د نجات او بښنې لس سببونه

کله چې مؤمن انسان په ګناهونو باندې اخته شي د هغې د بښنې او کفارې لپاره لس سببونه دي چې د هغه په وسيله مؤمن له ګناه څخه پاکيږي .

د الله تعالی طرف ته رجوع کول په صدق او اخلاص سره توبه کول ، د ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه هيڅ ګناه يې چې نه وي کړې .

د توبه کولو تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/3994

۱- له الله تعالی څخه د بښنې غوښتل (دعا ) او هغه بنده ته د الله تعالی بښنه کول .

۲- د ښو او نيکو اعمالو تر سره کول ځکه نيک کارونه ګناهونه له مينځه وړي [إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّـيِّئَاتِ] ، لکه : پنځه وخته لمونځ ، زکات او صدقات ، روژه ، حج ، جهاد فی سبيل الله ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او نور نفلي عملونه ګناهونه له مينځه وړي .

۳- کوم مسلمان ورور چې د ده د پاره دعا وکړي او د ده په حق کې د هغه مسلمان دعا قبوله شي او د هغه بنده د دعا په وجه الله تعالی دی و بښي .

۴- دا چې کوم مسلمان د ده د پاره خپل نيک اعمال هديه کړي ( ايصال ثواب ) .

۵- دا چې الله تعالی هغه په دنيا کې په بدني ، مالي او د اولادنو او خپلوانو په مصبت باندې مبتلاء کړي ، يعنې په مرض ، غم او هر ډول تکليف باندې مؤمن ته اجر ورکول کيږي چې د ور پيښو مصيبتونو په وجه د ده ګناهونه معاف کيږي او يا د هغه درجې لوړيږي .

۶- که د پورته مراحلو څخه د هغه ګناهونه پاتي شي ، په قبر کې په عذاب اخته کيدل پس په دې وسيله له ګناهونو څخه پاکېدل .

۷- د قيامت په ورځ د رسول الله صلی الله عليه وسلم شفاعت ، د شهيد شفاعت او د قرآن د حافظ شفاعت کول .

۸- الله تعالی هغه د قيامت په ورځ په وېره او ترس کې اچوي او د هغه په وسيله يې ګناهونه تویيږي .

۹- په هغه د ارحم الراحمين رحم کول .

۱۰- پس که څوک د پورته سببونو په وجه بيا هم مراد ته ونه رسيد نو هغه به يوازې خپل ځان ملامت کړي ځکه چې دا د ده د خپلو عملونو ثمره ده ، په قدسی حديث کې الله تعالی فرمايي :

:*إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا فَلْيَحْمَدْ اللَّهَ وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ*(المسلم )

يوازې ستاسې د پاره ستاسې عملونه شميرل کيږي او وروسته هغه تاسې درکول کيږي ، پس چا چې خير وموند هغه دې د الله شکر او حمد ادا کړي او که چا د هغه څخه بل څه وموندل د ځان څخه دې بغير بل څوک نه ملامتوي .

نو دا کس به بيا د ګناهونو څخه د پاکېدو تر وخته پورې په دزوخ کې اوسيږي او وروسته به جنت ته ځي .

حسبنا الله ونعم الوکيل نعم المولی و نعم النصير

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً