وفات شوي ماشوم ته د غسل ورکولو طريقه

سلامونه نیکی هیلی ومنی
عرض دا دی دوړو ماشومانو دمرګ نه روسته دغسل طریقه که په تفصیل ولیکی  مننه

سيد احمد خان پيمان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لويانو او ماشومانو مړو په غسل کې څه فرق نشته

مړې ته د غسل ورکولو طريقه :

۱- به مړی په يوه تخته څملوي اوجامې به ترينه وباسی لنګ به ور ووهی.

۲- بيا به استجاء ورکړي داسې چه تر لاسه يوه ټوټه تاو کړي او بيا د لنګ نه لاس د ننه کړي د غټو او ړو متيازو ځايونه به وونځي د مړي شرمګاه ته به نظر نه کوي .

۳- که بريتونه ،نوکان او د تخرګ ويښتان يې لوی وي هغه به لری کړی خو د شرمګاه په ويښتان به کار نه لري ځکه چه په ژوندون کې د هغه د شرمګاه لمس جايز نه ؤ .

۴- بيا به اودس ورکړي په اوداسه کې په خوله او پوزه کې اوبه نه اچول کيږي پر يوه ټوټه به دغوږونو او پوزی سوري اوغاښونه  پاک کړي ورسته به د غوږونو، پزی او خوله کې مالوچ کيږدي چه اوبه ورنه لاړې نشي .

که د کوم سړي په باره کې ستاسو يقين وي چه دا د ناپاکی په حالت کې وفات شوی  يا ښځه د حيض او نفاس په حالت کې وفاته شوی ده نو د هغه په خوله او پوزه کې لږلږ اوبه رسول په کار دي.

۵- د اودس نه پس يې سر او ږيره په صابون ، شامپو يا بل څيز ښه پاک کړئ بيا يې لومړی په ګين اړخ څملوي په ښی طرف يې دری ځله له سر نه تر پښو اوبه واچوي او نرم نرم يې بدن وموښئ ،بيا په همدي شان کيڼ طرف دري ځلې اوبه اچول کيږي.

۶- ورسته به مړي په قراره د ځان طرف ته راپورته کړئ او په کراره به يې په خيټه لږ فشار وروړی چه که په نس کې يې څه پاتې وي هغه ورڅخه ووځي ورسته که څه نجاست ورنه خارج شو يوازې همغه نجاست به وونځئ دوباره غسل ته حاجت نشته .

اوس نو غسل وشو لنګ به تري لری کړئ له هغه ځای څخه به يې بل ځای ته پورته کړئ بدن به يې وچ کړی کفن به ور واچوې .

مړي ته د غسل ورکولو او کفن اغوستلو ثواب

رسول الله صلَّى الله عليه وسلَّم فرمايي: ((مَن غسَّل مسلمًا فكتَم عليه، غفَر الله له أربعين مرة، ومَن حفَر له فأجَنَّه فيه، أُجْرِي له من الأجْر كأجْر مَسكنٍ أسكنَه إياه إلى يوم القيامة، ومَن كفَّنه، كساه الله يوم القيامة من سُندس وإستبرق الجنة)) .

صحيح؛ رواه الحاكم (1/ 354) وصحَّحه، ووافَقه الذهبي، وصحَّحه الألباني في أحكام الجنائز، ص (51).

ژباړه : چا چې مسلمان مړي ته غسل ورکړ او د هغه پرده يې وکړه ( که د هغه څه د نجاست او پليتی شی وويني ) الله تعالی به څلوښت ځله هغه ته بښنه وکړي ، او چا چې هغه ته قبر وکينلو او د هغه ستر يې وکړو ده لره به داسې اجر وي لکه يو مسکين ته د قيامت تر ورځې پورې د استوګنې برابرول ،او چا چې مړی ته کفن ور واغستلو الله تعالی به د قيامت په ورځ د جنت د ورېښمو جامې ور واغوندي.

نموړی حديث د جمهورو محدثينو په نزد د مسلم په شرط صحيح دی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً