جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د آذان په ځواب ورکولو چې يو يې ظاهري ځواب د آذان دی او د هغه حقيقي ځواب جومات ته تلل دي د جنت زېری ورکړی دی خو افسوس چې زمونږ خبرې او مجلس د آذان په وخت کې هم جاري وي

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .

يعنی کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وايئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وايئ  بيا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وايي نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وايئ  بيا چه کله حي على الصلاة وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ او کله چه حي على الفلاح وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ بيا چه کله الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله لا إله إلا الله تاسې به هم لا إله إلا الله وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم ) .

د آذان دعا :

د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څوک چې آذان واروي او دا دعا (د آذان دعا ) ووايي :

اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ». (بخارى:614)

هغه کس به زما د شفاعت څخه برخمن شي .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email