د ماشومانو د روزنې په باره کې څلويښت حديثونه (لومړی برخه)

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانو ماشومانو ! ستاسو له پاره دلته هغه څلویښت نبوی حدیثونه را اخلم او ژباړم چی په تاسو (ماشومانو) پورې اړه لري تاسو دا حدیثونه زده کړئ اویاد يې کړئ څو مو سمی لارې ته برابرکړي او په دې توګه تاسو کولئ شئ ترډیره حده هغه نبوی لارښوونې اوروزنې ترلاسه کړئ کومی چی زموږ خواږه نبی صلی الله علیه وسلم ماشومانو ته بیان کړی دي دا به زه په خوږه او پسته پښتو تاسو ته وژباړم تاسو لومړۍ د هغوعربی توری یاد کړئ او بیا به په اسانی سره پښتو ژباړه هم یاد کړای شئ راځئ چې دا احادیث تلاوت کړو!

(۱) رَوَی الطَّبرَانِیُ وَابنُ النَّجَارِ عَن عَلِیِّ کَرَّمَ اللهُ وَجهَهُ أَنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ عَلَیهِ وَسَلَّمَ قَالَ : أَدِّبُوا أَولاَدَکُم عَلی ثَلاَثٍ خِصَالٍ : حُبُّ نَبِیِّکُم ، وَحُبُّ آلِ بَیتِهِ ، وَتِلاَوَةِ القُرانِ فَأِنَّ حَمَلَةِ القُرانِ فِی ظِلِّ عَرشِ الله یَومَ لاَظِلَّ إِلاَ ظِلَّهُ مَعَ انبِیَائِهِ وَاصفِیَائِهِ .

ژپاړه : طبراني او ابن النجار له حضرت علی کرم الله وجهه نه روایت کوي چی رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دي : تاسو خپلو اولادونو ته دری خویونه ور وښیئ ! ستاسو د نبی مینه ، دهغه د کورنۍ مینه او د قرانکرم تلاوت ځکه د قران حافظان به د الله د عرش په هغه سیوری کې له انبیاؤ او نیکو خلکو سره وي چی په هغه ورځ بل ځای سیوری نه پیدا کیږي .

(۲) رُوِيَ أَحْمَدُوَالشَّيْخَان عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلاُ سَئَلَ رَسُولَ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَتَي السَّاعَةُ ؟ فَقَالَ رَسُول ُاللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَا اعْدَدْتَ لَهَا ؟ فَقَالَ لاَشَئ اِلاَّ أَنَّي اُحِبَّ اللهَ وَرَسُولَهُ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ وَفِي رِوَايَةِ البُخَارِي قَالَ : وَنَحْنُ كَذَلِكَ ؟ فَقَالَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : نَعَمْ قَالَ أَنَسٍ : فَمَا فَرَحْنَا بِشَئٍ فَرْحَنَا بِقَولِ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْتَ مَعَ مَنْ أَحْبَبْتَ . قَالَ أَنَسُ فَأِنَّا اَحَبُّ النَّبِيَّ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَابَكْرٍ وَعُمَرَ وَأَرْجُو أَنْ أَكُونَ مَعَهُمْ بِحُبِّي اِيَّاهُمْ

ژباړه : يوه سړي له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه پوښتنه وكړه : قيامت به كله وي ؟ هغه ورته وويل :ايا تا آخرت ته تياري كړې ده ؟ هغه وويل نه هيڅ تياري مې نده كړې يواځي له الله او د هغه له رسولسره مينه لرم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل : ته چې له چا سره مينه لرې په اخرت كي به له هغو سره وې .

د بخاري په روايت كي راغلي دي : هغه سړي وويل :موږ به هم داسې يو
(يعني له چا سره چي مينه لرو له هغوسره به يو) رسول الله ورته وويل:هو.
انس وايي موږ په يوه شي هم دومره نه يو خوشاله شوي لكه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په دي خبره(أنت مع من احببت ) چي څومره خوشاله شوو أنس وايي زه له رسول الله ، ابوبكر او عمر سره مينه لرم او اميد لرم چي ددي ميني په بركت به له دوي سره يم

(۳) اخْرَجَ البُخَارِيُّ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ الله ُعَنْهُمَا أَنَّ النَّبِيَ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ الْخَلاَءَ قَالَ : فَوَضَعْتُ لَهُ وَضُوءًا فَقَالَ مَنْ وَضَعَ هَذَا ؟ فَأُخْبِرَ فَقَالَ : اَللَّهُمَّ فَقِّهْهُ فِي الدِّينِ .

ژباړه : بخاري له عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه نقل کوي چې هغه وايي رسول الله صلي الله عليه
وسلم بيت الخلا ته ننوت او ما د اوداسه اوبه ورته كيښودلې . پوښتنه يي وكړه : دا اوبه چا كيښودلي ؟ چا خبر وركړ. نو ويي ويل : خدايه په دين كې يې پوهه په نصيب كړي.

فايده :

۱- عبدالله دا مهال كوچنۍ وو او دا حديث موږ ته راښيي چي كوچنيان بايد د لويانو خدمت وكړي او لويان بايد په بدل كي ښي خبري او دعاوي ورته وكړي .

۲- بايد کوچنیان داسې ښه کار پرته د چا له امر کولو نه په خپله وکړي او دا
ددی لامل کیږي چې د داسې کوچني کار به ستایل کیږي او دعا او افرین به پرې ویل کیږي.

۳- که ماشوم یو ښه کار وکړي باید غلی پاتې شي او شور جوړ نه کړي چې ما داسې وویل (فَأُخْبِرَ) یعنی انس رضی الله عنه نه بلکی بل چا ورته وویل چی د اوداسه اوبه انس برابرې کړې .

(۴) اخْرَجَ التِّرْمِذِيُّ عَنْ رَبِيْعَهْ بنِ شَيْبَان قَالَ : قُلْتُ لِلْحَسَن بنِ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا مَا حَفَظْتَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ؟ قاَلَ حَفَظْتُ مِنْهُ : دَعْ مَا يُرِيْبُكَ إِلَي مَا لَايُرِيْبُكَ فَإِنَّ الصِّدْقَ طَمَأنِينَةٌ وَالْكَذِبَ رَيْبَةٌ .

ژباړه : ربیعه بن شیبان وایی ما حسن بن علی رضی الله عنهما ته وویل :تا له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه څه یاد کړي دي ؟ ده راته وویل :ما له هغه نه دا خبره یاد کړې ده چی ویل یې : په کوم کار کی چی دوه زړۍاوشکمن یې هغه پریږده او هغه کار وکړه چی په هغه کی شک نه وي ځکه په رښتیا کی ډاډ او اطمنان پروت دی او په دروغو کې شک اوشبه وي .

تشريح :
۱- په ماشومانو کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو د یادولواهتمام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په مهال حسن بن علی رضی الله عنهما ماشوم و .

۲- داسی یوشی چی د هغه په جواز او نه جواز یا رواوالي اونا رواوالي کی شک وي دهغه پریښودل لازمي دي باید داسی شی غوره کړل شي چی هغه صفا او له شکه وتلی وي یعنی هرشکمن کارته نه ورنږدې کیدل .

۳- د رښتیا لاره ډیره پاکه اوسپیڅلې ده هر کار چی په رښتیا ولاړ وي په هغه کې هیڅ شک او شبه نه وي اوهغه کار ډیر خوندور وي له ماشومانو سره د اړیکو په مهال د هغوی موراو پلار او نور اړوند خلک ډیر ځله د مختلفو ضر
ورتونو پراساس هغوی ته دروغ وایې چی دا د ماشوم له پاره ډیر تاواني دي او په دې سره ماشوم د رښتیا له سپیڅلی لاری څخه د لرې کیدلو ویره ده .
۴- په یوه شي کې شک او تردد د دروغو له کبله رامنځته شوی وي نوله دروغو ځان ژغورل ضروری دي ځکه دروغ شکوک اوشبهات پیدا کوي .

(۵) أَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ عَن سَمُرةَ بنِ جُنىدُبٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :كُنتُ عَلَي عَهدِ رَسُولُ الله صلي الله عليه وسلم غُلاَماً, فَكُنتَ أَحفَظُ عَنهُ,فَمَا يَمنَعُنِي مِنَ القَولِ إلاّأنّ هَاهُنَارِجَالاًهُم أَسَنُّ مِنِّي.

ژباړه : سمره بن جندب رضی الله عنه وایي : زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کی هلک وم ، او له ده نه به می د ده حدیثونه یادول خو پوښتنه به می نشوای کولی ځکه هلته به له ما نه مشران خلک وو .

فایده :

د سمره رضی الله عنه له ددی روایت په رڼا کې که موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته د تصور په نړۍ کی سر ور ښکاره کړو نو څو خبری به راته معلومې شي :

۱- د ده په مجلس او درس کی به مشران او کشران ټول ناست وو .

۲- کشران به هم د درس د زده کړی له پاره ناست وو .

۳- کشرانو به د مشرانو په مخکی خبرې او پوښتنې نه کولی او د
هغو احترام به یې کاوه

۴- مشرانو به پوښتنې کولی خو دا پوښتنې به ډیرې کمې وې .

(۶) اَخرَجَ البُخَارِيُّ وَمُسلِمُ وَالتِّرمِذِيُّ وَالنِّسَائِيُّ وَأَبُودَاوُدَ-وَهَذا لَفظُ البُخَارِيُّ-
عَن أَنَسٍ بنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنهُ قَالَ :دَخَلتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّي اللهُ عَلَيهِ وَسَلَّمَ عَلي غُلاَمٍ خِيَاطٍ , فَقَدَّمَ إِلَيهِ قِصعَةَ
ثَرِيدٍ وَعَلَيهِ دُبَّاءٌ , قَالَ : وَأَقبَلَ عَلي عَمَلِهِ -يَعنِي : الغُلاَمُ – قَالَ : فَجَعَلَ النَّبِيُّ يَتَّبِعُ الدُّبَاَءَ قَالَ أَنَس ُ: فَجَعَلتُ أَتَتبَعُهُ , وَأَضَعُهُ بَينَ يَدَيهِ قَالَ : وَمَازِلتُ أُحِبَّالدُّبَاءَ .

ژباړه : انس بن مالک رضی الله عنه وایي : زه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوه ګنډونکی هلک ته ورغلو هغه ده ته د ماتې ډوډۍ کاسه کیښودله چی کدوهم پری پروت ؤ او هغه هلک بیرته په خپل کار پیل وکړ. نو رسول الله صلی
الله علیه وسلم کدو ورټولاوه او خوړ به یی انس وایی : نو ما به هم کدو راټولاوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخته به می کیښود او له هغه راهیسی زه له کدو سره مینه لرم .

فائدې:

۱- په خپله خوښه د ماشوم کار کول کوم بد کار نه دی .

۲- میلمه ته ډوډۍ کیښودل او په خپله په کار بوختیدل روا کار دی او دا کومه بدي نه لري .
۳- د داسې ډوډۍ یا میوې کاسه یا لوښۍ چی اجزاء یی یو برابر وي او توپیر ونلري په دې صورت کې باید سړۍ له خپل لوري ډوډۍ او میوه وخوري او که برابر نه و بیا کولی شي چی له کوم لوری یی خوښه وي ویی خوري .او له کدو سره مینه کول ښه کار دی ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم له کدو سره مینه لرله .

۴- کوم مشر او میلمه ته په کاسه او د سترخوان کې ډوډۍ برابرول او ورمخته کول ښه کار دی .او که یوڅوک تاسو ته په خپل لاس ډوډۍ برابروی باید کرکه تر ونشی او په مینه باید د هغه د لاس خواړه وخوړل شي .

(۷) أَخْرَجَ التِّرمِذِي عَنْ ابنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ :كُنْتُ خَلْفَ النَّبِيِّ صّلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْماً فَقَالَ : يَاغُلاَمُ ! إِنِّيْ أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ :

__ اِحْفَظِ الله َ يَحْفَظَكَ.

__ اِحْفَظِ الله َ تَجِدْهُ تُجَاهَكَ .

__ إِذَا سَأَلْتَ فَاسْأَلِ الله َ.

__ وَأِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللهِ .

__ وَاعْلَمْ أَنَّ الأُمَّةَ لَوِ اجْتَمَعَتْ عَلَي أَنْ يَنْفَعُوكَ بِشَئٍ , لَمْ يَنْفَعُوكَ
إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ لَكَ .

__ وَإِنِ اجْتَمَعُوْاعَلَي أَنْ يَضُرُّوكَ بِشَئٍ لَمْ يَضُرُّوكَ إِلاَّ بِشَئٍ قَدْ كَتَبَهُ الله ُ

عَلَيْكَ .رُفِعَتِ الأَقْلاَمُ وَجُفَّتِ الصُّحُفُ

وفي رواية غير الترمذي زيادة :

__ تَعَرّف إِلَي الله ِ فِي الرَّخَاءِ يُعَرِّفَكَ فِي الشِّدَّةِ

__ وَاعْلَمْ أَنَّ النَّصْرَ مَعَ الصَّبْرِ وَ أَنَّ الفَرَجَ مَعَ الْكَرْبِ وَأَنَّ مَعَ العُسْرِ يُسْراً

ژباړه : ابن عباس رضی الله عنهما وایي : زه یوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم شاته وم راته ویل یی :

ای هلکه ! زه څو خبری درته ښیم :

د الله دین وساته هغه به تا وساتي !
د الله دین وساته هغه به له تاسره مل وي !
یواځی له الله نه سوال کوه !
یواځی له الله نه مرسته غواړه !

او پوهه شه ! که ټول انسانان ددې له پاره را یوځای شي چې تاته ګټه ورسوي تاته به له هغه زیاته ګټه ونه رسوي کومه چی الله ستا له پاره لیکلی ده
او که ټول انسانان ددې له پاره رایوځای شي چې تاته ضرر ورسوي تاته به هیڅ ضرر ونه رسوي یواځی هغه ضرر به درته رسیږي چی الله درته لیکلی دی.
قلمونه دریدلی او صحیفی بندی شوی دی .

او په بل روایت کی دا زیاتونه راځي :

په عادی حالاتو کی د الله حقوق وپیژنه هغه به په سختی کې درسره مل وي

او پوهه شه ! چی الهی مرسته په صبرسره ترلاسه کیږي ،او له غم سره خوشالی مله وي اوله سختی سره اسانتیا مله وي

فوايد:

له دی حدیث شریف نه خورا ستری او لویی ګټی ترلاسه کولی شو چی څو مهمی یی لاندی را اخلو :

۱- دخبرې د اهمیت له پاره د خبرو د اوریدلو حالت بیانول لکه ابن عباس رضی الله عنه چې وایي زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شا وم .

۲- د خبرو د اهمیت او د مخاطب د متوجه کولو له پاره د معلوم مخاطب په عام نامه سره مخاطب کول لکه وه هلکه ! ای سړیه ! وه امیرصاحب!
ابن عباس رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دتره زوی دی او ښه یی پیژنی بیا هم ورته وایی : یاغلام !

۳- د مخاطب د ښه پوهولو او دهغه په ذهن کی مخکی له مخکی د راتلونکو خبرو د اهمیت پیدا کولو له پاره په ډیر اجمال سره دهغو یادونه او له هغه وروسته تفصیل ته ښکته کیدل لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چی ابن عباس
رضی الله عنه ته د اجمال په توګه وایي : انی اعلمک کلمات .

۴- په تقدیر ایمان او پر الله جل جلاله باور او ویسا .

۵- یواځی الله جل جلاله ته زارۍ او له هغه نه سوال کول او یواځی له هغه نه مرسته غوښتل او غیر الله هر څه بې وسه او الله جل جلاله ته اړ او محتاج بلل .

۶- په هرحالت : خوشالۍ او خپګان ، سختی او اسانی کی د الله بندګی او د هغه نمانځنه .

۷- دصبر غوره صفت اختیارول او په صبر سره له الله نه د مرستی ترلاسه کول .

۸- د سختی او غم پروا نه کول او په دی خوشالیدل چی له سختی وروسته به حتما اساني راځي او د غمه وروسته به خوشالي راځي .

(۸) أَخرَجَ مُسلِم وَ أَبُودَاوُد عَنْ أَ نَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَ نّ فَتيً مِنْ أّسْلَم قَالَ :يَا رَسُوْلَ اللهِ ! إِنّيْ أَرَدْتُ الغَزْوَ , وَلَيْسَ مَعِيَ مَا أَتَجَهَّزُ بِهِ ؟ قَالَ إِئْتِ فُلَاناً قَدْكَانَ تَجَهَّزَفَمَرِضَ . فَأَتاهُ فَقَالَ : إِنَّ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقْرِئُكَ السَّلاَمَ , وَ يَقُوْلُ : أَعْطِنِي الَّذِي تَجهَّزْتَ بِهِ , فَقَالَ : يَا فُلاَنَة أَعْطِيهِ الَّذِي تَجَهَّزْتُ بِهِ , وَلاَ تَحْبِسِي مِنْهُ شَيْئاً , فَوَاللهِ لاَتَحْبِسِينَ مِنْهُ شَيْئاً , فَيُبَارِكُ لَناَ فِيهِ .

ژباړه : حضرت انس رضی الله عنه وایي د اسلم قبیلی یو ځوان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویی ویل : یار سول الله ! زه غزا ته د تګ نیت لرم خو د غزا آلات او سامان نلرم ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل فلانکی ته ورشه هغه غزا ته ځان تیار کړی وو خو بیا ناروغه شو ځوان هغه سړی ته ورغی او ور ته ویی ویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم سلام ویلې چی تا غزا ته د تګ له پاره د ځان له پاره کوم سامان تیار کړی وو هغه
ماته راکړه .هغه سړی خپلی میرمنی ته وویل چی ای فلانۍ ! هغه زما سامان ده ته ورکړه او یو شی هم مه ځنی ګرځوه په خدای سوګند که څه دی ورنه وګرځول په هغه کی موږ ته الله جل جلاله برکت نه اچوي.

فوائد :

۱- د الله په لاری که د وتلو له پاره د ځوانانو هڅونه .

۲- د الله په لار کی د وتلو له پاره تیاری داسې نه چی تش لاس په دی اراده ووځي چې توکل می پرخدای دی . دا راز توکل منعه دی ځکه په قرانکریم کې هم الله چی وایي چی تاسو د دښمن په مقابله کی څومره تیاری کولی شئ
ویی کړئ !

۳- د مجاهدینو په تیاری کی له یو بل سره مرسته کول او په دی لاره کی هیڅ نه سپمول لکه هغه ناروغه صحابي چې خپلی میرمنی ته وویل که څه دی وګرځول په هغه کی الله موږ ته برکت نه اچوی

۴- یومجاهد که ناروغه شي هغه کولی شي له غزا نه پاتې شي که څه یی هم ځان تیار کړی وي خو په دی صورت کی ښه خبره دا ده چی خپل دغزا سامان بل مجاهد ته ورکړي .

۵- د الله په لاره کی د لګولو له پاره چی کوم مال ځانګړی شوی وي هغه باید د الله په لاره کې ولګول شي

۹- رُويَ الطَبْرَانِي ُ عَنْ أَبِيْ أُمَامَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَــــــــــــلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَامِنْ نَاشئٍ يَنْشَأُ فِيْ العِبَادَةِ حَتَّي يُدْرِكُهُ المَوْتُ إِلاَّ أَعْطاهُ اللهُ أَجْرَ تِسْعَةٌ وَتِسْعِيْنَ صِدِّيْقاً.

ژباړه : ابوامامه رضی الله عنه وایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دي هرهغه نوی ځلمۍ چی په عبادت کې را لوی شي او بیا ومري هغه ته به الله جل جلاله د نه نوي صدیقینو ثواب او اجر ورکوي .

فوائد :

۱- عبادت او نیک عمل ته د نویوځلمیانو هڅونه .

۲- په ځلمیتوب کې د عبادت د اجر او ثواب ډیروالی .

۳- په ځلمیتوب کی به دعبادت ثواب په هغه صورت کی زیات وی څو چی دا ځلمۍ ترمرګه پوری په همدی عبادت ټینګ اومستقیم پاتی شي

۴- په ځلمیتوب کې عبادت کول د نه نوی صدیقینودعمل په څیر ثواب لري او صدیقین هغه خلک دی چی د الله جل جلاله په سپیڅلیو انسانانو کې دویم مقام لري .نيک بندګان قرآنکريم په څلورو ډلو ویشلي دي لومړۍ ډله دنبیان دی دویمه صدیقین دی دریمه شهیدان دی څلرمه صالحین دي .

(۱۰) آْخْرَجَ أَبُودَاوُدوَالتِّرمِذِيّ ُ وَالنَّسَائِيُّ عَنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيُّ بْنِ أَبِيْ طَالِبٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ : عَلَّمَنِيْ رَسُولُ اللهِ صَلَّي اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَلِمَاتٍ أَقُوْلُهُنَّفِي الْوِتْرِ : اَللّهُمَّ اهْدِنِي فِيْمَنْ هَدَيْتَ , وَعَافِنِي فِيمَنْ عَافَيتَ, وَتَوَلَّنِي فِيمَنْ تَوَلَّيْتَ , وَبَارِكْ لِي فِيمَا اَعْطَيْتَ وَقِنِي شَرَّ مَاقَضَيْتَ,فَإِنَّكَ تَقْضِي وَلاَ يُقْضَي عَلَيْكَ وَإِنَّهُ لاَ يَذِلُّ مَنْ وَالَيْتَ ,تَبَارَكْتَ رَبَّنَا وَتَعَالَيْتَ .

ژباړه : حسن بن علی رضی الله عنه وایي ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم څو کلمات را ښوولی وې چی زه یی په وترو کی وایم او هغه دا دي : ای الله ! کومو خلکوته چی تا هدایت خوښ کړی دی له هغوسره ماته هم هدایت وکړه او چا ته چې دې سلامتیا اوعافیت خوښ کړی دی ما ته سلامتیا اوعافیت را وبښه ، او د چا دې چې ساتنه کړی ده زما ساتنه هم وکړه ، او څه چې دې راکړي دي په هغه کی برکت وکړه ، او له هغه شر نه مې وژغوره چی تا یې فیصله کړی وي ځکه د قضا فیصله ستا په واک کی ده او په تا باندي څوک حکم نشی کولی اوله چا سره چې ته دوستی کوی هغه هیڅکله نشی سپکیدلی ای زموږ ربه ! ته د برکت وال یی او ډ یرلوی یی .

فوائد :

۱- باید ماشومان وهڅول شی څو نبوی ماثوری دعاګانی یادی کړی او هغه په خپلو مخصوصو وختونوکی وایی .

۲- په ټولیزه توګه هروخت د دعا په پیل کی له الله جل جلاله نه دهدایت اوسمی لاری غوښتنه .

ليکنه : حامد جان

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً