مسلمانې خورې د غرب د ښځو فرياد واوره!

Untitled-3

مريم هاري يوه فرانسوي ليکواله مسلمانانو ښځو ته په يوه مقاله کې داسې ليکي .

ګرانو خويندو !

تاسو زمونږ په پلونو قدمونه مه ږدئ او زمونږ د اروپايې ښځو څخه پيروي مه کوئ ځکه تاسې په دې نه پوهيږئ چې مونږ دغه کرکجنه ازادې په کوم قيمت تر لاسه کړې خو زه تاسې ته يو څه ويل غواړم او هغه داچې تاسو په خپلو پاکو کورنو کې پاکې اوسيږئ داولادونو مهربانه ميندې او دهر څه نه اول ښځې اوسيږئ پر تاسې الله جل جلا له لوى رحم کړى پر تاسې يې په اسلام کې په واقعي توګه حقوق پيرزو کړي تاسو له نارينه و سره سيالې مه کوئ او ځانونه خوشي په دغو مسابقو کې مه ستړي کوئ کوشش وکړئ چې دخپلو ميړونو له پاره مهربانې او دردمنې ښځې ووسئ په خپلو کورونو کې د خپلو اولادونو مهربانه ميندې شئ او دمورولۍ وظايف سرته ورسوئ .

دمصر دالاخبار جريده په دې هکله يو مضمون لري چې وائي :

موږ دلته په دې مقاله کې دهغې شکايت نامې دمضمون روحيه رانقلوو چې ٢|٥ ميلوينه فرانسوي ښځو په هغې کې امضاء کړى او ليکلي يې دي چې :

موږ د نارينه ووسره د مساوي حقوقو د برابرې مسئلې زښته انديښمنې کړي يو، د تردد او پريشانيو سره مخامخ يو او همدغو انديښنو پر موږ خوب حرام کړى او په دې لټه کې يو چې په څه توګه کار او وظيفه پيدا کړو چې ترڅو د ژوند په ډګر کې د نارينه سره يو ځاى ژوند تر سره کړو ، موږ د مساوات لټې له کورنۍ ژوند څخه دومره لير ې کړي يو چې نشو کولاى په ويښه خپل ميړونه ووينو موږ يواځې خپل ماشومان ډوډۍ په دسترخوان ليدلاى شو او بس ، له دې مساوات موږ څخه ستړي يو، موږ نور له دې مساوات څخه نفرت لرو، موږ غواړو چې نور دکور ښځې شو او دخپلو اولادونو له پاره مهربانه ميندې او وسيږو .

د نارينه او ښځو کډ ژوند د جنسي انحرافاتو سبب ګرځي :

يو غربي ليکوال ” جورج بالوشي هورفت ” ليکي :

د تشويش خبره زمونږ جنسي کرغيړنتوب دى زمونږ په ننې ژوند منفې اغيزې لرې او لګيا دي انسانان په دغه جنسي دوزخ کې سوزوې او د سارې ناروغيو سره لاس او ګريوان کيږي او هره ورځ په زرګونو جنسي بمونه چوي .

يو ليکوال چې ” جيمز استورن ” نوميږي داسې ليکي :

جنسي انحرافات ددې سبب ګرځي چې انساني تمدن او ارزښتونه له منځه يوسي او دا له اتومي چاودونو څخه هم ډير خطرناک دي .

د سيويډن د يسان په ښار کې ١٤تنه ډاکترانو په ١٩٤٢کال کې د سويډن پاچا او پارلمان ته يو غوښتن ليک وړاندې کړ او په هغه کې يې ليکلي ؤ چې د سويډن حکومت دې ژر تر ژره د جنسي انحرافاتو د مخنيوي په خاطر لازم تدابير په کار واچوي او څومره چې ژر کيداى شي پريکړه دې وکړي او د هغې په وسيله دې د شهواني غرايزو د افراطي استعمال مخنيوى وکړي .

په ١٩٦٣کال کې د انګلستان دوه زره ښځو دراديو او تلويزيون په وړاندې قيام او پاڅون وکړ او ددې غوښتنه يې وکړه چې نشراتي منابع نور بايد زمونږ چاپيريال په دې جنسي مرادريو ککړ نکړي او نور بايد زمونږ اخلاق د تباهۍ لورته کش نکړي .

په چين کې دماوزيتنګ طرف دارې ډلې يوه اعلاميه خپره کړه او په هغې کې يې وويل چې ډير ژر دې ټولنه دجنسي او شهواني ککړتياو څخه پاکه شي .

همدا راز پولينډ ، المان ، او حتى روسيه هم په خپل وار په دې خبره ټينګاره کړى چې نور بايد ژرترژره ټولنې دجنسي انحرافاتو څخه پاکې شي . په ١٩٤٢م کال کې دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رئيس “جان کيندى ” په کامل صراحت سره اعلان وکړ چې امريکا دهغو ځوانانو له لوري دلوى خطر سره مخ ده چې دسرنه ترپښو پورې په شهواتو کې غرق او دهيڅ مسؤليت احساس نه لري .

ځواني مرګ خوبونه :

هغې په داسې حال کې چې د پښيمانتيا اوښکې يې تويولې وويل: پيل د يوې تيلفونې مکالمې څخه وشو وروسته بيا د محبت د يوې وهمي کيسې په لور منتج شوه هغه زه په وهم کې وغورځولم،فکر مې وکړ چې ګوندې دې له ماسره په رښتيا مينه لري او ډير ژربه زما دغو ښتلو پخاطر زموږ کورنۍ ته جرګه راوليږي …

دا ټولې خبرې مې يودم شاته وغورځولې ….

زه ناچاره شوم …. او خپل يو تصوير مې ورته له يو معطر ليک سره واستولو !!!

دغه لړۍ دوامداره شوه …. هغه له ماڅخه غوښتنه وکړه تر څو له هغه سره په چکر ووځم ….

د هغه غوښتنه مې په شدت رد کړه …. بيا يې تهديد کړم چې هله ما ته خپل تصويرونه ، معطر ليکونه را وستوه او له ماسره په تيلفون خبرې وکړه …

په هر حال يوه ورځ له هغه سره په دې فکر چې ډير ژربه را واپس شو ووتلم …..

هو ! زه واپس راغلم خو له يو عالم عار او پيغور سره…. ماورته وويل: اوس خو راسره واده وکړه …

او دغه شرم خو جبران کړه ……

هغه په پوره احتقار راته وويل:

زه خو له يوې فاجرې او فاحشې ښځې سره واده نه کوم…….

پتمنې خورې ! که په تا کې عقل وي نو لاندې څو نصيحتونه د زړه په غوږونو واوره ..

باور ونه کړې چې : واده هم چيرته دعبثو تيلفوني مکالماتو په نتيجه کې سرته رسيدلي وي او که رسيدلى هم وي خو برخليک به يې ډير بې خونده او بې مزې وي .

ـــ باور ونکړې چې : يو ځوان دې کله هم د دغه ډول صداقت او اخلاص څرګندونه وکړي هغه دې د يوې داسې پيغلې احترام وکړي چې غواړي له خپلى کورنۍ سره خيانت وکړي هغه که هر څومره هم په خوله د محبت او اخلاص ډونډورې وغږوي خو هغه به دا کار د داسې بدو او سپکو غرضونو لپاره کړى وي چې هغه به د هيڅ کوم عاقل څخه پټ نه اوسي .

ــ باور ونکړې چې : د تهذيب او تمدن او يا د ښځې د ازادۍ ډونډورچيان چې وائي د واده نه واړندې مينه او محبت په کار دې ، حقيقې محبت خو د واده نه وروسته مينځ ته راځي او له دې نه پرته چې څه وي نو هغه به تش اوهام او دروغ وي هغه به يواځې استمتاع او د جنسي تندې ماتول وي چې بيا بې له ځنډه دغه حقائق رابر سيره کيږي؛ له دې کبله:

له تيلفوني مکالمو څخه ډډه وکړه ځکه دا د الله په وړاندې ليکل کيږي ، او د محبت ډنډورچيان ترينه د يوې غښتلې وسلې په توګه کار اخلي او په نتيجه کې ستا پر عفت او ابرو يرغل کوي .

له هر ډول عکس او تصوير څخه ډډه وکړه ځکه دا علاوه پر دې چې حرام دي او پر څښتن يې لعنت استول شوى دى د بشري ليوانو په لاسونو کې ستا دعفت د څپرولو لپاره يو قوي وسله ده .

له : ليکونو او رسائلو څخه چې دا هم ستا په تهديد او ځورولو کې د دوى په لاسونو کې بريالي وسائل ګڼلاى شي ډډه وکړه .

له : داسې مجلسو کيسو او افسانو څخه چې په خپلو رنګينو مخونو او پاڼو کې خپاره زهر ګرځوي ډډه وکړه :

له : فلمونو او سلسله وارو ګمراه کونکو ډرامو څخه چې حيا وژني او د اخلاقو ماڼۍ نړوي ډډه کړه .

له : تبرج ، سفرونو او بازارونو ته د داسې وتلو څخه چې د الله قهر او غضب ته بلنه ورکوي ډډه وکړه .

له : يو پردې ډريور سره يواځې په موټر کې له سپريدو څخه ډډه وکړه ځکه چې شارع عليه السلام له يو غير محرم شخص سره له ګوښه کيدلو څخه نهي فرمايلي ده حتى دښځې ليور يې هم دهغې لپاره دمرګ څخه مترادف ګڼلې .

له : بدعمله او ګمراه ښځو څخه ډډه وکړه ځکه چې له هغوى سره ستا ناسته تله او راتله داسې دي لکه يو ناروغ چې دروغ عيادت ته ورځي .

او داد ټولو بدبختيو او مصايبو دنزول سبب ګرځي .

او په پاى کې : له هغه ملک الموت څخه وويريږه چې هغه به حتماله تاڅخه روح اخلي .

نو په دې اساس توبه وباسه او خورا غوره او نيک عملونه وکړه ځکه چې دامعلومه نه ده چې ملک الموت کله په تاباندې حمله کوي .

او ددغه نصيحت په پاى کې داهم د زړه په غوږونو واوره چې:

دتوبه ويستونکو په وړاندې دتوبې دروازې خلاصې دي که چيرته له تاڅخه ګناه صادره شوي وي نو پخوا تردې چې دتوبې دروازه وتړل شي او خاورې درباندې واړول شي او پښيمانتيا هم څه ګټه درته ونه رسوي همدا نن بلکې همدا اوس توبه وباسه .

ليکوال : نظام الدين “شائق”

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً