِي ، وَمَنْ أَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ ” .

ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل :زویه ! ترڅو چې دې وس وې په خپل ټول ژوند کې هیچاته په زړه کې دوکه او بدخواهې    مه ګرځوه ،بیا یې راته وویل : ای زویه ! داصفا زړه لرل اودهیچا بدخواهې نه غوښتل زما لاره ده ، اوڅوک چې زمالاره ژوندی کړې هغه له ماسره مینه وکړه ، اوڅوک چې له ماسره مینه وکړې هغه به له ماسره په جنت کې وې .

فایدې :

۱- یومشر هر کشرته ویلی شې چې زویه ! اودلته د(بُنَيَّ )توری په تصغیر سره راغلی دی اودا ډېره دنرمې او تلطف کلمه ده درسول الله صلی الله علیه وسلم له دې خواږه چلند سره سم داسې خوږه ژبه کارول باید هرمسلمان خپله کړې او له کشرانوسره نرم  چلند وکړې .

۲- غش د النصح ضد دی النصح دیوچا خیرغوښتنې ته وایې نو دغش معنی دیوچا بدغوښتل دې اوپه حدیث کې (لِأَحَدِ) توری راغلی دی مسلمان باید دهېچا بد ونه غواړې نه دکافر او نه دمسلمان اوهرچاته سپېن زړی پاته شې

۳- رسول الله صلی الله علیه وسلم داخبره انس ته په دومره ټېنګار سره کوې چې دا هسې وختې اوساده خبره مه بوله بلکې په دې چلند تل پاته شه لکه په حدیث کې چې د( إِنْ قَدَرْتَ أَنْ تُصْبِحَ وَتُمْسِيَ وَلَيْسَ فِي قَلْبِكَ غِشٌّ لِأَحَدٍ فَافْعَلْ )له دې تاییدې جملو نه دا معنی ښه څرګندېږې اوبیا ورته وایې : دا زما لاره ده او زما دلارې بل سر جنت ته رسېدلی دی یعنی زما لاره نیول سړی جنت ته رسوې .

۴- نن سبا باید ماشومانو ته داډول حدیث ډېر تلقین کړل شې ددې دروهو او درغلیو په زمانه کې که څوک غواړې خپل اولاد په ښو اخلاقو وروزې هغه دي اولادونوته داډول سترې اخلاقي لارښوونی تدریس کړې .

(۲۸ )  أَخْرَجَ الإِمَامُ أحْمَدُ والبُخَاريُّ وَمُسْلِمُ -وَاللَّفْظُ لِأَحْمَد- عَنْ ثَابِتٍ  عَنْ أَنَسٍ ، قَالَ : خَدَمْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمًا حَتَّى إِذَا رَأَيْتُ أَنِّي قَدْ فَرَغْتُ مِنْ خِدْمَتِهِ قُلْتُ : يَقِيلُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَخَرَجْتُ إِلَى صِبْيَانٍ يَلْعَبُونَ ، قَالَ : فَجِئْتُ أَنْظُرُ إِلَى لَعِبِهِمْ ، قَالَ : فَجَاءَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَلَّمَ عَلَى الصِّبْيَانِ وَهُمْ يَلْعَبُونَ ، فَدَعَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَبَعَثَنِي إِلَى حَاجَةٍ  لَهُ ، فَذَهَبْتُ فِيهَا ، وَجَلَسَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي فَيْءٍ
    حَتَّى أَتَيْتُهُ ، وَاحْتَبَسْتُ عَنْ أُمِّي عَنِ الْإِتْيَانِ الَّذِي كُنْتُ آتِيهَا فِيهِ ، فَلَمَّا أَتَيْتُهَا قَالَتْ : مَا حَبَسَكَ ؟ قُلْتُ : بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي حَاجَةٍ لَهُ ، قَالَتْ : وَمَا هِيَ ؟ قُلْتُ : هُوَ سِرٌّ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَتْ : فَاحْفَظْ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سِرَّهُ ، قَالَ ثَابِتٌ : فقَالَ لِي أَنَسٌ : لَوْ حَدَّثْتُ بِهِ أَحَدًا مِنَ النَّاسِ أَوْ لَو كُنْتُ مُحَدِّثًا بِهِ لَحَدَّثْتُكَ بِهِ يَا ثَابِتُ .
ژباړه : انس رضی الله عنه وایې : یوه ورځ مې درسول الله صلی الله علیه وسلم خدمت وکړ، زه په دې ګومان شوم چې نور مې نو خدمت سرته ورساوه او اوس به رسول الله صلی الله علیه وسلم دغرمې خوب کوې نو دباندې ووتلم ، دباندې ماشومانولوبي کولې هغوی ته ورغلم او ورته کتل مې ،او رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی ، ماشومانو خپلې لوبې کولې او ده سلام پرې وکړ زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ور وبللم اوخپل یوه کارته یې ولېږلم ، زه هغه کارته ولاړم او رسول الله صلی الله علیه وسلم یوځای سیورې ته کېناست څو چې زه ورته راغلم ، زه په دې کاریوڅه ناوخته شوم او مور ته به مې چې په کوم وخت کې ورتلم له هغه وخته ناوخته ورغلم ، کله چې ورغلم مور مې راته وویل ولې ناوخته شوې ؟ما ورته وویل زه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه کار ته لېږلی وم ، مور مې راته وویل : څه کارو ؟ ماورته وویل هغه درسول الله یوراز و مور مې راته وویل چې درسول الله صلی الله علیه وسلم راز وساته اوچاته یې مه ښکاره کوه ، ثابت البنانی وایې ماته انس وویل : ای ثابته ! که درسول الله داراز مې چاته ویلی وی یامې چاته ویلی نو تاته به مې هم ویلی و

۱- له دې حدیث نه څو مهمې خبرې معلومولی شو یودا چې دماشومان لوبې کول او دلوبو په مهال هغوی ته سلام اچول اوبیاهغوی ته کېناستل او هغوی ته کتل عادی خبره ده اورسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار کړی دی .

۲- رسول الله صلی الله علیه وسلم له ټولو صحابه و او ماشومانو سره ډېر بی تکلفه و هغوی به دده په مخکی لوبی کولې او دی به ورته کېناسته هم او سلام به یې هم ورته کاوه .

۳- یوماشوم او هرڅوک باید دیوچا راز او سِر خوندې وساتې او چاته یې ونه وایې او دراز ویل یو خیانت او ناسم کار دی لکه دانس رضی الله عنه له خبرو نه چې مالومېږې چې ده درسول الله صلی الله علیه وسلم راز تر مرګه پورې هیچاته نه و ویلی . آن خپلې مورته یې هم نه و وېلی .

۴- مشران باید کشران پوهه کړی او ټېنګار دې پرې وکړې چې دیوچاراز ښکاره نکړې او ویې ساتې لکه انس ته خپلې مو ر وویل چې درسول الله صلی الله علیه وسلم راز وساته .

(۲۹)   أَخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ وَمُسْلٍمٌ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : ” خَدَمْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ  وَسَلَّمَ عَشْرَ سِنِينَ , فَمَا قَالَ لِي أُفٍّ قَطُّ ، وَمَا قَالَ لِشَيْءٍ صَنَعْتُهُ , لِمَ صَنَعْتَهُ , وَلا لِشَيْءٍ تَرَكْتُهُ , لِمَ تَرَكْتَهُ ؟ وَكَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَحْسَنِ النَّاسِ خُلْقًا فَأَرْسَلَنِي يَوْمًا لِحَاجَةٍ فَقُلْتُ وَاللهِ لاَ أَذْهَبُ وَفِي نَفْسِي أَنْ أَذْهَبُ لِمَا أَمَرَنِي بِهِ نَبِيُّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَخَرَجْتُ حَتَّى أَمُرُّ عَلَى صُبْيَانٍ وَهُمْ يَلْعَبُونَ فِي السُّوقِ فَإِذَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَدْ قَبِضَ بِِقَفَايَ مِنْ وَرَائِي قَالَ فَنَظَرْتُ إِلَيْهِ وَهُوَ يَضْحَكُ فَقَالَ يَا أُنَيْس أَذَهَبْتَ حَيْثُ أَمَرْتُكَ قَالَ قُلْتُ نَعَمْ أَنَا أَذْهَبُ يَا رَسُولَ اللهِ .

ژباړه :

انس بن مالک رضی الله عنه وایې : ماد رسول الله صلی الله علیه وسلم لس کاله خدمت وکړ خو په دې لسوکلونوکې یې ماته هېڅکله اف توری ندی وېلی ،اوکه به ماکوم کار کړی و داسي یې ندې راته وېلي چې دادي ولي داسې کړی دی ، اوکه به کوم کار راڅخه پاتي شوداسې یې ندې راته ویلي چې دادې ولي ندی کړی .

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو خلکو کې دغوره اخلاقو خاوند و، یوه ورځ یې زه یوه کارته ولېږلم نو ما ورته وویل والله که ولاړ شم ،په زړه کې مې و چې دخدای نبي صلی الله علیه وسلم دکوم کار امر راته کړی دی هغه به کوم ، زه ووتلم او په ښار کې په ماشومانو باندې ورغلم هغوی لویې کولي ، په دي حال کې زه رسول الله صلی الله علیه وسلم دشالخوا په څټ کې ونیولم ، آنس وایې ما چې ور وکتل ده راته خندل اوراته کړه یې : آنس ګله ما چې دکوم کار درته وېلی و هغه ته ولاړې ؟ ما ورته وویل : هوکی ! ځمه یارسول الله .

فایدې :

۱- په دې حدیث کی ډیرې فایدې پرتې دې خو موږ یې په یوڅو بسنه کوو لومړۍ داچې نبوی اخلاق دادې چی هیڅکله دکور خادم او ماشوم باید په یوه کار ونه ترټل شې ځکه له تروش تندي او سپکو خبروڅخه ورېن تندی او خوږې خبرې ډېري اغېزمني دي .

۲- ماشومان په ټولېزه توګه بي پروا اوبي پامه وې او دکشرتوب لامله دکارونو تجربه نلري نو که له یوه ماشوم نه کوم کار غلط شي باید هیڅکله ونه ترټل شي بلکې په خوږه او پسته ژبه هغه په اړوند کار وپوهول شي .

۳- که یوماشوم دخپل مشر په کومه خبره غوسه شی یابل څه غوسه کړی وې او کله چې مشرڅه امر ورته وکړي نو دلته ده ته غوسه ورشي په دې وخت کې باید ماشوم په خپل ضد او غوسه پاتې نشی او څومره ژر یې چې وس کېږي باید غوسه سړه او دخپل مشر خبر په ځمکه ونه غورځوي .

۴- که ماشوم ته دکوم کار دامر په کولو سره غوسه ورشي نو باید مشر دهغه وختي غوسه په نرمي سره وزغمي او په مکرر ډول سره په ورېن تندي هغه بیا بیا وهڅوي څو هغه کار تر سره کړي ځکه دسختي اوغوسي په مقابل کې سختی اوغوسه خبره اخ او ډب ته رسوي .

۵- که ماشوم په اصطلاح سپېنسترګي یاغوسه وکړي باید له هغه سره ډېر نرم چلند شي په لوړ حدیث کې د انس رضی الله عنه دغوسي په مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه سره څومره نرمي کړي ده !!
په هغه پسي له شاورغلی دی !بیایې په مینه له هغه سره ماشومانه حرکت کړی دی !   هغه یې له شانېولی ! او ورته خاندي ! او بیا یې په خواږه نامه سره یادوې !
صلی الله علیه وسلم

(۳۰)رُوِيَ التِّرْمِذِيُّ وَأَبُودَاوُد وَ البُخَارِيُّ (فِي الْاَدَبِ الْمُفْرد)عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ كَانَ لَهُ ثَلَاثُ بَنَاتٍ ، أَوْ ثَلَاثُ أَخَوَاتٍ ، أَوِ ابْنَتَانِ ، أَوْ أُخْتَانِ ، فَأَحْسَنَ صُحْبَتَهُنَّ ، وَاتَّقَى اللَّهَ فِيهِنَّ فَلَهُ الْجَنَّةُ ” .

ژباړه :
ابوسعید الخدری رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :څوک چې دری لوڼه یادری خوندې ولرې یا دووه لوڼه او دووه خوندې ولرې او ښه ژوند ورسره وکړې یعنی خوشاله یې لرې او ددوی په باره کې له الله جل جلاله څخه  ویرېدی نو ده لره جنت ده .

فایدې :

۱- دا روایت دحدیثو په مختلفو کتابونوکې په ډول ډول زیادت او تغیر سره راغلی دی لکه دبخاری دادب المفرد په یوه روایت کې راغلې دې : فصبر عليهن یعنی په دې لوڼو اوخوندو یې صبر وکړځکه ډېر داسی خلک شته چې هغوی په لوڼو اوخوندو خپه کېږې او ناشکري کوې او داکار شریعت سخت ناروابللی دی . دابن ماجه په روایت کې داسې زیادت راغلی دی : وأطعمهن وسقاهن وكساهن یعنی خوراک ، څښاک او پوښاک یې ورکړ. اود الطبرانی په یوه روایت کې اغلي دي : فأنفق عليهن وزوجهن وأحسن أدبهن یعنی په هغویې لګښت وکړ ،واده یې کړې او ښه اخلاق یې ور وښودل .دامام احمد په یوه روایت کې راغلی دې : يؤدبهن ويرحمهن ويكفلهن یعنی هغوی ته یې غوره اخلاق ور وښودل ،په هغوی یې رحم او له هغوی سره یې مینه وکړه ، دهغوی کفالت یې وکړ .
اصلا زمو ږ په لوړ روایت کې یوه داسي جمله راغلي ده چې په هغه کې دا ټولي معناوې پرتې دې چې هغه دا جمله ده فَأَحْسَنَ صُحْبَتَهُنَّ )او ددې ټولو تفصیلاتو ګټه داده چې باید مسلمانان خپلولوڼو اوخوندوته ته ډېره توجه وکړي ځکه د نارینه اولادپه نسبت دوی کمزوری وی او پلار او وروڼو ته ډیر ې اړي وې ، له لوڼو او خوندو سره به دا ښېګڼه به ترهغوروانه وې  څو یې ودونه ورته وکړل او په یوه بل روایت کې د واحسن الیهن په شرح کې علماوایې
چې ددې مطلب داده چې له واده وروسته یې له هغوی سره صله رحمي وپالـلـه یعنی دهغوی پوښتنه یې کوله هغه یې کورته راوستلې او له هغوی سره یې ښه کول ، ددې نءكيو بدل به جنت وې او له دې لوی انعام بل نشته الله دی راپه برخه کړي

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email