هره ورځ 68000 کسان په اسلام کې داخليږي

د يو امريکايي تلويزيون په حواله : اسلام د ځمکې د کرې پر مخ دوهم ستر دين بلل کيږي . د اسلام دين اوس مهال په نړی کې له يو مليارد څخه زيات پيروان لري چې د ټول نفوس 1/5 برخه تشکيلوي . اوس مهال په نړۍ کې هر ورځ زيات کسان په اسلام کې داخليږي . د نوي تحقيق له مخې په هرو 24 ساعتونو کې 68000 نفره مسلمانيږي که همدا حالت دوام ومومي نو تر 2050 کال پورې د مسلمانانو شمير 2.2 ملياردو ته رسيږي چې د نړۍ د ټول نفوس 1/4 حصه به تشکيل کړي . د اسلام دين د آیالات متحده امريکا په شمول اوس مهال د نړۍ د 238 هيوادونو څخه په 204 هيوادونو کې خپل پيروان لري .

وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ

او مونږ ته نه يې لېږلې مګر رحمت د ټول عالم او ټولو نړيوالو لپاره

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً