د اسلامي امت له دعوتګرو او په دين پوهو خويندو يې واورئ :

ډېرې د پند خبرې دې خورې ! په غور يې ولوله

علامه سنوسي وائي :

حجاب د اسلامي ادابو څخه دى ، تطبيق يې ښځې ته شخصيت او کرامت بښي او تر دې پرته ښځه نه شخصيت لري او نه کرامت.

امريکائي داعيه (امنه شولتز ) وائي :

په اسلام کې د ښځې حجاب د ښځې درناوى دى ، او دا يو ستره الهي پيرزوينه او لورينه ده چې ښځې ته يې په حقيقت کې عزت او عظمت بښلى … او حجاب هماغه دى چې ښځه به د اجانبو په وړاندې د خپل بدن ټول اجزا پټوي ، تنګ پتلون ( يا داسې تنګ لباس چې د ښځې دبدن ښکاره ندوى ) په حقيقت کې د ښځې پر شخصيت شيطاني يرغل دى مسلمانې ښځې ته زما نصيحت دادى چې له ستر څښتن ــ رب العالمين ذات ــ څخه ويريږي دکور درنه ښځه اووسيږي دخپل ميړه اطاعت وکړي ، دقيامت لويه ورځ دخداى په وړاندى دحساب لپاره ودريدل په پام کې ونيسي .

فاطمه بنت عبدالله وائي :

د کورنۍ نيکمرغي په دي کې ده چې ښځه بايد هرومرو د اجانبو په وړاندې بشپړ حجاب مراعت کړي ، په مجالسو او مناسباتو کې مونږ ګورو چې ښځې پکې له يو عالم تجمل او ښکلا سره ګډون کوي . او په بې شرمۍ سره ليدل کتل کوي ، هغه سړي چې دوى ته په ليدلو او کتلو سره ، ددوى او د خپلو ميرمنو د حسن مقارنه کوي هماغه خلک دي چې فساد او فتنه راولاړوي ، چې اصلي عامل به يې همدغه ښځه وي .

لبنانۍ ژورنالسته ( مى شاهين ) وائي :

زه د واټونو پر سر د واده تړونو نو ته په درنه سترګه نه ګورم ؛ کومه انجلۍ چې له کړکۍ څخه د ګاونډى زوى ته خوله جينګوي ، او يا د لارې پر سر کوم ځوان ته سلام کوي ، باور پرې نه دې پکار چې دا عکس العمل دې د بل وړاندې تکرار نکړي !! په دغه برخه کې اسلامي لارښوونې داسې دي چې هم يې ښځې ته عزت او عظمت بښلى او هم يې دهغې ستونزه حل کړي .

ښځه لومړي د پلار ، او بيا د ميړه په کور کې درنه ده ، دغه ژورنالسته زياتوي : ما پر تيلفون د يوې احمقې او غبي مور خبرې واوريدلې چې د خپلې لور انډيوال ته يې ويل : ته له هغې سره ليدل کتل کولاى شي ، زه د هغې په نسبت ډاډه يم؛ نتيجة لور يې له هغه سره ووتله خو هرڅه يې له لاسه ورکړه، او وږى بشري ليوه وتښتيده ..

ختيځ پوهه ( فرانسوساجان ) وائي:

اى د ختيځ ښځې ! هغه څوک چې ستا په نوم چيغې او نارې وهې او تا د حجاب د کوزولو او سړي سره د مساوات ډګر ته رابلي دوى په تا پورې خندا او ستا توهين کوي او تر تا د مخه يې په مونږ پورې خندا او زمونږ توهين کړى .

ښځه په ژوند کې تر سړي لويه نه ده مګر په يو څيز سره او هغه دا چې تر ځان لوى سړى جوړ کړي .

په ښځې توب کې د نيکمرغۍ او غوره والي اساس په شرم او حيا کيښودل شوى او کله چې ښځه له شرم او حيا څخه ووتله نو بيا بې تفاوته ده چې که ښي لور ته ولاړه او که چپ لورته هر کله او چيرته يې چې سقوط وکړ .

علم او پوهه ښځې ته حتما په کار ده خو په څو شرطونو سره :

ــ چې پلار او د پلاولۍ هيبت پيژندنه يې دعلم يوه برخه وي.

ــ ورور او له ورور څخه پيروي يې دعلم له حقائقو څخه وي .

ــ ميړه او د ميړه سيادت يې په علم کې ثابت څيز وي .

په دې توګه ښحې په هر امت کې د نيکمرغۍ او کمال ، انسانيت او رجوليت عملي کارخانې دي د يو طفل تاريخ د رجوليت په بشپړ اسابو پيل کيږي .

ځکه دغه تاريخ بشپړ ښځې پيل کوي ، تر دې پرته يوه بزګره او پواړه ښځه چې په غيږ کې يې يو خيرن او خچن ماشوم پروت وي ، د يو امت لپاره تر هغې اديبي چې دکتابونو څخه ځيږنده رامنيځ ته کوي زر وارې غوره ده .

دا خلک چې د ښځې د ازادۍ ډنډوره غږوي .

ــ داتش په نامه ازادي ده ، اما په معنوي لحاظ داپه رزق پسې دښځې شړل دي .

يا په عبثياتو او شهواتو کې دښځې بې واګو خوشې کول دي.

يا له دين او اخلاقي نيکمرغيو څخه دښځې راويستل دي.

ــ په دغه تمدن کې دښځې ازادۍ ته په لومړي ځل هر ډول نوم او عنوان ورکول کيداشي مګر په پاى کې يواځې دښځې په فساد او له مينځه تلو منتج کيږي .

هغه ښځه ستر شان لري چې له انسان څخه په انسانيت کې ستر انسان جوړ کړي ، نه داچې په حيوانيت کې يې ستر کړي.

کورنۍ دښځو دسترګو په تور والې او دغومبرو او مچکو په سور والي نه جوړيږي بلکه دښځو په سپڅلو اخلاقو جوړيږي .

دتجمل او ښکلا څومره اساليب چې دپيغلو پر مخونو او اجسامو ليدل کيږي دا په ښکلا کې افراط نه بلکه دحيا تفريط او قلت دى .

دځان په نسبت دښځې لومړى تيرى او خيانت دادى چې په بې شرمۍ سره ليده او کاته کوي .

اى دختيځ ښځې ! له اروپايې تمدن څخه ډډه وکړه چې هغه به ستا نيکمرغه ښځې توب هغو جامو او پوښاک ته ورته کړي ، چې هم تنګولى او هم ارتولى شي ، دلويديځ له دغه اجتماعي ښځې توب څخه ځان وژغوره چې په انتهايي ظرافت اورقت سره به ستا ښځې توب پاى ته رسوي .

اى دختيځ ښځې !

دلويديځ له هغه تمدن څخه چې دښځې توب ــ اوزوجيت مفهوم له مينځه وړي ځان وساته ، هغه چې هدف يې فقط او فقط دښځې توهين او سپکاوى دى .

اى دختيځ ښځې :

دلويديځ له ښځې سره سيالې مه کوي او له نارينه ؤ سره دمساوات هوا او هوس له مازغو څخه وباسه .

ليکوال نظام الدين “شائق” :

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email